په افغانستان کې د سولې لپاره لاهم امیدونه شته، خو د پخلاینې او سیاسي حللارې لپاره هیلې کمې ښکاري.
اندېښنې مخ په ډېرېدو دي چې افغانستان د داسې یو ناورین په لور روان دی، چې (خدای ناخواسته) موږ به تېر ټول ناورینونه هیر کړو او په نتیجه کې پاکستان سره هم داسې اشتباه کېدونکې ده چې د چا ورته بیخي پام هم نه دی.
د پاکستان لومړی وزیر او د هغه کابینه په پورته خبرو ښه پوهیږي، دا هیڅ په دوی پورې تړلې هم نه ده او هیڅ رول هم پکې نه لري؛ خو دوی ملت په بې ځایه سیاسي خبرو مصروف ساتلی دی.
د افغانستان په اړه د پاکستان د تېرې احمقانه پاليسۍ پلويان د خوشالۍ جشنونه کوي، چې افغانستان خپلواک کیږي او هلته د پاکستان تر نفوذ لاندې طالبانو حاکميت را روان دی، چې د پاکستان ګټې به خوندي کوي، خو د ستراتیژیک ژوروالي او مذهب په نوم د پاکستان په لومه کې غورځوونکو له عقل خلاصو ته دا معلومه نه ده، چې افغانستان به په بد ډول غرق او پاکستان به په لومه (دام) کې ګیر شي.
په داسې حال کې چې په قطر کې خبرې روانې دي، جو بایډن په ښکاره ډول سیمه ییز قدرتونه روسیه، چین، ایران، هند او ترکیه د افغانستان د سولې په پروسه کې شامل کړي دي او د امریکايي سرتېرو وتل په بشپړ ډول روان دي او داسې برېښي چې د سیاسي حل په لټه کې وي؛ مګر حقیقت دا دی چې افغان حکومت او طالبان له یو بل سره د پخلاینې لپاره همفکره او همنظره نه دي.
په پاکستاني رسنیو کې د دې خبرونو او موضوعاتو لپاره هیڅ ځای نشته؛ مګر وضعیت دا دی چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو ناوړه جګړه روانه ده. امریکایان یوازې ننداره چيان دي. امریکا په طالبانو یو ډز هم ونه کړ او طالبانو هم د امریکایانو پر وړاندې ورته عمل تر سره کړ. په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له شمال څخه تر جنوب پورې جګړه ګرمه کړې او په لسګونه افغانان هره ورځ پکې وژل کیږي، د پخلاینې هیڅ امکان نشته او ټولي ډلې وسلې (زېرمه) ذخیره کوي.
د اوسني وضعیت له مخې افغانانو دوبۍ، پاکستان او نورو هیوادونو ته د کډوالۍ په پار هڅې پیل کړې دي. طالبان شپه او ورځ په نظامي روزنه بوخت دي او یو لک منظم او معاش لرونکې اردو جوړوي. تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې امریکا پخپله د سولې په راوستلو کې جدي نه ښکاري، که څه هم د زلمي خلیلزاد هلې ځلې او سفرونه دوام لري.
په ښکاره ډول، امریکا د وتلو لپاره اندېښمنه ده او د سیاسي پروسې د بریا لپاره لیواله ده، مګر د هغې عملي ګامونو او پالیسیو ته که ژوره کتنه وشي، هغه ناوړه واقعیت په ګوته کوي، چې امریکا خپله په قصدي ډول په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لپاره لاره هواروي.
امریکا د اشرف غني په مشرۍ حکومت یو اړخ ته پرېښود او له طالبانو سره یې خبرې پیل کړې، چې د افغان حکومت او اپوزیسیون حیثیت یې له اسمان څخه ځمکې ته ښکته (له خاورو سره یې خاورې) کړ. د دوی د غوښتنې خلاف، امریکا په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په هغې کې یې طالبانو ته ډېر امتیاز ورکړی، چې خپله امریکا پکې هېڅ هم تر لاسه نه کړل. امریکا په دغه تړون کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره منلې، خو له طالبانو یې د اوربند هیڅ ضمانت نه دی غوښتی.
د هوکړې له مخې، امریکا د اشرف غني له حکومت څخه په زوره پنځه زره طالب بندیان خوشې کړل، خو په ځواب کې یې طالبانو ته وویل چې له افغان حکومت سره دې خبرې پیل کړي. خو دا خبره پکې بيخي واضحه شوې نه ده، چې که چیرې دې خبرو کومه پایله ورنه کړه، نو څه به وشي؟ په دې کار سره له یوې خوا د افغانستان حکومت بې اهمیته شو او بل لور ته د طالبانو مورال له ځمکې اسمان ته پورته شو.
