دوشنبه, جولای 27, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

موږ د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګډه مبارزه کوو او د بشر او طبیعت د ګډ ژوند ټولنه جوړوو

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر؛ وانګ یو

مې 16, 2021
in لیکنې
0 0

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د اپریل په ۲۲مه نیټه د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په بلنه د اقلیمي بدلون په سرمشریزې غونډې کې انلاين ګډون وکړ او ((د بشر او طبیعت د ګډ ژوند ټولنه جوړوو)) تر عنوان لاندې یې یوه وینا وکړه. نوموړي پر طبیعي سرچینو د صنعتي تمدن د ناوړه اغیزو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې، د بشر او طبیعت ترمنځ تناقضونه یې په ګوته کړل او له نړیوالې  ټولنې څخه یې غوښتنه وکړه، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګډه مبازره وکړي، ځکه دا د ټول بشریت او د ځمکې د ایکولوژۍ دوامدار پرمختګ لپاره ډېر اهمیت لري.

د رئیس شي جین پینګ د بشر او طبیعت د ګډ ژوند ټولنې په افکارو کې مهم ټکي:

 یو، موږ باید د انسان او طبیعت د ګډ ژوند پر همغږۍ ټینګار وکړو.  طبیعت د انسان د بقا او پرمختګ لومړنی او مخکښ شرط دی. انسان باید د طبیعت له قانون څخه د سرغړونې پرځای د طبیعت درناوی، اطاعت او ساتنه وکړي. موږ باید د خپلو سترګو په شان د طبیعت او ایکولوژیکي چاپیریال ساتنه وکړو او د انسان او طبیعت ترمنځ د همغږۍ نوي حالات بايد وهڅوو.

دوه، موږ باید د چاپېريال زرغون پرمختګ ته دوام ورکړو.  رڼې اوبه، شنې ونې او زرغون غرونه د سرو او سپینو زرو خزانو په څېر ارزښت لري. د ایکولوژیکي چاپیریال ساتل د تولیدي قوت ساتنه او د ایکولوژیکي چاپیریال ښه کول د تولیدي قوت ښه کول دي. موږ باید داسې لنډمهاله کار پریږدو، چې د یوې مودې د پرمختګ په بدله کې چاپیریال قرباني کوو او باید د نوښت په اتکا د اقتصاد، انرژۍ او صنعتي جوړښت ښه والی وهڅوو، ترڅو ښه چاپیریال د نړیوال اقتصاد او ټولنې د دوامداره پرمختګ لپاره ټینګ ملاتړ وګرځي.

درې، موږ باید په سیستماتیکې ادارې ټینګار وکړو. موږ باید د ایکو سیستم له داخلي قوانینو سره سم، په بشپړ ډول د طبیعي ایکولوژۍ مختلف عناصر په پام کې ونیسو او د ستونزې حل بايد په یو اړخيز ډول نه، بلکې په ټوليز ډول يې بايد حل کړو.

څلور،  موږ باید  پر څو اړخيزم ټینګار وکړو. موږ باید د چاپیریال د ادارې په مسله کې د نړیوالو قوانینو پر اساس د عدالت په موخه اغیزمنې کړنې ترسره وکړو. مختلف هېوادونه دې یو پر بل بې ځايه نیوکې نه کوي، بلکې په ګډه دې کار او دایمي کوششونه وکړي، خپلو ژمنو ته دې د عمل جامه ور واغوندي او له بې باوره خبرو دې ډډه وکړي او ورځني بدلونونه دې نه کوي. رئیس شي جین پینګ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې چین د امريکا متحده ایالاتو هرکلی کوي، چې د اقلیمي ادارې په څواړخیز بهیر کې يې د بیا ګډون اعلان کړی دی. چین او امريکې په دې وروستیو کې له اقلیمي بحران سره د مقابلې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. چین به د متحده ایالاتو په ګډون له نړیوالې ټولنې سره يو ځای د چاپیریال نړیوالې ادارې لپاره کوششونه وکړي.

