د چين د تيان هه فضايي سټېشن مرکزي برخه د اپريل په ۲۹مه نېټه فضا ته په برياليتوب وتوغول شوه. داسې ښکاري، چې د دغه هيواد فضانوردۍ چارو ستر پرمختګ موندلی او د فضايي سټېشن د جوړولو مرحلې ته رسماً ننوتلی دی.
دا امکان هم ښکاري، چې د چين دغه سټېشن ۳ کاله وروسته په فضا کې د انسانانو د يوازيني سټېشن په توګه پاتې شي.
د ۲۰۲۱ کال د اپريل د ۲۹مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۲۳ دقيقو د چين د جنوبي های نان ولايت له ون چانګ توغوونکي مرکز څخه CZ-5B بار وړونکی راکټ فضا ته وتوغول شو او ټاکلي مدار ته په برياليتوب ورسيد. په دغه راکټ کې د تيان هه په نوم د چين د راتلونکي فضايي سټېشن مرکزي برخه وړل شوې، چې عمومي وزن يې ۲۲.۵ ټنه، اوږدوالی يې ۱۶.۶ متره او تر ټولو لوی قطر يې ۴.۲ متره ښودل شوی او د فضانوردانو د کار او ژوند لپاره کابو ۵۰ مکعب متره ځای لري. په دغه راتلونکي فضايي سټېشن کې له ۳ نه تر ۶ فضانوردان د اوږدې مودې لپاره کار او ژوند کولای شي. د تيان ون په نوم د مرکزي برخې تر څنګ د چين په راتلونکي فضايي سټېشن کې به د لابراتوار دوه نورې برخې هم ځای ولري، چې د ون تيان او منګ تيان په نومونو ياديږي.
د پلان له مخې، د ۲۰۲۲م کال په اوږدو کې به د يادو ۳ برخو په نښليدو سره يو بشپړ فضايي سټېشن جوړ شي، چې د انګليسي الفبې ټي (T) بڼې ته به ورته وي او د څه باندې ۱۰ کلونو لپاره به فعال وي.
اوس په فضا کې يوازې يو نړيوال سټېشن شته، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به فعال وي. د چين فضايي سټېشن ښايي تر يادې نېټې وروسته په فضا کې د انسانانو د يوازيني سټېشن په توګه پاتې شي.
چين د دغه سټېشن په جوړولو سره، فضا ته د انسان وړونکې پروژې درېیم ګام پورته کړی دی.
چين د ۱۹۹۲م کال په سپتمبر کې فضا ته د انسان وړونکې پروژې پرمختيايي ستراتيژي ټاکلې ده، چې له مخې يې، لومړی ګام د انسان وړونکې فضايي بيړۍ توغول و، دوهم يې له فضايي بيړۍ څخه بهر کې د فضانوردانو کار کول، د فضايي بيړيو نښلول او د فضايي لابراتوارونو توغول وو. درېيم ګام يې د فضايي سټېشن جوړول دي او په پام کې لري، چې په فضايي سټېشن کې د څو تنو فضانوردانو د کار او ژوند ستونزې د اوږد مهال لپاره هوارې کړي.
د چين د شن جو ۵مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ په ۲۰۰۳م کال کې د لومړي فضانورد يانګ لي وی په وړلو سره بهرنۍ فضا ته په برياليتوب وتوغول شوه او په دې سره دغه هيواد تر پخواني شوراوي اتحاد او امريکا وروسته درېيم هېواد وګرځېد، چې بهرنۍ فضا ته یې انسانان وليږل. د چين د شن جو ۶مې فضايي بيړۍ د ۲۰۰۵م کال په اکتوبر کې بهرنۍ فضا ته دوه فضانوردان يوړل او د ۲۰۰۸م کال په سپتمبر کې د شن جو ۷مې فضايي بيړۍ خپله دنده بشپړه کړه او وروسته چين له فضايي بيړۍ څخه بهر کې د فضانوردانو د دندې تر سره کولو کليدي تکنالوژي خپله کړه او د يادې ستراتيژۍ دوهم ګام يې پورته کړ.
د ۲۰۲۰ کال د مۍ په ۵مه نېټه د چين های نان ولايت له ون چانګ توغوونکي مرکز څخه د دغه هېواد CZ-5B بار وړونکی راکټ فضا ته وتوغول شو او د چين نوي ډول انسان وړونکې فضايي بيړۍ په بدرګه د بهرنۍ فضا ټاکلي مدار ته ورسيد. په دې سره، چين د انسان وړونکې فضايي پروژې ۳م ګام پورته کړ.
د معلوماتو له مخې، د چين د تيان جو دوهمه بار وړونکې فضايي بيړۍ به په روانه مياشت کې وتوغول شي او د شن جو ۱۲مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ به په راتلونکې مياشت يعنې جون کې يو ځل بيا د ۳ چيني فضانوردانو په وړلو سره بهرنۍ فضا ته سفر وکړي. دغه ۳ فضانوردان د چين د فضايي سټېشن د تيان هه مرکزي برخې د لومړۍ جوپې کارکوونکي دي.