سوډان د افریقا د لویې وچې په شمال ختیځ کې د ختیځو طول البلدونو د ۲۲ او ۳۹ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۳ او ۲۲ درجو ترمنځ موقعیت لري.
د دغه هېواد شمال ته مصر، جنوب ته یې ایتوپیا، ختيځ ته یې سور سمندرګی او لوېدیځ ته یې د مرکزي افریقا جمهوریت پروت دی.
د سوډان هوا په عمومي توګه په شمال کې توده، وچه او سوځنده او په سوېل کې بیا توده او لنده ده. له شمال څخه سوېل ته یې ژمی وچ او دوبی یې بیا توده او باراني هوا لري.
د دغه هېواد ډېره خاوره هواره ده چې شمال ختیځې سیمې یې کرنې ته جوړې دي. شمال لوېدیځه خوا یې هغه ډاګ نیولې چې له لیبیا څخه دغه هېواد ته ننوتی دی. د مصر د رومي نیل دوه ستر مرستیال سیندونه سپین نیل او شین نیل له ایتوپیا او یوګندا څخه سوډان ته ننوزي چې د خرطوم په ښار کې سره یو ځای کېږي.
د دغه هېواد پلازمېنه خرطوم ښار دی، نفوس یې نږدې ۴۰ میلیون کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتره مربع کې یې ۴۸ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۵۰ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. دغه هېواد د ۷۱۵۹۵۵ کیلو متره مربع پراخوالي له کبله د نړۍ ۱۶م لوی هېواد دی. همدا راز د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د پنځو ماشومانو د درلودو اجازه لري.
سوډان د اداري وېش له پلوه په ۱۷ ولایتونو وېشل شوی دی. دورمان، پورت سوډان، وادمدني، کوستي، کاسالا او الفاشر یې مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد ۷۲سلنه خلک تور پوستي، ۷سلنه بیجا او پاتې نور یې له نوبافالاتا افور نژاد څخه دي. رسمي ژبې یې انګلیسي او عربي دي او لیکدود یې عربي دی.
د جنوبي سوډان له جلا کېدو مخکې دغه هېواد د اساسي قانون پر مسوده کار وکړ او د پړاوونو تر وهلو وروسته به د هغه لنډ مهاله اساسي قانون ځای ونیسي چې د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په پنځمه نافذ شو. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر جنرال عمرحسن احمد البشیر دی. نوموړی په ۱۹۸۹ ز کال کې د سوډان د انقلابي شورا د مشر په توګه وټاکل شو. دې شورا لوړه کړې وه چې د هېواد ژغورنې لپاره به کار کوي. کله چې دې شورا د چارو واک تر لاسه کړ، عمرالبشیر د انقلابي شورا د مشر او د هېواد د لومړي او دفاع وزیر په توګه یې دنده واخیسته. وروسته د دې انقلابي شورا له خوا په ۱۹۹۳ ز کال کې د سوډان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. عمرالبشیر د ۱۹۹۶ ز کال په مارچ کې د دویم ځل لپاره، خو دا ځل د خلکو په خوښه ولسمشر شو او تراوسه دا دنده مخ ته وړي.
د سوډان ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د دغه هېوا د کابینې وزیران بیا د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي چې ډېر یې د پخوانۍ اسلامي جبهې غړي دي. دا جبهه چې په ۱۹۶۸ ز کال کې جوړه شوې، د دغه هېواد کورنۍ او بهرنۍ تګلاره ټاکي.
د سوډان ملي شورا دوې خونې لري. لومړۍ؛ د دولت شورا چې ۵۰ غړي لري او په غیر مستقیمه توګه د دولت د قضایي سیسټم له خوا د شپږو کلونو لپاره غوره کېږي. دویم؛ ولسي جرګه چې ۴۵۰ غړي لري، له دې ډلې یې ۶۰سلنه د جغرافیایي وېش له مخې، ۲۵سلنه د ښځو او ۱۵سلنه د ګوندونو له لېستونو څخه ټاکل کېږي او د شپږو کلونو لپاره کار کوي. په سوډان کې د رایې ورکولو سن ۱۷ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د اساسي قانون محکمه، ستره محکمه، د استیناف محکمه او نورې ملي محکمې د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي.
د ملي یووالي د پلویانو ګوند، د ملي یووالي د اصلي پلویانو ګوند، د خلکو کانګرېس ګوند او د امت د نوي کېدلو او اصلاحاتو ګوند د دغه هېواد لوی او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
سوډان د ۱۹۵۶ ز کال د جنوري په لومړۍ له برېټانیا او مصر څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې کبله د جنوري لومړۍ هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
سوډان له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. بېوزلي په دغه هېواد کې کورنیو جګړو، شخړو او پرله پسې سیاسي ناکراریو ته لاره هواره کړې ده. ان تر دې چې د ۲۰۱۱ ز کال په جولای کې دغه هېواد ووېشل شو او د جنوبي سوډان په نوم ترې بل هېواد جلا شو.