طالبانو ته خپل ځان د یو بریالي ځواک په توګه مطرح شوی، ځکه چې د امریکا او ناټو په څېر زبر ځواک متحدینو ته یې ماتې ورکړې. نو ځکه دوی افغان حکومت د امریکایانو ګوډاګی ګڼي او هیڅ په قصه کې يې نه دي او پاکستان ته هم د کوم ځانګړي اهمیت ورکولو لپاره چمتو نه دي.
د قطر له پرېکړې وروسته، نړۍ طالبانو ته د راتلونکو واکمنانو په سترګه ګوري. د نړۍ هر هیواد له دوی سره د ښو اړیکو لپاره ګامونه واخیستل. که څه هم طالبان له خبرو اترو انکاري نه دي، مګر له افغان حکومت سره په بین الافغاني مذاکراتو کې هم جدي نه دي، دوی پوهیږي چې ډېر ژر یا وروسته به د کابل واګې په لاس کې واخلي.
دوی پوهیږي کله چې د جګړې له لارې خپل اسلامي امارت بيرته فعالولی شي، نو بیا د مذاکراتو او اساسي قانون په اړه ولې فکرونه وکړي؟ له بلې خوا، اشرف غني او د هغه پلویان چې په حکومت کې دخیل دي، په دې باور دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو د بریا لومړی ګام به لنډمهاله حکومت وي، مطلب یې دا شو دوی نور رخصت دي.
عبدالله عبدالله، رشید دوستم، استاد محقق چې د غیر پښتنو افغانانو استازولي کوي، د خپل زور په اندازه برخه به تر لاسه کړي، حتی که د حامد کرزي په څیر پښتانه هم وي یو څه ونډه به تر لاسه کړي، خو اشرف غني او د هغه پلویان به هیڅ ځای تر لاسه نه کړي.
که څه هم افغان حکومت د مذاکراتو د بریا لپاره ډېر په تلوار کې برېښي، خو په عمل کې د یادې پروسې د پرمختګ څرک نشته. د اشرف غني حکومت ته د طالبانو غوښتنې عملي کول دومره ناممکن دي لکه طالبانو ته د اشرف غني د حکومت غوښتنې منل چې ناممکن دي.
بل لور ته طالبان له پاکستان څخه ډېر ناراضه په نظر برېښي. په تېر یو کال کې د امریکا په فشار پاکستان په طالبانو دومره فشار راوړ او یا یې هم راوړي چې د دواړو ترمنځ یې فاصله ورځ تر بلې په ډېرېدو کړې ده. طالبان په دې ناراض دي چې ولې پاکستان دا دریځ غوره کړی او ولې د تېر په څېر اسلامي امارت منلو ته تیار نه دي.
امریکا په پرلهپسې ډول خپله طالبانو ته امتیازات ورکوي، مګر پاکستان په دوامداره توګه پر طالبانو فشار راوړلو ته مجبوروي چې دا ومني او هغه ومني، څو د دوی ومني، که څه هم پوهیږي چې طالبان د هېچا غوښتنو منلو ته چمتو نه دي. امريکا ټولې کړنې چې له هر لوري وتلي، هغه د طالبانو د پیاوړتيا سبب کېږي.
امریکا له افغانستان څخه تښتي، خو له پاکستان څخه د افغانستان د څارنې په پار د اډو غوښتنه کوي. دا اوس څه دي؟ یانې څه؟ زه فکر کوم چې د خپلو ځواکونو په وتلو سره امریکا غواړي په افغانستان کې اور لمبه کړي، چې دا اور به په ځانګړي ډول پاکستان او په ټوله کې چین او ایران وسوځوي.
بدبختانه چې د طالبانو او افغان حکومت د ناوړه چلند له امله، امریکا په دغه ناوړه لوبه کې بریالۍ برېښي. د امریکا د دې توطیې د شنډولو یوازینۍ لار په افغانستان کې د طالبانو او افغانانو لپاره دا ده، چې جګړه پای ته ورسوي او یو بل په غیږ کې ونیسي. یا د چین، ایران، روسیې او پاکستان په منځګړیتوب په ګډه سره په سلا او مشوره د خپل پرمختګ لپاره کار وکړي.