که افغانستان په سیاسي او نظامي لحاظه له یو لوی ازمون سره لاس او ګريوان دی، نو په اقتصادي لحاظه او په ځانګړې توګه د بانکي خدماتو ازمون هم له دې برخو څخه مستثنی نه دی، بلکې کېدای شي چې په یوه مرحله کې تر دې نورو برخو خطرناک ثابت شي، په ځانګړي ډول د نظامي پرسونل معاشاتو، اعاشې مصارفو او جنګي خدماتو لپاره د مالي امکاناتو برابرول هغه څه دي، چې تر اوسه په دې اړه هېڅ ستراتېژي او وړاندوینه نه ده موجوده. افغانستان محدود بانکي نظام لري، همدارنګه د دغه هېواد جغرافیوي جوړښت د نغدو پیسو انتقال مشکل کړی چې په روان جنګي حالت او بهرنیانو په کمېدو او وتلو سره به نور هم پېچلی شي، خو نېکمرغي دا ده چې د افغانستان په بانکي نظام کې پرمختللي عصري وسایل موجود دي چې د مختلفو محصولاتو په عیارولو سره دا تشه ورکولی/کمولی شي. په دې حساس وخت کې د تادیاتو په مختلفو سیستمونو کې د محصولاتو فعالول، د بانک تادیاتي ستراتېژي چې دا محصولات او خدمات پکې تشرېح او د پلي کولو میکانیزم یې بیان شوي وي، حیاتي ګڼل کېږي. دلته د افغانستان په موجوده تادیاتي نظام کې مختلفو سیستمونو ته یو کتنه کوو:
ما بیا بیا ویلي، چې د افغانستان بانک یوازې د افغانیو د چاپ او نشر مسوولیت نه لري، خو له بده مرغه زموږ ډېر مطرح چارواکي او سیاسیون په دې اند دي، چې د افغانستان بانک د مدیریت لپاره یوازې اقتصادي پوهه کافي ده، خو دا مطلق ناسم او د مالينظام له اوسني جوړښت سره هېڅ سر نه لګوي.
د افغانستان بانک د قانون د ۸۷یمې مادې په اساس، د افغانستان د تادیاتو د سیستم د پراختیا، ساتنې او تاسیس مسوولیت لري او همدارنګه افغانستان کې د دې سیستم د خدماتو وړاندې کوونکو د ثبت، تنظیم او نظارت مسوول هم دی.
د بُن له کنفرانس وروسته په اقتصادي ډګر کې تر هرڅه مهم د پیسو انتقالات وو، نړۍ چې افغانستان ته مخه کړې وه، سیاسي او نظامي حضور یې په افغانستان کې پیدا کړی و، د خپلو ډیپلوماتانو او عسکرو د مصارفو لپاره يې پیسو ته ضرورت درلود، خو دلته په افغانستان کې بانکي نظام تر دې حده کمزوری و، چې له بهره د پیسو انتقالاتو امکان نه درلود. د دې ترڅنګ د افغانستان مالي نظام چې د طالبانو په وخت کې تور لېست ته تللی و، لا هم په تور لېست کې و او بهرنیو بانکونو افغانستان ته پیسې نه انتقالولې. د لنډمهاله ادارې په جوړېدو سره چې د افغانستان ټوله بودیجه هم د بهرنیو هېوادونو له خوا تموېلېده، ضرورت درلود ترڅو پیسې بودیجې ته انتقال شي او د دولت چارې پر مخ لاړې شي. په همدې اساس د افغانستان بانک د پیسو د انتقالاتو لپاره کار پیل کړ، چې لاندې برخې یې درلودې:
- نړیوال تادیاتي سیستم
- داخلي تادیاتي سیستم
لومړی– په نړیوال تادیاتي سیستم کې د غټو پیسو د انتقال لپاره کار وشو، دلته دوې برخې مهمې دي:
۱- له هېواده بهر د پیسو د انتقال سیستم چې د سویفټ((SWIFT (Society for Worldwide interbank Financial Telecommunication) په نوم یادېږي.