خرابه هوا، د مسلکي کادرونو لږوالی، لوړ انفلاسیون او په سیمه کې د ناکراریو له امله د سوډاني کارګرانو د عوایدو کموالی او ناسمې اقتصادي تګلارې هغه عوامل دي چې په سوډان کې یې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې. د دغه هېواد د تېلو ۸۰ سلنه زېرمې په جنوبي برخو کې موقعیت لري. د دغه هېواد د تېلو د استخراج چارې لومړی ځل په ۱۹۹۹ ز کال پیل شوې چې وروسته یې تولیدات ډېر شول، نو له همدې کبله دغه هېواد د تېلو د عوایدو په مټ په تېرو دوولسو کلونو کې پرمختګ وکړ.
په سوډان کې د اقتصاد بنسټونه کمزوري دي، لویې فابریکې نشته، ډېر ځوانان وزګاره دي او کرنه د بدې هوا او لږو اوبو په شرایطو کې د ستر پرمختګ امکان نه لري؛ ځکه به دغه هېواد په راتلونکي کې هم له اوسنیو ستونزو سره مخ وي او د خلکو ژوند به له ستونزو ډک وي.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه ۹۰ میلیارده ډالره او د سړي سرکلني عاید کچه یې ۳۴۵۹ ډالرو ته رسېږي.
د دغه هېواد ۲۵سلنه وګړي وزګار دي او ۴۷ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. دغه راز د عوایدو کچه یې پنځه میلیارده ډالره او د لګښتونو کچه یې بیا ۷ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.
د تېلو ایستل، خوراکي توکي، د پنبې پروسس، ټوکران، بوټونه، صابون، سمڼت، فلزي توکي، کیمیاوي توکي، د کاني موادو ایستل، ښیښه، چیني لوښي، کاغذ، د لاریو او کوچنیو نقلیه وسایطو مونتاژ او نور د سوډان مهم صنعتي توکي دي.
د دغه هېواد ۱۰سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۴۷ سلنه یې څړځایونو، ۲۰ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بېدیاوو، غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د سوډان ۸۱ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۵۶ سلنه صادرات او ۲۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات له دغه سکټور څخه لاس ته راځي.
ربړ، لرګي، پنبه، ګني، کونځلې، غنم، ږدن، شړشم، خرما، بادام، کېلې، ام، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د سوډان د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
سوډان ۹۰ هوایي ډګرونه لري چې ۲۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۴۹او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېس ډي دی او د هېواد څلور میلیونه وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په سوډان کې رسنۍ د دولت په ګټه خپرونې کوي او ټلوېزیوني خپرونې یې د پوځ له خوا کنټرولېږي. دغه راز د رسنیو خصوصي برخه یې راډیوګانې لري.
د سوډان ۵۲ سلنه خک په لیک او لوست پوهېږي او زده کړه پکې له ۶ تر ۱۳کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده.
له میلاد څخه ۳ زره کاله مخکې شمالي سوډان د مصریانو لاس ته ورغی. په همدې وخت کې یونانیان د نوبه په سیمه لاسبري وو او له دې څخه ۱۵۰۰ کاله وروسته مصریان له سوډان څخه ووتل. په ۷۳۰ ز کال کې سوډاني واکمن ناپاتا ټول مصر ونیو او ۶۲ کاله یې د فرعون په نامه په مصر واکمني وکړه. پر مصر باندې د سوډاني واکمنۍ له کمزورتیا وروسته د نیل په شا و خوا کې درې کوچني دولتونه جوړشول چې نوباتیا، دونګولا او الودیا نومېدل چې تر شلمې پېړۍ پورې یې دوام وکړ. ان هغه وخت چې یونانیانو، رومیانو او نورو عربو مصر ونیو، پاسني درې کورواکه دولتونه په واک کې وو. دغو هېوادونو د مدیترانې او افریقا ترمنځ د مرېیانو سوداګري کوله. دوی په شپږمه میلادي پېړۍ کې مسیحي دین ومانه چې په راتلونکو سلو کلونو کې ډېر پراخه شو. کله چې عربو مصر ونیو، د اسلام پلوشې د نیل څنډو ته ورسېدې.
په ۱۴مه میلادي پېړۍ کې د الودیا واکمني ړنګه او هغه دوه نورې کمزورې شوې وې. له همدې امله د اسماني شنه نیل په څنګ کې د سنار په لوېدیځ کې د کوردوفان او په منځنیو ډاګونو کې د دارفور نوې واکمنۍ جوړې شوې.
له ۹ مې نه تر ۱۵ مې میلادي پېړۍ پورې د شمالي سوډان ټول اوسېدونکي مسلمانان شول. په ۱۸۲۰ ز کال کې مصري واکمن محمد علي پاشا بیا د مرېیانو او سرو زرو په تمه لومړی شمالي سوډان ونیو. پاشا په خرطوم کې یوه پوځي اډه جوړه کړه او تر ۱۸۷۶ ز کال پورې یې د سوډان ټوله خاوره لاندې کړه.
افغانستان او سوډان پخوا نا استوګنې اړیکې درلودې چې د ثور له کودتا وروسته سړې شوې.
له افغانستان څخه تر سوډان پورې د هوا له لارې فاصله ۴۴۴۸ کیلومترو ته رسېږي او دغه راز د کابل او خرطوم ترمنځ د وخت توپیر هم دوه نیم ساعته دی.