د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په اوومه نېټه د دغه هېواد چينګ های ولايت مرکز شي نينګ ښار ته ولاړ او هلته يې د غاليو تصدۍ څخه ليدنه وکړه. نوموړي له دغې تصدۍ څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د غالۍ جوړونې صنعت په چينګ های کې ډېر مروج دی او د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د کليو د سمسورتيا او د ملي يووالي د ټينګښت لپاره ګټور ثابت شوی دی. هغه هيله وښوده، چې چينګ های دغسې ځانګړو صنعتونو ته لا ډېر پرمختګ ورکړي، څو د نوښت پر مټ د لا ښه راتلونکي برخمن شي.
چينګ های ولايت کې د زانګ قوم ځانګړې غالۍ جوړيږي او همدغه سيمه د دغو غاليو سرچېنه بلل کيږي. د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت ادارې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د غالۍ جوړونې صنعت ته پاملرنه ډېره کړې او د دې صنعت د پرمختګ لپاره يې چټک ګامونه پورته کړي دي. د غاليو صنعت په ۲۰۰۳م کال کې د نوموړي ولايت د قومي ځانګړتيا د مهم صنعت په توګه د پرمختګ د يوولسم پنځه کلن پلان په طرحه کې شامل شوی او د دغه صنعت د پرمختګ لپاره يې اغېزمنې تګلارې پلې کړې دي. د زانګ قوم د غاليو لومړی نندارتون په ۲۰۰۴م کال کې په چينګ های ولايت کې تر سره شو.
د رئيس شي جين پينګ له يادې ليدنې نه يوه ورځ مخکې، يعنې د جون په شپږمه نېټه، د چينګ های ولايت په شي نينګ ښار کې د چين د لومړۍ دورې نړيوال ايکولوژيک نندارتون پرانيستل شو. د دې ترڅنګ د زانګ قوم د غاليو اتلسم نندارتون هم د نوموړي نندارتون د يوه فرعي فعاليت په توګه پرانيستل شوی دی، چې موخه يې د چينګ های د عنعنوي قومي کلتور خپرول او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ او سوداګريزو همکاريو پياوړتيا ده.
د زانګ قوم د غاليو په لومړي نندارتون کې يوازې دريو بهرنيو هېوادونو ( هند، نيپال او پاکستان) ګډون کړی و. د ۲۰۱۲ کال د زانګ قوم غاليو نندارتون کې د افغانستان، هند، پاکستان، ايران، نيپال او ترکيې په شمول د غاليو د عمده توليدوونکو هېوادونو سوداګرو ګډون کړی و او د لاسليک شويو تجارتي تړونونو ارزښت يې ۸۳ ميليونو ډالرو ته رسيده. د ۲۰۱۵م کال په نندارتون کې بيا د ۳۴ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۵۰ تصديو ګډون کړی و. له دې ښکاري، چې د زانګ قوم د غاليو نندارتون چټک پرمختګ موندلی دی.
د چين د زانګ قوم غاليو ټولنې مرستيالې چن يا لي خبريال ته وويل، د کرونا وبا د وقايې او کنترول له امله د زانګ قوم غاليو د سږني نندارتون پيمانه د تېرو دورو په پرتله کوچنۍ وه، خو د ګډونوالو سوداګرو شوق او زوق کم نه و. د نندارتون برخوالو تصديو شمېر له ۱۱۰ نه زيات و او د ټولو غاليو وزن ۲۰۰ ټنو ته رسيده.
غالۍ د زانګ قوم د کلتور نمونه بلل کيږي او د چينګ های ـ شي زانګ په لوړه کې د زانګ قوم د خلکو د کلتوري ځانګړتيا ښکارندويي کوي.
ولې چينګ های د زانګ قوم غاليو د مرکز په توګه بلل کيږي؟
لومړی لامل يې دا دی، چې چينګ های ولايت د زانګ قوم عمده استوګنيزه سيمه ده او د زانګ قوم غالۍ د دې سيمې عنعنوي لاسي اثار دي. د چين د زانګ قوم غاليو ټولنې په نوموړي ولايت کې د غاليو صنعت د پرمختګ او د بهرني تګ راتګ په چارو کې مثبت رول لوبولی دی. دغې ټولنې له تېرو څو کلونو راهيسې په چينګ های کې د غاليو د صنعت د پرمختګ له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروژې تر سره کړي. د چين د زانګ قوم غاليو ټولنې د دغه قوم دوو کورواکو ولسواليو (( ګوه لو او يو شو )) ته د غالۍ جوړونې عصري ماشينونه ورکړي او پياوړی مهارتونه يې ورزده کړي دي.
د غاليو صنعت په مروجېدو سره،د ځايي بزګرانو او کوچيانو عايدات زيات شوي او ددې صنعت د پرمختګ لپاره ډېر زيات فرصتونه پيدا شوي دي.
دوهم لامل يې دا دی، چې د چينګ های ولايت مرکز شي نينګ ښار د ورېښمو پخوانۍ لارې مهم تمځای و او اوس د چين د غاليو د اومو موادو سرچينې، جوړونې او معاملو لومړی لوی مرکز بلل کيږي.
د چيني غاليو د جوړونې هنر او مهارت پخوا د ورېښمو لارې په اوږدو کې د منځنۍ آسيا له لارې منځني ختيځ او اروپا ته رسول شوی او په دې بهير کې د بهرني پيوستون او تګ راتګ له لارې لا غوړيدلی دی.
د زانګ قوم د غاليو اتلسم نندارتون د غاليو د ډيزاين د تبادلې، د هنر او مهارت د تګ راتګ او د معاملو د زياتوالي ډګر ګرځېدلی دی.
افغان غالۍ هم په نړۍ کې ډېر شهرت لري او د غاليو جوړونه د افغانستان ځانګړی صنعت دی. باور لرم چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له ژورتيا او د نوموړي نندارتون د اغېزو د پراختيا سره به د غاليو د صنعت په برخه کې د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ لا پياوړې شي.