ملګرو ملتونو د کډوالۍ د تنظیم او د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یو تړون تصویب کړ.
سره له دې چې ځینې هېوادونه اوس هم د کډوالۍ له پدیدې سره مخالفت کوي، خو ملګري ملتونه وایي چې د دغه تړون تصویبېدل د نړیوال خوندیتوب لپاره یو مهم اقدام دی.
دغه تړون چې په مراکش کې د ۱۵۰ هېوادونو د مشرانو او استازو په غونډه کې تصویب شو، د امریکا په ګډون ۱۵ هېوادونو یې له تصویبېدو ډډه وکړه.
یاد تړون چې د خوندیتوب لپاره د نړیوال قرارداد نوم ورکړل شوی، تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته چې په جولای کې نهایي شوی و، په رسمي ډول په مراکش کې د ملګرو ملتونو د دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې تصویب شو.
د کډوالۍ د مدیریت لپاره د لومړني نړیوال سند په توګه دغه تړون ۲۳ هدفه رانغاړي چې د قانوني کډوالۍ لپاره به زمینه برابره او په غیر قانوني توګه به له پولو د تېرېدو مخه ونیسي؛ ځکه د هغو کسانو شمېر چې په نړیواله سطحه د حرکت په حال کې دي، تر ۲۵۰ میلیونو ډېر دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش دغه تړون د بې نظمیو او ځورونې د مخنیوي لپاره یوه نقشه بللې ده او وایي، د هغه څه د مخنیوي لپاره به هڅې وکړي چې ده د دغه تړون په اړه شایعات وبلل.
داسې ادعاوې هم شوې چې دغه تړون به ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي، څو پر ځینو هېوادونو د کډوالۍ پالیسي تحمیل کړي، خو ګوتریش وویل، دغه تړون قانوني مجبوریت نه دی، بلکې د نړیوالې همکارۍ لپاره یو داسې چوکاټ دی چې په ځانګړي ډول د دولتونو د حاکمیت پر قاعدې ټینګار کوي.