د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې او چین له ولسمشرانو سره به په اغېزمن ډول د وسلو د سیالیو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
دی وایي، ډاډه دی چې په راتلونکي کې به داسې یوه ورځ راشي چې دی د چین او روسیې له ولسمشرانو سره د وسلو د سیالیو د پام وړ کمولو په اړه خبرې پیل کړي.
ټرمپ پر ټوېټر په یوه پيغام کې دغه سیالي لویه او نه کنټرولېدونکې وبلله.
ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تېره اونۍ یې د ارجنټاین په پلازمېنه بوینېس ایرېس کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له خپلو دواړو چینایي او روسي سیالانو، شي جین پېنګ او ولاديمیر پوتین سره خبرې وکړې.
ټرمپ زیاته کړه، متحده ایالتونو سږ کال ۷۱۶ ميلیارده ډالره لګولي چې د ده په وینا، دغه پیسې پر وسلو یا پر پوځي چارو لګول شوې دي.
د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ په تېره اکټوبر میاشت کې وروسته له هغې زیات شو چې د ټرمپ ادارې اعلان وکړ، متحده ایالتونه به له هغه تړونه ووځي چې پر دواړو هېوادونو د اټومي وسلو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو پر تولید بندیز لګوي.
ټرمپ وویل، متحده ایالات ځکه له دغه تړونه وځي چې ادعا کېږي روسیې له هغه سرغړونه کړې او هم داسې اندېښنې شته چې دغه تړون پر واشنګټن محدودیتونه لګوي. د اټومي وسلو لرونکي نور هېوادونه، لکه چین چې دغه تړون یې نه دی لاسلیک کړی، دغو توغندیو ته پراختیا ورکوي او هم یې ځای پر ځای کوي، خو تر اوسه داسې نښه نه ده لیدل شوې چې متحده ایالات به رسماً له دغه تړونه ووځي، که نه.
مسکو د واشنګټن دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې متحده ایالتونه په اروپا کې د ميزایلو د ځینو سیسټمونو په نصبولو سره له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.
ټاکل شوې وه چې ټرمپ په بوینېس ایرېس کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له پوتین سره په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ، د دغه تړون په اړه هم خبرې وکړي، خو ټرمپ دغه کتنه د روسیې او اوکراین ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله لغوه کړه او دواړو په ولاړه او د تګ په حال کې لنډې خبرې وکړې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د دوشنبې په ورځ د دغه تړون پر سر د راپور ته شوي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
سټولټنبرګ په بروکسل کې د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې وویل، رامنځته شوی وضعیت سم نه دی او روسیه باید د شوي تړون له مخې خپل ټول مسوولیتونه پر ځای کړي.
هغه وویل، روسیې د دغه تړون اعتبار له خطر سره ځکه مخ کړی چې دغه هېواد نوي توغندي تولیدوي، پراختیا ورکوي او ځای پر ځای کوي یې.