۲- له بهرنیو بانکونو سره د حسابونو پرانیستل او د بهرنيو هېوادونو له تور لېست څخه د پخوانيو حسابونو خلاصول/ایستل
سویفټ SWIFT له هېواده بهر د پیسو د لېږد شبکه
له سویفټ شبکې سره بحث او تړون د بهرنیو همکارانو او مشاورینو په مرسته ترسره شو او افغانستان د دې شبکې غړیتوب ترلاسه کړ. په همدې سلسله د بانک ځینو مامورینو ته ټرېنېنګ ورکړل شو، ترڅو دا کار بیا پر مخ بوځي او د پیسو د انتقالاتو پروسه عملاً پیل شوه. جالبه یې دا وه چې افغانستان هېڅ ډول بانکي مقرراتي او نظارتي نظام نه درلود، خو بهرنیو بانکونو د افغانستان بانک ته حسابونه افتتاح کړل او له کوم قید او خاصو شرایطو پرته یې پیسې انتقالولې، خو اوس د افغانستان د بانکي نظام مقرراتي چوکاټ دومره معیاري دی چې په سیمه کې یې ساری کم لیدل کېږي، خو بهرني بانکونه هره ورځ د افغانستان له بانکي نظام سره علاقه پرې کوي. طبعاً چې دلیل یې د نړیوالو او پر سر کې د امریکا علاقه او اړیکې دي، چې اوس ډېرې کمې رنګې شوې.
داخلي تادیات
د داخلي انتقالاتو لپاره یو محدود سیستم چې د مالي متخصصینو او د IT برخې تخنیکي مامورینو په مرسته جوړ شو، رامنځته شو. دغه سیستم دری برخې درلودې:
۱- ای سي اېس اېس((ACSS (Afghanistan Clearing & Settlement System)
۲- د افغانستان د وجوهو د انتقالاتو سیستم یا((AFTS (Afghanistan Funds Transfer System)
۳- د انفرادي معاشاتو سیستم یا ((ISP (Individual Salary Program)
ای سي اېس اېس سیستم
دغه سیستم په ۲۰۰۴ز کال کې د تجارتي بانکونو ترمنځ د معاملاتو د ترسره کولو لپاره جوړ شو؛ لکه څنګه چې مو پورته وویل دا سیستم د افغانستان بانک لخوا په مخ وړل کېږي. په دغه سیستم کې غټ او واړه ټول مالي معاملات ترسره کېږي، تجارتي بانکونه د دغه سیستم ونډه لرونکي دي، البته په ۱۳۹۲کال کې مو د مالیې وزارت له عوایدو او ګمرکونو سره تفاهنامه لاسلیک کړه، چې د عوایدو راټولولو لپاره له دغه سیستم څخه هم ګټه واخلي. اوسمهال مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو برخې د هېواد په ۱۵ ګمرکونو کې له دې سیستم څخه استفاده کوي(ښايي دا شمېر به اوس نور هم زیات شوی وي). په دغه سیستم کې یورو، ډالر او په افغانیو پیسو معاملات ترسره کېږي. البته د افغانستان بانک د ټولو هغو اداراتو څخه چې دا سیستم استعمالوي، کمېشن یا اجوره اخلي. په دغه سیستم سره مو د افغانستان د پیسو د انتقالاتو سیستم چټک، ګټور، خوندي او له خطرونو خلاص کړ، چې اساسي موخې یې:
– په برقي شکل د عوایدو راټولول او د نغدو پیسو کمښت، ترڅو تر ډېره د فساد مخنیوی وشي
– د حساب ورکونې او شفافیت فرهنګ عامول
– د زیات وخت او بیروبار مخنیوی
– د هېواد په کچه د بانکي نظام فعالیت پراخول
دا اهداف مو لاسته راوړل او د افغانستان بانکي نظام مو د پرمختګ او عصري کېدو پر لور روان کړ.
د افغانستان د وجوهو د انتقالاتو سیستم یا (AFTS) Afghanistan Funds Transfer System
لکه څنګه چې مو پورته یادونه وکړه، چې د افغانستان بانک کوم نړیوال معیاري سیستم نه درلود، خو د طالبانو له سقوط وروسته بېړه او اړتیا زیاته وه. په همدې اساس د احتیاجاتو د رفع کولو لپاره په بېړه کارونه ترسره کېدل او وروسته بیا په اساسي کارونو کار کېده. په همدې اساس د افغانستان بانک د نمایندهګیو تر منځ د معاملاتو ترسره کېدو او تصفیې لپاره چې پخوا د ټېلګرام یو زوړ سیستم استعمالېده او په دغه وخت کې ډاډمن سیستم نه و، پر ځای يې نوی سیستم چې د اې اېف ټي اېس یا AFTS په نوم یادېده، جوړ شو. البته دا هم په ټولو معیارونو جوړ سیستم نه و، چې وروسته مو بیا په بل سیستم بدل کړ، چې یادونه یې وروسته راځي.
