دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په کومه سترګه ګوري؟

شمایله جعفري

اپریل 21, 2021
in لیکنې
0 0

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د سږ کال سپټمبر تر ۱۱مې پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه باسي. پاکستان دغه موضوع په غور څاري. پاکستان په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې له دې پرېکړه پرې ډېر اغېز لري. پاکستان وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو موضوع باید د سولې له خبرو سره غوټه شي. اسلام اباد د سولې پروسې کې مهم رول درلود او اوس یې د امریکايي اعلان هرکلی کړی. د دغه هېواد چارواکي وايي: «د هغې اصولي پرېکړې هرکلی کوي چې افغانستان کې ښکېلو اړخونو په همکارۍ سره په بامسوولیته توګه پوځیان ووځي.»

پاکستان هیله مندي ښيي چې امریکا به افغان مشرانو ته په دغه هېواد کې د امکاني سیاسي حل ډاډ ورکړي. تېرو کلونو کې پاکستان په پټه خوله له افغان حکومت او نورو سیاسي مشرانو سره د ناستې لپاره د طالبانو قانع کولو مهم رول تر سره کړی.

د چارو شنونکي وايي، د اسلام اباد له بشپړ ملاتړ پرته بین الافغاني خبرې شونې نه وې. د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې پاکستان د واشنګټن او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لړ کې مرسته وکړه او بیا د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ تاریخي هوکړه وشوه.

له دې مخکې د ۲۰۱۵ کال ډسمبر کې د پاکستان په مرسته لومړی ځل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اسلام اباد کې مخامخ مذاکرات وشول.

دغه بهیر بیا له هغه وروسته په ټپه ودرېد چې طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مړینه اعلان کړه او د طالبانو تر منځ د مشرتابه پر سر کشمکش پیل شو.

امریکا څو ځله د پاکستان د رول ستاینه کړې. دوی پوهېږي چې له افغانستانه د دوی او دوی د متحدینو له وتلو وروسته به د ۲۰ کلنې جګړې اغېز ساتلو کې د پاکستان رول مهم وي. دغه جګړه کې نږدې ۱۰ ټریلیونه ډالر مالي او د ۲۳۰۰ امریکايي پوځيانو د سر زیان اوښتی، چې د دې زیان جبران ممکن نه دی.

ولسمشر بایډن وايي، امریکا به په افغانستان کې د نړیوالو جهادي تنظیمونو مخنیوي لپاره د ژمنې لړ کې «د طالبانو احتساب» وکړي.

نوموړی وايي: «موږ د سیمې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته ویلي، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره نورې هڅې «ډو مور» وکړي.

خو پاکستان کې او د پاکستان اسټبلشمنټ د «ډو مور» دغه اصطلاح ډېره نه خوښوي، ځکه دوی وايي، په ترهګرۍ ضد جګړه کې ۷۳۰۰۰ پاکستانیان لا مخکې له ژونده محروم شوي دي.

اوس اسلام اباد هڅه کوي چې د سولې خبرې روانې وساتل شي او پرمختګ پکې وشي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي: «پاکستان بیا بیا ویلي چې افغانستان کې سوله زموږ په ګټه ده. موږ به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري روانه وساتو.»

بل لور ته د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، امریکا له طالبانو سره له کړې هوکړې سرغړونه کړې او د پوځیانو ایستلو کې یې څلور میاشتې ځنډ راوستی.

دا ځل د «ډو مور» مانا دا ده چې پاکستان د ترکیې په کوربتوب د افغان سولې خبرو کې د طالبانو ګډون باوري کړي. ترکیه کې چارواکي وايي، د دې غونډې هدف دا دی چې له جګړې وروسته د بیارغونې چارې سملاسي پیل شي، چې یو احتمالي سیاسي حل ته لار هواره شي.

بل لور ته طالبان د امریکا له لوري له هوکړې سرغړونې ناخوښ کړي دي او په غونډه کې یې د ګډون اعلان نه دی کړی.

رحیم الله یوسفزی وايي، امریکا غواړي چې پاکستان پر طالبانو خپل اغېز وکاروي، چې د پوځونو ایستلو نوې نېټې په هکله رضایت څرګند کړي او د سولې خبرې له ناکامۍ وژغورل شي.

