د جون پنځمه نېټه به د چاپيريال له نړيوالې ورځې سره برابره وي، چې په ۱۹۷۲م کال کې د ملګرو ملتونو د ۲۷مې عمومي اسامبلې لخوا ټاکل شوې ده. له همغه کال راهيسې، بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د دې ورځې د لمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي او کوي يې، څو په ټوله نړۍ کې چاپيريال ته د بشر د کړنو له امله زيانونه کم شي او چاپيريال ښه وساتل شي. سږ کال به بېلا بېلې خواوې د دغې ورځې په مناسبت د ايکولوژيک سيستم د بيا اعاده کېدو تر عنوان لاندې د بشر او طبيعت ترمنځ همغږي پياوړې کړي.
د خاورو صحرايي کېدل له تېرو څو کلونو راهيسې د بشريت پر مخ د ايکولوژۍ او چاپيريال له ډېرو سختو مسئلو څخه يوه شمېرل کېږي. د ملګرو ملتونو د سندونو له مخې، اوس په ټوله نړۍ کې يو په پنځمه خلک او يو په درېيمه خاوره د صحرايي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي او له دې امله هر کال اقتصاد ته د څه باندې ۴۰ ميليارډو امريکايې ډالرو زيانونه رسېږي. په عين وخت کې، د صحرايي سيمو د پراخوالي کلنی سرعت له ۵۰ زرو مربع کيلومترو څخه تر ۷۰ زرو مربع کيلومترو پورې دی.
افغانستان په وچې کې راګيرهېواد دی، هوا يې وچه ده او لږ بارانونه پکې ورېږي. د خبر له مخې، له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې، په دغه هېواد کې د وچکالۍ له امله زراعتي بحران رامنځته شوی و، په تېره بيا د دغه هېواد په لوېديځو او شمالي برخو کې د غلو دانو د کمښت له امله بې شمېره خلک کډوالۍ ته اړ شوي وو. اوس د افغانستان په شمول زياتو هېوادونو کې صحرايي کېدل نه يوازې يوه ايکولوژيکه مسئله ده، بلکې د ټولنې د بې وزلۍ او ګډوډۍ سبب هم ګرځېدلی دی. د ابتدائي شمېرنې له مخې، له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۵۰م کال پورې به د افغانستان په زياترو منطقو کې د وچکالۍ اندازه زياته او د صحرايي کېدو ستونزه به يې تېزه شي.
موږ بايد له کومې لارې د صحرايي کېدو ستونزه ليرې کړو؟ څنګه کولای شو، چې صحرا بيا زرغونه کړو؟ د امريکا د فضايي څيړنو اداره (NASA) د مصنوعي سپوږمکۍ د پلټنې له مخې، له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې په ټوله نړۍ کې د خاورو د زرغونېدو د عمومي مساحت يو په څلورمه برخه په چين کې وه، چې دغې اندازې په ټولې نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.
