ایران د متحده ایالتونو د انتقادونو په ځواب کې ويلي چې د توغندیو پروګرام یې دفاعي هدف لري او دا د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکه سرغړونه نه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، د دغه هېواد د توغندیو پروګرام دفاعي دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هېڅ پرېکړه لیک د ایران د توغندیو پر ازموینو بندیز نه دی لګولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د شنبې په ورځ ایران د هغو منځني واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو پر ازموینه تورن کړ چې د ده په وینا، بېلابېلې سرګلولې وړلای شي.
پامپیو دا ازموینه له ایران سره د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي موافقې سرغړونه وبلله او ویې غندله.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له قوله ويلي، د ایران د توغندیو پروګرام په دفاعي هدف جوړ شوی او دا کار د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکه سرغړونه نه ده.
قاسمي دې پوښتنې ته چې ایا ایران د توغندیو کومه نوې ازموینه کړې که نه، نه د تایید او نه هم د رد ځواب ورکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ایران سره د اټومي موافقې په اړه په خپل پرېکړه لیک کې پر تهران غږ کوي چې تر اتو کلونو پورې پر داسې بالسټیک توغندیو له کار کولو ډډه وکړي چې د اټومي سرګلولو د لېږد وړتیا لري، خو ایران بیا بیا ویلي چې د توغندیو پروګرام یې یوازې دفاعي هدف لري او هغه ادعاوې یې په کلکه رد کړې چې ګني توغندي یې د اټومي سرګلولو د لېږد وړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب کې وویل، امریکا ایران ته له هغه پرېکړه لیکه د سرغړونې پېغور ورکوي چې په خپله یې نه یوازې په غیر قانوني او یو اړخیز ډول د ایران له اټومي موافقې د وتلو، بلکې له دې موافقې وتلو ته د نورو اړخونو د هڅولو او حتی پر بندیزونو د هغو د ګواښلو له لارې سرغړونه ترې کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مې میاشت کې د ایران له اټومي موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل.
هغه وویل، دا موافقه نیمګړې ده؛ ځکه د بالسټیک توغندیو د مخنیوي او په سوریه، یمن، لبنان او عراق کې له تروریستي ډلو د تهران د ملاتړ یادونه نه ده پکې شوې.
ټرمپ ژمنه وکړه چې پر ایران به هغه بندیزونه بیا ولګوي، کوم چې د دې موافقې له مخې ترې لرې شوي وو او وروسته یې خپله دا ژمنه عملي هم کړه.