پېنځه، موږ باید د ګډ مګر متفاوت مسؤلیت پر اصولو ټینګار وکړو. پرمخ تلونکي هیوادونه د وبا، اقتصاد او اقلیمي بدلون له ډیرو ننګونو سره مخامخ دي. موږ باید په اقلیمي بدلون کې د دغو هېوادونو خدمت ته درناوی وکړو، د دوی ځانګړو ستونزو او اندیښنو ته پاملرنه وکړو او دوی ته مالي، تخنیکي او د ظرفیت رامینځته کولو ملاتړ چمتو کړو.

د چین دودیز کلتور له پخوا راهيسې د طبیعت او انسان د همغږۍ پلوي کوي، د طبیعت قانون تعقیبوي او غوښتنه کوي، چې د طبیعت قانون سره سم باید چارې مخته يوړل شي، څو انسان او طبیعت همغږی او سالم پرمختګ وکړي. چین د نړیوال چاپیریال په ادارې کې همیشه ګډون او ژوره پاملرنه ورته کوي. رئیس شي جین پینګ د ملګرو ملتونو د تېر کال د ژویو تنوع په سرمشریزه، د اقلیم د علاقې په سرمشریزه او د G20 مشرانو د ریاض په سرمشریزه او په یو لړ اړوندو غونډو کې د ګډون په ترڅ کې اعلان وکړ، چې چین به په پوره توان هڅه وکړي، چې له 2030 م کال نه مخکې کاربن اوج ته ورسوي او تر 2060 م کال پورې د کاربن نیوټرالیزشن(Neutralization) موخه پوره کړي. د چین د کاربن ایستلو اوج ـ تر نیوټرالیزشن پورې وخت د پرمختللو هیوادونو په پرتله ډېر کم دی، خو دغه هيواد پر ځان اعتماد او وړتیا لري، چې ياد هدف ترلاسه کړي.

چین او افغانستان عنعنوي دوستي لري. دواړه هیوادونه پرمختیایي هیوادونه دي او نږدې جغرافیایي موجودیت او نږدې پوهاوی لري. دواړه هېوادونه د چاپیریال له ستونزو سره مخامخ دي. بېجینګ پخوا په چین کې داسې ښار و، چې د کال په شپږو مياشتو کې به پکې شین اسمان نه لیدل کيده. بیجینګ له تېرو لسو کلونو راهيسې د هوا د ککړتیا د کنټرول لپاره یو لړ سیستماتیک تدبیرونه نیولي، مثلاً پاکه انرژي هڅوي، هغه فابريکې او شرکتونه يې بند کړي، چې چاپيريال ته يې سخته ککړتیا رسوله او د موټرونو پر کارونې يې هم محدوديت لګولی دی. په ۲۰۲۰ کال کې په بیجینګ کې د ښې هوا د ورځو شمیر ۲۷۶ ورځو ته رسيدلی و، چې د لس کاله پخوا په پرتله ۱۰۰ ورځې ډیرې وې او په دغه کال کې د هغو ورځو شمیر، چې د (PM2.5) کچه پکې ښه وه، ۳۳۰ ورځې وې. خلک اوس له شین اسمان څخه خوند اخیستلی شی.

افغان حکومت چاپیریال ته خورا پاملرنه او اهمیت ورکوي، بیلابیل اقدامات یې کړي او هڅې کوي، چې د ښاري ودانیو د تودوخې سیسټم بهتر او پرغیرقانوني کړنو جریمې سختې کړي او چارو يې ځینې قناعت بخښونکې پایلې هم ترلاسه کړې دي. چین د نړیوال ایکولوژیکي تمدن په جوړولو کې د برخه اخیستونکي، مرسته کونکي او لارښوونکي په توګه چمتو دی، چې د چاپیریال د ادارې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې کړي، د هوا کیفیت د ښه والي میتودونه ورسره شریک کړي او د هوا او اوبو کیفیت په نظارت کې ورسره د تجربو تبادله وکړي. موږ د چاپیریال په نړیواله اداره کې د ګډو ګټو مناسب او معقول سیستم پرمخ بيايو او د اقلیم له نړیوالو ننګونو سره ګډه مبارزه کوو، څو راتلونکو نسلونو ته یوه پاکه او ښکلې نړۍ پریږدو.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
دوشنبه, جولای 27, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In