د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر يوولسمې نيټې له پېښې وروسته امريکا د دوی په ټکو د ترهګرۍ له منځه وړلو دپاره د طالبانو واکمني ړنګ کړل او خپل زرګونه پوځيان ې راوليږل او د څه باندې څلوېښتو نورو هيوادونو عسکرو يو ائتلاف يې رامنځته کړ او له خپل پوځ سره په عملياتو کې يې ملګري او يو ځای کړل.
دې جګړې پوره تر شلو کلونو زيات وخت ونيوی او اوس تازه اعلان سوی دی چې امريکايې ځواکونه به تر سپټمبر مياشتي پوري له افغانستان څخه وزي چې ورسره سمدستي ناټو هم د ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.
متأسفانه چې په دې موده کې د جګړې د ښکېلو اړخونو زياتې خپلسرۍ، جنګي او بشري ضد جنايتونو ترسره سول، چې د جګړې د ښکېلو اړخونو په برخه کې د دولت،وسله والو مخالفينو او بهرنيو ځواکونو له لوري هم ملکې مرګ ژوبله وشوه او تر اخيره يې د جګړې د قربانۍ ډيره برخه ملکې وګړي وه، په دغه موده کې اکثره داسې سختې سرغړونې او جنايتونه پټ پاتې شوي دي چې د زياتو ملکې او بېګنا وګړو ژوند يې اخيستی دی، له دې اړخه په دې وروستيو کې د استراليايي ځواکونو يوه سرغړونه او بشري ضد جنايت رسنيز شوی او ښکاره شوی دی ، د راپورونو له مخي قصدا يې ملکېان او عام خلک په نښه کړي او وژلي دي، بې ګناه انسانانو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي په داسې حال کې چې په دې موده کې د ترهګرۍ په نوم د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې مبارزې داسي ښکاره پايله نه ده ورکړې.
په دې ترڅ کې د استراليا پوځ ددغسې ناوړه، سرغړونو له امله په تور لېست کې شامل کړی سوی دی چې په افغانستان کې د ملکې وګړو په وړاندې يې ډېرې ناوړه پيښې ترسره کړې دي. د معلوماتو له مخې، د استراليا ځانګړي پوځ د خپل ماموريت په ځای کې ملکېان د خپلې نښې ګرځولو، د ستوني پرې کولو، قصدا ملکېان او حتی کم عمره ماشومانو باندې زړه سوی او رحم نه دی کړی او وژلي يې دي.
د تېر کال په نومبر مياشت کې د استراليا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د استراليا ځانګړي پوځ په افغانستان کې په بې رحمانه توګه د دوو بې ګناه ماشومانو په شمول ۳۹ تنه کسان وژلي دي. دغه پېښه سمدستي په نړيواله کچه د غندنې او کرکې سبب سوې ده او زيات شمېر هيوادونو په افغانستان کې د استراليا د پوځ پر جنايتونو او بشري ضد کړنو باندې انتقادونه وکړل.
د بشري حقونو فعالان او مدني بنسټونه واېې،چې د ملکې وګړو قصدا وژل سخت عمل دی او بايد نړيواله ټولنه په دې اړه پوښتنه وکړي.
مدني بنسټونه وايې، دوی د سولې ساتنې تر نوم لاندې ځانګړي پوځ دی يا که د وژنې پوځ؟ که څه هم په افغانستان کې د استراليا پوځ ناوړې کړنې ترسره کړې، خو د استراليا پوځ يې په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی، حتی خپله خاموشي او سکوت يې تر اوسه ساتلی دی که دوی د دغسې کړنو په اړه هيڅ جزا ورنکړي، انساني اخلاق چېرې دي؟ او لا زيات به ددغه ډول په رواني ناروغيو اخته عسکر د زورېدو سبب شي.
د افغانستان خلک غواړي،چې دغه پيښه بايد حل او عاملين يې مجازات شي او د وژل شوو کورنيو غړو، افغانانو او ټولې نړۍ ته يوه عادلانه ځواب ورکړي،خو لا تر اوسه ليدل کېږي چې استراليا په خپله تيروتنه اعتراف نه دی کړی او داسې ښکاري چې حکومت به يې په افغانستان کې هغو عسکرو ته چې بې ګناه ملکېان يې وژلي دي او داسې سخت جرمونه يې ترسره کړي دي هيڅ جزا ورنه کړي.
ايا دا ډول پيښي په دې ځای پای ته رسيږي او که په عموم کې د ملکې بېګناه وګړو وژني همداسي دوام کوي؟ که د اسټراليايي فوځونو دغه پيښه حل نه شي، ښايي چې هغه بې ګناه خلک به همداسې هير شي او يوازې به د مړه شوو زړونه د عدالت په تمه او انتظار پاتې اوسي او جنايتکارانو ته د جزا ورکولو توان به نه لري.
په جګړو کې د ښکېلو غاړو له لوري د ملکې وګړو ژوند ته نه پآملرنه د خلکو تر ټولو لويه نيوکه ده او وايې چې نور دي په هيواد کې جګړه پای ته ورسيږي او د يوې داسي سولي دپاره دي ګډي هڅي وسي چي د افغانستان راتلونکی ورسره امن او روښانه وي.