د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر وایي، په جګړه ځپلي یمن کې شل ميلیونه وګړي وږي دي چې دا شمېره د دغه هېواد د نفوس ۷۰ سلنه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارک لوکاک ویلي، په یمن کې د وږو کسانو په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی او لومړی ځل په دغه هېواد کې دوه نیم لکه کسان له ناورین سره مخ دي.
لوکاک چې له یمن څخه تازه راستون شوی، خبریالانو ته یې د دغه هېواد وضعیت ډېر ناوړه وباله او ويې ویل چې په دغه هېواد کې بشري وضعیت خطرناکې مرحلې ته رسېدلی دی.
هغه ویلي، دونیم لکه یمنیان د هغې نړیوالې درجې په پنځمه مرحله کې دي چې د خوراکي موادو د خوندیتوب او خوارځواکۍ تر ټولو ناوړه حالت ترسیموي.
هغه زیاته کړې، دغه وضعیت تر ډېره د یمن په څلورو، تعز، صعده، حجه او حدیده ولایتونو کې چې درنې جګړې پکې روانې دي، واکمن دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر دغه راز ویلي، جنوبي سوډان بل هغه هېواد دی چې د دغه نړیوالې درجې په پنځمه درجه کې شامل دی او ۲۵ زره وګړي یې له ناورین سره مخ دي.
لوکاک زیاته کړې، په یمن کې نږدې پنځه ميلیونه وګړي په څلورمه درجه کې چې د اضطراري وضعیت لپاره ټاکل شوی، شامل دي.
دوی له سختې قحطۍ او په لوړه کچه له خوارځواکۍ سره مخ دي، د مرګ او میر اندازه له حده زیاته ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر ویلي، د یمن د جګړې ډېره قرباني ملکیانو ورکړې چې له لسو زرو زیات کسان پکې وژل شوي او دغه هېواد یې په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بحران سره مخ کړی دی.
هغه ویلي، ملګري ملتونه په پام کې لري چې راتلونکی کال ۱۵ ميلیونو وګړو ته مرستې ورسوي او د دغه کار لپاره د څلورو ميلیاردو ډالرو د بسپنې ټولولو غوښتنه کوي.
لوکاک زیاته کړې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش به د سویډن او سویس په مرسته د یوه نړیوال مرستندویه کنفرانس چې د ۲۰۱۹ ز کال په فبرورۍ کې به په ژنیو کې جوړ شي، کوربهتوب وکړي او د یمن لپاره به له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر همدا راز هیله څرګنده کړې چې په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د یمن د سولې روانې خبرې به پایله ورکړي.
لوکاک ویلي، په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو او د وضعیت د ښه کېدو لپاره اړتیا ده چې دا پنځه اساسي اقدامات وشي:
د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ اوربند، پر مرستندویو سازمانونو او د تېلو پر واردولو د محدودیتونو پای ته رسول، اقتصادي ثبات، د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۱۹ ز کال لپاره د څلورو میلیاردو ډالرو بسپنې راټولولو ملاتړ او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په سویډن کې د یمن د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حوثي یاغیانو او د حکومت ترمنځ د لومړنیو ګامونو اخیستل.