ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې له څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست وم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د پولیګون له سړي خورو کندو څخه لږ وړاندې، د ښي لاس دیوال ته مې پام شو. په چڼیدلي خط باندې یوه کرښه لیکل شوي وه: « قشنګ، ارزان، با دوام ». د برغنډ برغنډ سړک بلې غاړې ته یوه غنچه ترهیدلي کابلیان له پلاستیکي ګلانو سره ولاړ وو؛ د هرکلي لاسونه یې ښورول. د مجاهدینو د تکبیر نارو، د مکرویانو په تغمې تغمې بلډنګونو کې انګازې کولې. ناهید به شاید په څلورم چت کې خوشحاله ناسته وه چې د ننګیالیو د قافلې ننداره وکړي.
پورته مې د اسمان شفق ته وکتل چې لا ژېړ و، خو خبر نه و چې ډېر ژر به تک سور شي. د چا په خوب او خیال کې هم نه راتلل چې د ملیشو سالار به د یو ښاغلي لپاره، خالد بن ولید او د بل منلي لپاره، فرزند عزیز شي. هیڅ چا تمه نه لرله چې د ولسمشر او صدراعظم د ټیمونو تر منځ خونړی میچ به د تاریخ یوه رسوا کیسه شي. ملا او امي، ټول په دې باور وو چې د خلق او پرچم نظامونه د دین او دیندارو خلاف، د دښمنۍ په مورچل کې ناست دي. خو هیڅ چا دا عقیده نه درلوده چې ګوندې د برښنا ستنې، دفترونه او پلچکونه دې هم کافر وي.
ورځې لاتیرې نه وې چې د هیواد الوتکې، ټانګونه او توغندي اره اره، د کباړ په لاریو کې مخ په ښکته بار شول. څو د ګاونډیانو د ذوب په فابریکو کې له هغو څخه کټارې، پنجرې او ځنځیرونه جوړ شي. که د هلاکو لښکرو د بغداد کتابخانې او جبه خانې د فرات او دجلې په سیند کې لاهو کړې، نو هم یې علت څرګند دی او هم یې معلول. خو کابل جان د هغه چا د هوس نذرانه شو چې ځانونه یې د نجات فرښتې بللې. د ګوتو په شمار کلونه وروسته دوی لاړل، نور راغلل. په ارګ کې د کوچونو په ځای توشکونه هوار شول، دفتر داري په انډیوالۍ واوښته او هرڅه په نوي خم کې رنګ شول. له هوا څخه د کابل د ښار ځینې برخې د ګنجي سر په څیر او څه یې د هیروشیما د فوټو شاپ غوندې ښکاریدلې. مګر که څوک شل کاله وروسته همدا نن شپه د الوتکې له کړکۍ لاندې وګوري، نو اریان دریان به شی چې آیا دا هماغه کابل دی، که دوبۍ ده یا استانبول؟
په کابل، فاریاب او بامیان کې وروستیو سیاسي غونډو، د برخه والو شعارونو، ترانو او د ټوپک په ژبې د خبرو سلیقې وښوده چې د نظام ظاهري پلویان، د هغه له وسله والو مخالفینو سره چندان توپیر نه لري. که ملیشې اوس هم د جنګي حرص، ډار او سیاسي بغاوت ذهنیت لري؛ یا پردي پالي ملي ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي، نو هرڅوک پوهیږي چې د غل په ږیره خس دی. عمومي انګیرنه دا وه چې زموږ نوی کهول به د ټوپک پر ځای د قلم او د کرکې پر ځای د مینې او پخلاینې کلتور را ژوندی او پیاوړی کړي؛ مګر داسې برېښي چې دوی د اساسي قانون او ملي ارزښتونو هغو مادو او بندونو ته ژمن دي، کوم چې د هغوی له اشتها سره برابر وي او وجاهت یې خوندي ساتي.
هیواد ته له لوېدیځ څخه د ګریس بندو کارپوهانو او مشاورینو دربس جهازونه راغلل. ځینو وطنوالو ګڼله چې دوی خو د قانون او اصولو په چاپیریال کې روزل شوي او لوبیدلي خلک دي، حتما به دا وطن، باغ حرم او د سیالانو سیال شي. خو دغه هیلې ورو ورو د شګو سراب، پیکه او سرچپه شوې. ستونزه دا نه ده چې دوی دوه ګونی تابعیت لري، یا هر یو یې د ځايي مامور لس چنده او شل چنده معاش اخلي. خبره په دې کې ده چې دوی نه د خپل ولس غوښتنې سمې درک کړې، نه یې له ژورو مذهبي ریښو او حساسیتونو سره ځانونه اشنا کړل. ښایي زموږ د ولس په سپیره تندي کې به د بخت لیکې، له پیله همداسې کږې وږې رسم شوې وي.
د ملت مفهوم ازلي دی که مصنوعي، وچ قومي شعار دی که د پرګنو د عروج او زوال داستان؟ دا بحث ځانګړې مقالې ته پرېږدو، خو د ګردې نړۍ اسلامپالي، ملت پالي، لوېدیځ پالي، غربیان، شرقیان، کمونستان، عرب، عجم، فارس، ترک او تتار ټول یوه خوله دي، چې «د یوې ځانګړې جغرافیا دننه، ګډ نژاد، ګډ کلتور، ګډ مذهب او ګډ تاریخ د یو ملت د هویت بنسټونه دي. د دوی ملي بیرغ، ملي سرود، ملي پولي واحد، سرحدونه او وسلهوال پوځ، د هغوی ملي ارزښتونه بلل کیږي». ملي ارزښتونه هغه اخلاقي اصول دي چې د یوې ټولنې وګړي په یو دسترخوان او یو نغري راټولوي. بیدار ولسونه خپل ملي ارزښتونه له مادي ګټو څخه ډېر لوړ، یو عاطفي تړاو او د خپل ویاړ سرچینه ګڼي. په غړېدلو سترګو مو ولیدل چې د مادي توپان سختو څپېړو زموږ د ولس دواړه مخونه وسېځل، خو لا ژوندی دی او د غورځو پرځو وړتیا لري. ولې د معنوي ناورین بیه ډېره درنه او جبیره یې ناشونې ده.
که ملي ارزښتونه مو کباړ شوي نه وای، په یوه ورځ به د ارګ دننه دوو جنابانو د ولسمشرۍ لوړې نه پورته کولې. نن به د ولسي جرګې په تالار کې د هزارستان او فدرالېزم نارې نه اورېدل کیدې. د خپل هیواد ستر ویاړونه به مو د ایران د تمدني حوزې برخه نه ګڼله. ځوانان به مو د اخوندانو په لاس ژوندي په اور کې نه سوځېدل. د سولې په خیرات پسې به د کعبې پر ځای، د لینن کبیر مزار ته څوک نه تلل او بلاخره د ملي بیرغ او ملي سرود تقدس به مو په دومره کچه کاڼي نه تلل کیده، لکه څومره چې د جهاد او مقاومت یارانو په خپل دوکان کې وپلورلو.
کومې ټولنې او ولسونه چې خپل ملي ارزښتونه کباړ کړي، بیا دې منتظر اوسي چې د مچیو پر ځای به یې مچان چیچي او د پردیو کوڅه ډب سپي به د دوی زمریان داړي.