د انفرادي معاشاتو سیستم یا ((ISP (Individual Salary Program)
په دولتي ادارو کې معاشات تل یوه ننګونه وه او تر اوسه هم دا ستونزه نه ده حل شوې. پخوا به (چې له بده مرغه په یو شمېر دولتي ادارو کې اوس هم شته) دولتي ادارو کارمندانو ته معاشونه یوه شخص ته چې تحویلدار/خزانهدار په نوم یادېده، سپاره او بیا به هغه په فزیکي شکل دغه معاشونه تادیه کول. په دغه سیستم کې د فساد ترڅنګ لوی خطر هم موجوده و، چې هرې دولتي ادارې شکایت کاوه. د افغانستان بانک په پیل کې په ابتدايي ډول د انفرادي معاشونو پروګرام پیل کړ چې هرچاته دولت مستقیم معاشونه ورکړي. دا پروګرام د اي اېس پي په نوم یادېده چې بیا وروسته بانکونو ته پراخ او هر مامور ته مستقیم حساب پرانيستل شو.
ویسټرن یونین Western Union
ویسټرن یونین د پیسو د انتقال یوه نړیواله شبکه ده، چې د لږ پیسو لپاره استعمالېږي. دا چې افغانستان د محدود بانکي نظام په اساس د پیسو د انتقالاتو لپاره محدود امکانات درلودل او بل طرف ته ډېر افغانان چې له هېواده بهر اوسېدل، خپلو کورنیو او دوستانو ته د پیسو د انتقال لپاره صرافان (حواله) او یا هم د ګاونډیو هېوادونو مالي نظام یې استعمالوه، نو په دې اساس په افغانستان کې د ویسټرن یونین خدمات وړاندې کول اړین وو، ترڅو مو یو طرف ته هېوادوالو ته آسانتیاوې برابرې او بل طرف د افغانستان په اسعاري زېرمو کې مو د زیاتوالي او د افغانیو د ثبات لپاره مو وسیله پیداکړې اوسي. د افغانستان ټول بانکونه په دې وتوانېدل چې دا غړیتوب ترلاسه او له دې لارې د انتقالاتو خدمات عرضه کړي. اوس د افغانستان په هر ولایت کې د ویسټرن یونین شبکې خدمات شته او خلک پرې پیسې انتقالولی شي. په لومړي ځل دا خدمات په ۲۰۰۴ز کال کې پیل شول.
د افغانستان د تادیاتو سیستم یا APS
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې بانکداري وه، خو په هغه کچه پرمختللې نه وه؛ لکه، په نوره نړۍ کې چې له مختلفو محصولاتو برخمنه ده. په بانکي نظام کې تر ټولو مهمه برخه د تادیاتو نظام دی. دا که د صادراتو او وارداتو د تصفیې لپاره وي او که د هېواد د ننه د پیسو تادیات اوسي. له بده مرغه په افغانستان کې نظام ټول نغدي و، ټولې معاملې په نغدو اجرا کېدې، بانکي خدمات په تادیاتو کې معمول نه وو، ان په دولتي ادارو کې به چې داوطلبي کېده، د بانک ګرنټي معمول څه، چې ان نه منل کېده، بلکې نغدي تضمین به يې اخیست. په دې برخه کې د فساد او شفافیت نشتوالي ترڅنګ خطرونه هم ډېر زیات وو، ان د ژوند خطر. ډېرو خلکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. سره له دې چې د نوې بانکدارۍ له پیل سره د انتقالاتو لپاره سویفټ شبکه بانکونو راوړه، ویسټرن یونین هم فعال شوی و او ان د تنخواګانو د تاديې لپاره به بانکي حسابونه پرانیستل کېدل، همدارنګه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې یوه پروژه چې Individual Salary Program (ISP) یا د انفرادي تنخوا پروګرام په نوم یادېده، هم پیل شوه چې پورته مو یې یادونه وکړه او په پیل کې د داخلي انتقالاتو لپاره چې دAfghanistan Clearing & Settlements System (ACSS) په نوم یادېده جوړ شوی و، خو د بین البانکي تادیاتو او تصفیوي سیستم چې اتومات صرافي ماشینونه، واړه د خریدارۍ یا POS ماشینونو سره وصل او بیا یې د افغانستان بانک له لارې تصفیه او تسویه کړي او یا نړیوال کرېډت کارتونه په دغه سیستم کې کار وکړي، موږ نه درلود. له نړیوال بانک سره مې په دې اړه هغه وخت بحث وکړ، چې زه د افغان ملي بانک رييس وم. هغوی راسره د تمویل او تخنیکي مرستې ژمنه وکړه، البته په دې شرط چې د افغانستان بانک اعتراض ونه لري. په ۲۰۱۰ز کال کې مې د افغانستان بانک منظوري واخیسته او دا سیستم مو لومړی په افغان ملي بانک کې عملاً پیل کړ چې وروسته یې نورو تجارتي بانکونو هم غړیتوب واخیست او نن د افغانستان د تادیاتو د سیستم یا Afghanistan Payment System (APS) په نوم یادېږي چې پورته ټول تادیاتي خدمات عرضه کوي.
