پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د سرپل د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 16, 2018
in پوهنتون
0 0

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې کېښودل شوه چې په لومړي سر کې یې یوازې یو پوهنځی (ښوونه او روزنه) درلود. دغه پوهنځي هغه وخت یوازې دوه ډیپارټمنټونه (ریاضي- فزیک او کیمیا- بیولوژي) درلودل. په ۱۳۹۲ لمریز کال کې دې موسسې ته دوه نور ډیپارټمنټونه ( ازبکي ادبیات او انګلیسي ادبیات) هم ور زیات شول. د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل محمد عارف خلیلي وایي، اړتیا ته په کتو یې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دې موسسې په چوکاټ کې د جیولوژي او معدن پوهنځی هم پرانیست چې په ټوله کې اوس د سرپل د لوړو زده کړو موسسه دوه پوهنځي ( ښوونه او روزنه او جیولوژي او معدن) لري.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې د سرپل ۸۰ سلنه خلک پر کرنه بوخت دي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې هم د کرنیزو توکو په وسیله پوره کوي، نو په دغه ولایت کې د کرنې پوهنځی یوه جدي اړتیا بلل کېږي. دی وایي، تازه یې د لوړو زده کړو وزارت ته په دغه موسسه کې د کرنې د پوهنځي وړاندیز سپارلی چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به ورته دغه پوهنځی هم منظور شي. خلیلي وایي، تر ډېره یې د دغه پوهنځي د منظورۍ کارونه مخ ته وړي چې دوه ډیپارټمنټونه (اګرانومي او باغداري) به ولري.

د خلیلي په خبره، د سرپل د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ۷۲۸ برحاله محصلین لري او ۴۷۳ محصلین د ۱۳۹۶ لمریز کال د کانکور پروسې له لارې ورته معرفي شوي چې ټول ۱۲۰۱ تنه کېږي او له دې ډلې ۴۰۱ تنه یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي، هر کال لږ تر لږه په شته دوو پوهنځیو کې له ۴۹۰ تر ۵۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي.

د پوهنمل محمد عارف خلیلي په خبره، د سرپل د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه درې دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، لومړۍ دوره محصلین په ۱۳۹۴ لمریز کال، دویمه یې په ۱۳۹۵ لمریز کال او درېیمه یې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې فارغ کړي چې په دې کې دوې دورې د ښوونې او روزنې او یوه دوره هم د جیولوژي او معدن له پوهنځي څخه فارغ شوي دي. خلیلي وایي، د ټولو فارغ شویو محصلینو شمېر یې ۵۲۰ تنو ته رسېږي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسه ټول ۳۲  کادري غړي لري چې له دې ډلې ۴ یې ښځینه استادانې دي. د موسسې د رییس په خبره، درې استادان یې تازه له ماسټرۍ پروګرام څخه را ستانه شوي او دوولس نور یې په کور دننه او بهر هېوادونو کې پر ماسټرۍ بوخت دي چې د دغه پروګرام په بشپړېدو سره به یې د ماسټر استادانو شمېر ۱۵ ته ورسېږي. دی وایي، تازه یې درې نور استادان په روسیه کې د ماسټرۍ پروګرام  ته ور پېژندلي چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملاً درسونه پیل شي. پوهنمل محمد عارف خلیلي وایي، په دې موسسه کې ۲۷ نور کار کوونکي لري چې ۱۷ یې اداري او پاتې نور یې خدماتي کار کوونکي دي. د موسسې رییس وایي، د ځای او استادانو د کمښت له کبله دوی اړ دي چې خپلو محصلینو ته د ورځې په اوږدو کې په دوو ټایمونو کې تدریس وکړي. دی وایي، یوه ډله محصلین د سهار له ۸ تر ۱۱ او بله ډله بیا د ماسپښین له یوې د مازیګر تر څلورو بجو پورې درس وایي.

