د یمن حوثي یاغیانو د دغه هېواد د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویډن کې د روانو خبرو په لړ کې حکومت ته د حدیدې مهم بندر سپارل رد کړي دي.
د حوثیانو یوه مشر د دغه هېواد د سولې په خبرو کې چې په سویډن کې پیل شوې دي، د یمن حکومت ته د حدیدې بندر سپارل رد کړي دي.
عبدالمالک العجزي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، حکومت ته د حدیدې بندر د سپارلو موضوع د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې نه ده شامله .
د یمن حدیدې بندر چې د خوراکي موادو او بشري مرستو نوي په سلو کې له همدې لارې یمن ته داخلېږي، د ایران له ملاتړه برخمن د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ نړیوال ائتلاف چې د یمن د ولسمشر عبدربو منصور هادي له حکومته ملاتړ کوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې له حوثیانو څخه د دغه بندر د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د حدیدې جګړې د دغه بندري ښار د ۱۵۰ زرو اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه چې د دواړو خواوو په بریدونو کې بند پاتې دي، د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سعودي عربستان وايي، شیعه حوثي وسله وال د حدیدې بندر له لارې له ایرانه وسلې ترلاسه کوي او د صنعا نړیوال هوايي ډګر يې هم د ملکي پروازونو پر مخ تړلی دی.
ایران بیا دا ردوي چې ګواکې دغه هېواد حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.
د سویډن په خبرو کې حوثیانو د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د بیا پرانيستلو په اړه د یمن د حکومت غوښتنه هم رد کړه.
د یمن د پلازمېنې صنعا نړیوال هوايي ډګر په ۲۰۱۴ ز کال کې وروسته له هغې وتړل شو چې حوثیانو پلازمېنه او د دغه هېواد یوشمېر مهمې بندري سیمې لاندې کړې.
ملګري ملتونه وايي، د یمن جګړې په دغه هېواد کې تر ټولو لوی بشري ناورین رامنځته کړی دی او دا مهال ۱۴ میليونه یمنیان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.