د کرونا وبا په دې بحراني حالت کې چې نن سبا يې درېیم پړاو ښه زور اخیستی او د ژوند هره برخه يې متضرره کړې، يوه له دغو برخو څخه ښوونه او روزنه هم ده.
ځينو خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو له بده مرغه له دې موقع څخه ناوړه استفاده کړې، چې د حضوري زده کړو په نسبت پکې ډېره ګټه تر لاسه کوي.
ښوونکي هم په ارامه زړه په خپله خوښه پرزنټېشن برابروي او په آنلاین ډول يې وړاندې کوي. هلته د ټولنيزو او تربيوي کړنو لپاره چې په عين وخت کې د تدريس پر مهال د ښوونکو لخوا تر سره کېدل، په نظر کې نه وي نيول شوي.
کله چې په غیر حضوري ډول تدريس کېږي، نو په دې وخت کې ښوونکي هسې سرسري په ټاکلې موضوع بحث کوي او د ژوند نور تربيوي اړخونو ته هېڅ توجه نه کېږي. په حضوري زده کړو کې د زده کوونکو ذهني او رواني حالاتو ته په کتو ښوونکي پرمخ ځي؛ خو آنلاین زده کړې بیا د دې برعکس وي.
په فعلي شرايطو کې خصوصي سکټور يو خطرناک وضعيت غوره کړی، د ځينو ښوونځيو مالکان د زده کوونکو د ښوونې او روزنې پر ځای خپله ټوله توجو خپل مفاد ته اړولې. دوی وايي که مو د آنلاین زده کړو پروګرامونه نه وای پیل کړي، نو ښايي د زده کوونکو راتلونکی به ستونزمن وای. زما په فکر که چېرې دا حالت همداسې دوام وکړي، ښايي د زده کوونکو راتلونکی به له خاورو سره خاورې شي.
د آنلاین زده کړو لپاره اساسي رکن پلان جوړول دي. منظم پلان ترتيبول په دې فکر کول چې د غیر حضوري مؤثريت څنګه په حضوري زده کړو مؤثره کړو. له ډېرو خصوصي ادارو سره د دې لپاره کومه قناعت کوونکې طرحه او لايحه نه وي او د آف لاین په څېر د آنلاین زده کړو پروسه پرمخ وړي، چې دا کار د زده کوونکو راتلونکي ته سخته ضربه ده. همداشان له ځينو ښوونکو سره که د آنلاین تدريس تجربه نه وي، نو ويلای شو چې آنلاین زده کړې هېڅکله د آفلاین ځای نه شي نيولی.
په ښوونځي کې زده کوونکي د ښوونکي له ظاهري کرکټر او کړو وړو څخه نېغ په نېغه متاثره کېږي او په تربيت کې يې مثبت بدلون راولي. همداشان د ښوونکي لارښوونې په درست شکل تعقيبوي، خو په آنلاین زده کړو کې دا کار ناشونی دی.
بله مسئله د دوی ازموينه ده، د قرنطين په دې موده کې داسې ښوونکي شته چې حتا خپلو زده کوونو سره يې ويډيوکال باندې خبرې هم نه دي کړې؛ نو چې کله له دوی څخه ازموينه اخلي دا بيا بله لويه ستونزه ده بلخصوص د لومړې دورې زده کوونکو ته دا کار ناشونی دی. دلته دوی د خپلو افکارو اظهارولو او ښوونکي ته د سوال ځوابولو پر وخت وېره احساسوي.
په دې سره ښوونکی شايد فکر وکړي چې زده کوونکی يې ذهني کمزوری دی او کورنۍ يې په روزنه کې فعاله ونډه نه ده اخستې، خو حقيقت یې بیا داسې نه وي. دلته پړه ښوونکي او ښوونځي بولم، ځکه دوی له دې مېتودونو څخه چې څرنګه آنلاین تدریس وشي، قاصر دي.
په آنلاین زده کړو کې د زده کوونکو پالنه ټوله پر والدینو ده، د ښوونځيو او ښوونکو رول پکې نه وي، زده کوونکو ته چې کومه کورنۍ دنده ورکول کېږي، ډېری برخه يې والدنیو پورې مربوطېږي، ځکه کومه دنده چې په ښوونځيو ورکول کېده، دوی اوس له هغې بې برخې دي.
که ووایم چې آنلاین زده کړې له زده کوونکو څخه زيات والدين ازمايي، مبالغه به نه وي. که چېرې د يوه زده کوونکي والدين نالوستي وي، نو د آنلاين زده کوونکو لپاره بيا دا لويه ستونزه وي. د کومو زده کوونکو والدين چې له ځینو نورو ستونزو سره مخ وي، دوی ته چې کوم نصاب ورکړل شوی وي، دوی يې درست نه شي لوستی او د ښوونځي دنده چې زده کوونکي يې بايد کور کې تر سره کړي، نه يې شي تر سره کولی، چې تاثير يې پر زده کوونکو پرېوځي. دلته د ښوونې او روزنې ټول کار پر والدینو وي او د ښوونځي ښوونکي هسې په آنلاین بڼه درس ورکوي او خپل مسووليت رفع کوي. والدين د خپل اولاد د ښوونې او روزنې نتيجه د دوی په سند کې ګوري او همدې ته سترګې په لار وي، نو دوی بې شړقه پيسې مصرفوي څو خپلو موخو ته ورسېږي.
د افغانستان په څېر هېواد کې چې په ځينو سیمو کې انټرنېټ سم کار نه کوي او که کوي يې هم ډېر ضعيفه وي، ځينې خلک بيا په عين وخت کې انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، نو درسونه ترې تېریږي، کله چې نيټ پیدا کړي نو بيا پرې درسونه بوج شوي وي.
د آنلاین زده کړو يو بل نقصان دا هم دی، چې د زده کوونکو اخلاقي سطحه په مسلسل ډول د رکود پر لوري ځي. ځينې مسايل دي چې زده کوونکي يې د مور او پلار په پرتله زده کړیيز چاپېريال کې تر لاسه کوي. ځينې اخلاقي صفات داسې وي، چې پرته له ښوونکي يې نه شي زده کولی. زده کوونکي له څپلو همزولو سره له ځينو اخلاقي صفاتو څخه برخمن کېږي.
آنلاین زده کړو زده کوونکي ګوښي کړي او له ټولنيز اخلاقي چاپېريال څخه يې محروم کړي. داسې کړنې چې د والدينو او ښوونکي پرته ورته زده کوونکي ضرورت لري، چې بايد عملاً يې زده کړي، هغه ټولنه ده.
آنلاین زده کړې به سند خامخا درکړي، مګر باسواده کولی مو نه شي. که د هغو زده کوونکو په اړه خبره وکړو چې په منځنۍ يا لېسې دوره کې زده کړې کوي، هغوی د وړو کوچنيانو په پرتله زيات پرېشانه دي. دغه زده کړیيزه طريقه هغوی ته د منلو وړ نه ده، هغوی تل غواړي چې د ازموينې په ورځ عملاً ازموينه ورکړي، دوی ته دغه ازادي نه ورکول کېږي. نو کله چې لوی زده کوونکي دا ډول زده کړې نه خوښوي، نو کوچنيان به يې په څه خوښ کړي. ځينې ښوونځي بلخصوص دولتي ښوونځي هم له دې کاره ناخوښي دي. د نامنظمې لاېحې، موادو، نصاب، تجربې، مسلکي ښوونکو او وسايلو کمبود يا نه موجوديت هغه څه دي، چې دا پروسه يې ننګولې.