خلیلي وایي، د سرپل د لوړو زده کړو موسسه کتابتون لري، خو مجهز نه شي ورته ویلی. دی وایي، دغه کتابتون چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته جوړ شوی، اوسمهال لږ تر لږه ۴۵۰۰ جلده کتابونه لري او تر یوې کچې پورې د محصلینو ستونزې هوارولی شي، خو که یې له بهرنیو او یا د هېواد له نورو پوهنتونونو سره پرتله کړو، بیا نو ډېر پرمختللی کتابتون نه شو ورته ویلی؛ ځکه د یوې موسسې یا پوهنتون د کتابتون لپاره ۴۵۰۰ او یا ۵۰۰۰ کتابونه ډېر کم دي او ان په نشت حسابېږي. پوهنمل خلیلي وایي، د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته په دې وروستیو کې یو لابراتوار هم جوړ شوی او یوه اندازه د اړتیا وړ مواد هم ورته رسېدلي دي، خو که په دې برخه کې ورسره نوره مرسته هم وشي، نو لاس بري به شي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په پیل کې دوی خپلې اداري او تدریسي چارې د سرپل د تربیه معلم په ودانۍ کې مخ ته وړې چې له هغه وروسته د نړیوال بانک په مرسته ورته یوه تدریسي ودانۍ جوړه شوې ده چې څلور پوړونه لري. دی وایي، همدا اوس ۴۰۰ د لیلیې په شرایطو برابر محصلین لري، خو دا چې د لیلیې ودانۍ نه لري، نو په میاشتني ډول ورته نغدې پیسې ورکول کېږي او محصلینو په بازار کې د ځان لپاره کوټې نیولې دي. خلیلي وایي، د لیلیې د ودانۍ جوړېدو غوښتنه یې لوړو زده کړو وزارت ته سپارلې چې راتلونکی کال به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم لږ تر لږه ۶۴ جرېبه ځمکه ځانګړې شوې او د سرپل پوهنتون په نوم ثبت شوې ده چې اوسمهال یې د احاطې چارې روانې دي او د جیولوژي معدن پوهنځي د ودانۍ له جوړېدو سره به یې یو ځای چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د لوړو زده کړو د ې موسسې رییس وایي، د دې پروژې له پای ته رسېدو وروسته به یې راتلونکی پلان دا وي چې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره ځانګړې لیلیې جوړې کړي.

د دې موسسې رییس وایي، د اداري تشکیل او پوهنځیو په زیاتېدو سره یې کېدای شي ستونزې او غوښتنې هم زیاتې شي، خو اوسمهال هم دوی له یو لړ جدي ستونزو سره مخ دي. دی وایي، دا چې دغه موسسه له بازار څخه لږ تر لږه اووه کیلومتره لرې ده، نو هغه محصلین چې له لرې پرتو ولایتونو څخه راغلي، تر بازاره ورته تګ راتګ سخت دی او په دې وروستیو کې له امنیتي ستونزو سره هم مخ دي. د ده په خبره، که هر څومره ژر یې د لیلیې د ودانۍ غم وخوړل شي، ستونزه به یې هم ژر حل شي. د خلیلي په خبره، بله جدي ستونزه یې د څښاک د اوبو ده چې د موسسې په ساحه کې اوبه په سختۍ پیدا کېږي او که پیدا هم شي، تروشې دي. د دې ترڅنګ د سرپل د لوړو زده کړو موسسې په احاطه کې لوی خوړ تېر شوی چې هم پکې د پله او هم پکې د استنادي دېوالونو د جوړېدو اړتیا ده، څو د پوهنتون اړونده ځمکه له تخریب څخه وژغورل شي. د کتابتون مجهز کېدل، د جومات او سپورټي میدانونو جوړېدل هغه اړتیاوې دي چې اوسمهال یې د سرپل د لوړو زده کړو موسسه لري.

پوهنمل خلیلي له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. د دې موسسې رییس وایي، د لوړو زده کړو د دې موسسې او پر پوهنتون د بدلېدو لپاره ډېر پلانونه لري چې هر یو به یې پر خپل وخت عملي کړي، څو سرپل ولایت هم د یوه مجهز او پرمختللي پوهنتون درلودونکی شي.

Share23Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

اپریل 23, 2026

د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

اپریل 23, 2026

مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

اپریل 23, 2026

بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In