د چين مډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين د های نان ولايت په ون چانګ توغونکي مرکز کې د اپريل په ۲۹ مې نېټې د غرمې په ۱۱ بجو ۲۳ دقيقو د CZ-5B Y2 باروړونکي راکټ له لارې د “تيان هه” په نوم د فضايي سټېشن مرکزي برخه فضا ته وتوغول شوه. تيان هه مرکزي برخه بيا ټاکلي مدار ته ننوتلې ده او دا پدې معنا ده چې په ټاکلي مدار کې د چين فضايي سټېشن د جوړولو کارونه په پوره توګه پيل شوي او په فضايي چارو کې د دغه هېواد يو لوی پرمختګ بلل کيږي. دا د بهرنيو خبري رسنيو د ډېر پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.
د روسيې د سپوټنيکSPUTNIK) ) خبري اژانس د خبر له مخې، د “تيان هه” په نوم د چين د فضايي سټېشن مرکزي برخې تر بريالۍ توغولو وروسته د روسيې مشهور ساينس پوه الیګزانډر زیلزنیاکوف تر ټولو لومړي چين ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې دا د چین لپاره لویه لاسته راوړنه ده. ځکه چې اوس مهال ځمکې ته نژدې مدار کې یوازې دوه سټیشنونه شتون لري ، یو یې د نړیوال فضا سټیشن او بل یې د چین د تیان ګونګ په نوم فضايي سټیشن دی. په عين وخت کې د چین د “تيان هه” په نوم د فضايي سټېشن مرکزي برخې بریالي توغول هم د فضا په برخه کې د نړیوالې همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د جرمنيDPA نيوز اژانس د اپرېل په ۲۹مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، شاوخوا 30 کاله وروسته چې د انساني فضايي پروژو “درې مرحلې” ستراتیژۍ وړاندیز شوی و، چین په فضايي چارو کې خپله هيله پوره کړې. مقالې د جرمني د پخواني فضانورد او د ستوتګارټ پوهنتون پروفیسور رینولډ ایوالډ له قوله ويلي چې فضايي سټیشن په یو هیواد کې د فضا ټیکنالوژۍ پراخه کچه ښیې. د چین فضايي سټیشن کولی شي ازموینه وکړي چې سپوږمۍ او مریخ په لاره کې انسان کوم ډول ټیکنالوژۍ ته اړتیا لري.
په ياده مقاله کې دا هم ویل شوي ، د فضا نړيوال سټیشن کوم چې اوس مهال په مدار کې ځای په ځای کېږي،له پلان سره سم به په راتلونکو څو کلونو کې خپله دنده بشپړه کړي ، نو هغه مهال به چین ممکن یوازینی هیواد شي چې په فضا کې د اوږدې مودې لپاره د مدار فضايي سټیشن کار کوي.
د جرمني ورلډ(world) ورځپاڼې هم فضا ته د چين د “تيان هه” په نوم د فضايي سټېشن مرکزي برخې توغولو ته پاملرنه کړې او ویلي یې دي چې د چین د ورېښمو لار فضا ته بېولې. د امريکا په پرتله کله چې چینایانو ته اجازه نه ورکوي چې نړیوال فضايي سټیشن ته ننوځي ، چین د فضا په برخه کې د ټیکنالوژۍ همکارۍ ته لاره پرانیزي. که څه هم دا روښانه نده چې کوم کيهان نوردان به په راتلونکي کې د انسان وړونکو بيړيو په واسطه فضا ته واستول شي ، خو ښايي د اروپا د فضايي ادارې کيهان نوردان به وکولی شي تر دې وخته پورې چیني فضايي مرکز ته لاړشي.د ۲۰۱۷ کال په پای کې د جرمني کيهان نورد ماتیاس ماورير ( Matthias Maurer) په ګډون د اروپا د فضايي ادارې ډیری کيهان نوردان په چين کې له چیني کيهان نوردانو سره ګډه روزنه وکړه. ماتیاس ماوريرپه یوه مرکه کې وویل چې هغه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له کيهان نوردانو سره د چین فضايي سټیشن ته د کار کولو په لټه کې دی.
د بريتانيا رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، چین د سپوږمکۍ د پلټنې پروژې ، د مریخ د اکتشافي ماشين توغولو او د فضايي سټیشنونو د ابادۍ په ګډون د فضايي پروژو د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د جاپان د جيجي پريس(Jiji Press) اژانس د خبر له مخې، د “تيان هه” په نوم د فضايي سټېشن مرکزي برخې توغول د چین د فضا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې فضا ته د فضايي سټېشن مرکزي برخه وتوغوله. چین د انسان وړونکي دايمي قضايي مرکز د جوړولو په لور لوی ګام پورته کړی. چین له اوږدې مودې راهیسې په فضا کې د انسانانو لپاره د ځای جوړولو هدف ته لوی ګام پورته کړی. د چین حکومت هرکلی کوي چې له بهرنیو څېړنيزو ارګانونو سره د فضا په تحقیق کې همکارۍ وکړي.
د استراليا د اسوشيتيډ پرېس د اپرېل په ۲۹مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره ويلي چې چين په بریالیتوب سره د خپل هېواد د فضايي سټېشن مرکزي برخه فضا ته وتوغوله چیرې چې کيهان نوردان کولی شي د اوږدې مودې لپاره پکې پاتې شي. دا د دې پروژې وروستۍ لاسته راوړنه ده او دا د چین د فضا په برخه کې یو بل لوی پرمختګ په ګوته کوي او د فضايي سټیشنو جوړولو ته به وده ورکړي .