اوس طالبان کولای شي د ترکیې په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره خپل شرطونه کېږدي. دوی د بندیانو خوشې کېدو او له تورو لیستونو د خپلو مشرانو نومونو لرې کېدو لپاره فشار واردولای شي، خو له دې سره سره امریکا فکر کوي چې اسلام اباد کولای شي دوی د مذاکرې مېز ته راولي.

د ښاغلي رحیمزي په خبره، پاکستان یوازې دا چاره نه شي کولای، بلکې د ټولو مسوولیت دی او ټول ښکېل اړخونه باید یو رول ولري.

د نوموړي په وینا، پاکستان اوس د پخوا په څېر پر طالبانو اغېز نه لري او طالبانو هم خپله تګلاره بدله کړې ده. هغه وايي: «دوی له ډیپلوماتیکو لارو پر مخ ځي، له څو هېوادونو سره اړیکې لري او اوس په قطر کې سیاسي دفتر لري.»

د هغه په خبره، اوس داسې فکر سم نه دی چې یوازې پاکستان کولای شي پر طالبانو د فشار راوستلو مسوولیت لري.

«د افغانستان اوسني حالت په هکله پاکستان هم ځینې اندېښنې لري او اسلام اباد غواړي چې د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه د پاکستان د دې اندېښنو په هکله غور وکړي. پاکستان غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، د هند اغېز کمولو اړتیا شته او پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ستنېدو موضوع باید په خبرو کې شامله شي.»

له افغانستانه بې قید او شرطه د امریکايي ځواکونو ایستلو له اعلان وروسته ځینې شنونکي په دې باور دي، چې بین الافغاني مذاکرات به ډېر ګټور نه وي.

ځینې کسان په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې اندېښنه څرګندوي او وايي، ښايي طالبان به د هغو سیمو کنټرول هم تر لاسه کړي چې اوس یې پکې زور کم دی. دوی وېره ښيي چې ښايي طالبان په افغانستان کې حکومت جوړ کړي.

۱۹۹۶ کال کې چې طالبانو افغانستان کې واک تر لاسه کړ، پاکستان په هغو دریو هېوادونو کې شامل و، چې هغه حکومت یې په رسمیت وپېژاند، خو اوس حالت کې بدلون راغلی. پاکستان په څرګنده ویلي چې دوی پر کابل د طالبانو بیا واکمنۍ فکر نه تاییدوي او طالبان له دې څرګندونو خوښ نه دي.

د چارو شنونکی حسن عسکري رضوي وايي، بې شرطه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو له کبله پاکستان له سخت ساعته تېرېږي. نوموړی وايي: «کابل کې چارواکي پر پاکستان باور نه کوي، دوی د خپلې ناکامۍ پړه پر اسلام اباد وراچوي. بل لور ته واشنګټن د سولې په اوسني بهیر کې د پاکستان رول مني، خو بیا هم پر پاکستان بشپړ باور نه کوي او طالبان هم اوس د پخوا په څېر پاکستان ته نږدې نه دي، پاکستان له سخت وضعیت سره مخامخ دی.»

پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې سلګونو زرو افغان کډوالو ته هم پناه ورکړې، چې نه یوازې په کمپونو پورې محدود نه دي، بلکې دغه هېواد کې زده کړې کوي، کاروبار کوي او د هېواد په هر ګوټ کې مېشت دي.

پاکستان غواړي نړیواله ټولنه په دې هکله هم غور وکړي او د افغانستان په هکله د خبرو په لړ کې د کډوالو ستنېدلو موضوع هم شامله شي. د امریکايي ځواکونو وتلو له اعلان سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل: «پاکستان فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو هڅو لپاره پر خپل وخت د کډوالو ستنېدلو موضوع مهمه ده.»

خو د حسن عسکري رضوي په خبره، د نړیوالو ځواکونو ایستلو له اعلان وروسته کېدای شي په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي او په داسې وضعیت کې کېدای شي پاکستان ته نور کډوال هم مخه کړي.

نوموړی زیاتوي :«پاکستان د سولې بهیر لپاره هڅې کوي، ځکه افغانستان کې سوله او ثبات پاکستان ته ګټه لري، خو دې لړ کې د یوازینۍ لارې موندلو پر ځای د چین، روسیې، ترکيې او ایران په څېر هېوادونو سره اړیکې موندل به غوره تګلاره وي.»

Share10Tweet6Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In