موبايل مني ( د ټلیفون له لارې بانکداري)
موبایل مني یا د ټلیفون له لارې بانکداري سره له دې چې په ډېرو پرمختللو او هېوادونو کې نشته، ان په ډېرو محدود هېوادونو کې په درېیمه نړۍ کې لیدل کېږي چې هند او کینیا یې بهترینې بېلګی ښودلې شو. دا خدمات په هغو هېوادونو کې چې مالي خدماتو ته لاسرسی سخت وي، نو دا یوه ګټوره لاره ده. موږ په افغانستان کې څو مخابراتي شرکتونو ته د دې خدماتو جواز ورکړی و، چې اوس دا لاندې خدمات عرضه کوي:
– په بانک کې داخلي انتقالات (له یوه حساب څخه بل حساب ته)
– کرېډېټ کارت اخیستل
– د برق بل تادیه کول
– له بانک څخه بانکي صورت حساب او چک بک غوښتل
– د معاشاتو تادیه او د وړو پورونو د قشطونو تادیات
– د پیسو انتقالات او داسې نور.
(ATS) سیستم (Automated Transfer System)
د افغانستان بانک لپاره ابتدايي محاسبوي او راپور ورکونې سیستم چې ویرمتي په نوم یادېده، د امریکا د پراختیایې ادارې یا USAID په مالي مرسته اخیستل شول و. زه چې کله د افغانستان بانک ته د مرستیال په توګه لاړم، نو تجربه مې په دې برخه کې کافی زیاته شوې وه او دا راته معلومه شوې وه چې یاد سیستم د افغانستان بانک یعنې د مرکزي بانکونو لپاره نه، بلکې د تجارتي بانکونو لپاره ډیزاین شوی سیستم دی، په همدې دلیل موږ د افغان ملي بانک لپاره هم واخیست. بل دلیل دا و، چې دا سیستم د ابتدايي کارونو لپاره و. اوس نو زه په دې پوهېدم چې موږ د افغانستان بانک لپاره داسې سیستم ته ضرورت لرو چې نه یوازې محاسبوي سیستم او راپورونه جوړ کړي، بلکې موږ داسې سیستم ته ضرورت لرو چې د حسابونو تصفیه په یوه وخت کې وکړي، بینالبانکي حسابونه تصفیه کړي، نظارتي برخه کې مرسته وکړي، زموږ په ملي ذخیرې کې د مدیریت لپاره ګټور وي، د چکونو معیاري تصفیوي سیستم ولري او ټول ضرورتونه د یوه معاصر مرکزي بانک پکې ځای په ځای شوي وي. په همدی دلیل مو له نړیوال بانک سره په همدې برخې بحث وکړو او هغوی راسره د دې په تمویل کې ژمنه وکړه چې بیا مو دا برخه عملاً پیل کړه. دا سیستم دوه انتقالي سیستمونه لري:
- په یو وخت کې د تصفیې سیستم چې د RTGS په نوم یادېږي
- د چکونو د تصفیې سیستم چې د ACH په نوم یادېږي
لومړی– د بینالبانکي معاملاتو تصفیه، د اسعارو اخیستل او خرڅول، د بهادار پاڼو تصفیه، د ای سي اېچ یا چکي معاملات تصفیه او همدارنګه هغه معاملات چې د افغانستان د تادیاتو په سیستم یا APS کې ترسره کېږي، تصفیه کوي.
دویم– د وړو بانکي معاملاتو اجرا کول، مستقیم ډبټ او د الکترونکي چکونو تصفیې ترڅنګ جمعي معاملات؛ لکه معاشات.
البته دا اوږده پروژه وه او تطبیق یې ډېر وخت ته ضرورت درلود. زه فکر نه کوم چې دا برخه تر اوسه هم مکمله فعال وي، البته زیاتې برخې یې فعالې دي.
((CSD (Central Security Depository)
دا سیستم مو د دولتي بهادار پاڼو د تصفیې لپاره کار ورکوي چې ټول بهادار معاملات ثبتوي. اخیستل او خرڅول او تصفیه د دې پاڼو له لارې ترسره کېږي. په CSD کې د ټکټانې سنجش او د وخت یا مودې پوره کېدل هم ثبتیږي. لنډه دا چې هر هغه څه چې د اسناد بهادار پورې تړلي وي، په دغه سیستم کې اجرا کېږي.