ما تېره مياشت د چين د داخلي مغوليستان کورواکې سيمې د وردوس ښار هانګ جين ولسوالۍ د کوبوچي صحرايي سيمې د ايکولوژيکې اداري سيمې ته سفر کړی و. د دغې صحرا مساحت په نړۍ کې نهم مقام نيسي. په پخوا وختونو کې، دغه سيمه د مړينې سمندر په نوم يادېده او د سخت چاپيريال له امله هلته زراعتي او صنعتي چارې وروسته پاتې وې او ټولنه او کولتور يې هم خراب کړي وو. د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسې، ځايي اوسيدونکو د حکومت تر لارښوونې او مرستې لاندې د ۶۰۰۰ کيلومترو مربع په پراخوالي صحرا اداره کړې او د ۳۲۰۰ کيلومترو مربع په پراخوالي صحرا يې زرغونه کړې ده. هغوی د اوبو د فشار له لارې د نيالګيو د کينولو د ځانګړې طريقې په شمول ۳۴۳ ډوله علمي او تخنيکي نوښتونه تر سره کړي او په دې رڼا کې د صحرا د زرغونېدو د لګښت د کمښت تر څنګ د نيالګيو د زرغونيدو انډول له دېرش سلنې څخه نوي سلنې ته لوړ شوی دی. بر سېره پردې، ځايي اوسيدونکي د بادي، لمريزو او ګرمو انرژيو په شمول له صحرايي انرژيو څخه د استفادې ترڅنګ زراعتي چارې، د کورنيو ژويو روزنيزې چارې، سيلانۍ او د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې هم پياوړې کوي. د شمېرنې له مخې، د ځايي اوسيدونکو کلني منځني عايدات په ۱۹۷۹م کال کې له ۱۷۵ يوانو څخه په ۲۰۱۸م کال کې تر ۱۸ زرو يوانو پورې زيات شوي وو، چې له دې جملې څخه يې لس زره يوانه ګټه د صحرا د ادارې له لارې تر لاسه کړې ده. ويل کېږي، چې ځايي خلکو په کوبوچي سيمه کې د صحرا د ادارې او زرغونېدو په بهير کې د ايکولوژۍ، اقتصاد او ټولنې په ساحو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او په دې رڼا کې دوی له صحرايي زيرمو او انرژيو څخه ښه استفاده کوي، له صحرا سره ښه همغږي ساتي او بشريت او طبيعت يو له بل سره ښه سلوک کوي.
په وردوس ښار کې په ۲۰۰۷م کال کې، د کوبوچي لومړی نړيوال صحرايي فورم تر سره شو. دغه فورم په ټوله نړۍ کې د صحرايي کېدو د مخنيوي او د شين اقتصاد د پياوړتيا په هکله يوازينې لوی نړيوال فورم و، چې تر اوسه يې اووه دورې په بريالۍ توګه تر سره شوې دي. د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر مياشت کې، د ملګرو ملتونو د صحرايي کېدو د مخنيوۍ تړون د لاسليکوونکو هېوادونو په ۱۱مه غونډه کې دغه فورم د صحرايي کېدو د مخنيوي په اړه د يوې مهمې نړيوالې صحنې په توګه وټاکل شو. دغه راز، د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې ادارې په ۲۰۱۴م کال کې د کوبوچې سيمه د ايکولوژيک اقتصاد د نمونوۍ سيمې په توګه وټاکله. له دې څخه څرګندېږي، چې د صحرايي کېدو د مخنيوي او د صحرا د زرغونېدو په برخه کې د چين تجربې او نوښتونه د ټولې نړۍ لخوا منل شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې دي.
د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کېدو له امله به د چين ښې تجربې او نوښتونه د افغانستان په شمول د ورېښمو لارې په اوږدو پرتو هېوادونو کې خپرې شي او ښه رول به ولوبوي، چې دا به په ټوله نړۍ کې د چاپيريال ساتنې او د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګټورې وي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو مياشتې مخکې د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيواله سرمشريزه غونډه کې د بشريت او طبيعت د همغږۍ د پياوړتيا، پر شين پرمختګ د ټينګښت د سيستمي ادارې د ژورتيا، د خلکو د ګټو د ساتنې، پر څواړخيزم د ټينګښت او د مختلفو او ګډو دندو پر اصولو د ټينګښت په شمول شپږ فقيره ييز وړانديز وکړ. نوموړي په پوره او هراړخيزه توګه د بشريت او طبيعت د ټولنې مفکوره بيان کړه. دا د کرې د چاپيريال د ساتلو لپاره د چين لايحه ده او له دې څخه د يو لوی هېواد په توګه د چين مسؤلانه رويه څرګندېږي.
بشر يوازې يوه کره لري، نو بېلا بېل هېوادونه بايد د صحرايي کېدو او اقليمي بدلون د مخنيوي او د چاپيريال د ساتلو لپاره لا ښې همکارۍ وکړي او په جدي توګه دې تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د پر له پسې پرمختګ جريان پلی کړي. دا زموږ پر غاړه ګډه دنده او يوازينې سمه لار ده.