په دې وروستيو ورځو کې د م م د بشري حقونو څوارلسو کارپوهانو د امريکا له خوا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو پر کنګل کېدو نيوکه کړې. څرنګه چې د امريکا دغه ناسمه کړنه به د افغان ښځو د ژوند د خرابېدو سبب وګرځي. هغوی د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې مونږ په افغانستان کې د بشري بحران پر سختوالي انديښمن يو، نو د امریکا پر حکومت غږ کوو چې په جدي توګه په افغانستان کې ياد بحران ته وګورو او د دې هېواد د کنګل شويو شتمنيو په اړه پرېکړه دې بيا تر غور لاندې ونيسي. خو تر اوسه پورې د امریکا حکومت یادې غوښتنې ته هېڅ ځواب نه دی ور کړی. د دې ترڅنګ افغانانو د امريکا د دغې ناسمې کړنې پر وړاندې هم غوسه ښودلې ده. د چين د سي اېم جي خبريالې په دې اړه د افغانستان د کليد راډيو له خبريال فقير محمد فقيرزي سره مرکه کړې ده. هغه وويل چې امريکا تر اوس لا هم بېرته افغانانو ته دغه شتمنۍ نه ده ورکړې او دې کړني د ټولو افغانانو پر ژوند ډېرې منفي اغیز کړی دی.
د ښاغلي فقیرزي په اند د امريکا له خوا کنګل شوی شتمني د افغانانو حق دی او څه موده مخکي د بايډن هغه ناسمه پرېکړه چې د افغانستان درې مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره کنګل شوی شتمني د ۹،۱۱ پېښې قربانيانو ته ورکوي، له هر ډول نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او د افغانستان پر ځېنو برخو یې منفي اغيزه کړې ده. هغه وويل چې لومړي ناوړه اغيزه دا ده چې د امريکا د يادې کړنې له امله افغان تجارت له نړیوال سايکل څخه وتلی دی. دويم، دا چې په دې کنګل شويو شتمنيو کې درې مليونه ډالره په افغان تجارانو پورې اړه لري. نو د يادو پیسو په کنګل کېدو سره دوی نه غواړي چې په ډېرو برخو کې پانګه وکړي. درېیمه اغيزه په کورني بازار کې د افغانيو د ارزښت کمښت و. د امريکايي ډآلرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت تر زياتې اندازې پورې راټيټ شوی چې په پايله کې د توکو په تېره بيا د خوراکي توکو او سون موادو بيې لوړې شوي دي او دلته پر عامو افغانانو ډېر اقتصادي فشارونه وارید کړي دي. نو که امريکا خپلې غير اخلاقي او وحشي کړنو ته دوام ور کړي، خامخا به افغانانو ته لازيات زيانونه ورسوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په وروستيو کې ويلي چې په تېرو شلو کلونو کې امريکا افغانستان اشغال کړی او د دې تپل شوي جګړې له کبله ۱۷۴ زره افغانانو ژوند له لاسه ورکړي، يوه پر درېيمه برخه افغانان کډوال شوي او بې ساری بشري ناورين رامنځته شوی دی. په دې اړه ښاغلي فقيرزي وويل چې په تېرو څو لسيزو کې امريکا زرګونه بې ګناه افغانان وژلي دي او هېڅکله یې دغو کورنيو ته تاوان ور نه کړي، خو اوس دوی د یو فرمان په لاسليکولو سره افغان شتمني ويشل غواړي چې دا غیرعادلانه او غير اخلاقي عمل دی.
د م م په يادې اعلاميې کې راغلي چې تر اوسه پورې په افغانستان کې څه باندې ۲۳ مليونه وګړي د غلودانو مرستو ته اړتيا لري او شاوخوا ۹۵ سلنه خلک د خواړو د کمښت په حال کې دي. د ښاغلي فقيرزي په اند، ولی دغه حالت رامنځته شوی، لامل يې پر امريکا پورې تړاو لري. هغه زياته کړې چې د امريکا د ولسمشر بايډن له خوا د افغان شتمنيو د وېشلو پرېکړې له کبله ډېر افغانان له اقتصادي مشکيلاتو سره مخ دي، په افغانستان کې تجارات سقوط شوی په تېره بيا واړه کاروبارونه ودرېدل او ډېر ځوانان بې کاره شول. دغه راز د بشري بحران په سختېدو سره د ښځو او ماشومانو پر ژوند ډېرو ناوړو اغيزو لمن غوړولې ده. نو اوس د ډېرو افغانانو ژوند تضمين نه دی. زما په اند امریکا د افغانستان د پرمختګ او د افغانانو د ښه ژوند پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
امريکا يو هېواد ويجاړ کړی او د افغان ځوانانو ښه راتلونکې ته يې زيانونه رسولي دي. دوی بايد خپلو ناسمو کړنو ته سم وګوري او کنګل شوې افغان شتمني دې ازاده کړي. ښاغلي فقيرزی په دې هکله داسې ويلي چې نه يوازې د افغانستان په دننه بلکې په بهر کې ډېرو افغانانو د امريکا له یادې کړنې سره مخالفت څرګند کړی او لاريونونه يې په ډېرو ځايونو کې هم کړي او له امريکا څخه يې غوښتنه کړې چې ژر بېرته افغانانو ته پيسې ورکړي او خپله ناسمه پرېکړه لغوه کړي. امريکا دې د افغانانو غوښتنو ته ځواب ورکړي، خپلې ناسمې پرېکړې سمې او د بشر دوستۍ په برخه کې دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي او په افغانستان کې دي خپله اړينه پړه پرغاړه واخلي.