د نږدې ۲۰۰ هېوادونو استازو د پولنډ په کاتوویتسا کې له دوې اونۍ ناستې وروسته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د پاریس د تړون عملي کېدو پر څرنګوالي موافقه وکړه.
له دې موافقې سره سم به په ۲۰۱۵ ز کال کې د پاریس شوې هوکړه له ۲۰۲۰ ز کال وروسته عملي کېږي.
د اقلیمي بدلون په برخه کې دغه ۲۴مه ناسته د ډسمبر له څلورمې پیل شوې وه چې د پاریس د هوکړې د عملي کېدو پر څرنګوالي پکې خبرې اترې وشوې. دا غونډه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ترسره شوه او د اختلافونو له امله یوه ورځ وغځېده.
د نړۍ د پياوړي اقتصادي هېواد په توګه امریکا د ډونالډ ټرمپ له ولسمشرۍ سره سم اعلان وکړ چې د پاریس له هوکړې وځي، خو له دې سره بیا هم امریکا د پولنډ د مذاکراتو وروستۍ هوکړه لاسلیک کړه.
د غونډې ګډونوال باور لري چې د کاربن د تولید د کچې راټیټولو لپاره به دغه هېوادونه خپلې ژمنې عملي کړي.
دوی ویلي چې په دې برخه کې دې راتلونکې غونډه تر ۲۰۲۰ ز کال مخکې جوړه شي.
د غونډې ګډونوال وايي، نوي اقدامات کولی شي چې د پاریس هوکړه عملي کړي.
د پولنډ په دې ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو هوکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ ز کاله به د ډي اکسیدکاربن تولید کچه راټیټه کړي، څو د ځمکې د تودوخې کچه هم کمه شي.
د پولنډ د غونډې مشر میکال کورتیکا وویل: «د پاریس د تړون عملي کولو برنامه یو لوی مسوولیت دی. دا یوه اوږده لار ده. موږ په دې برخه کې خپله ټوله هڅه کړې.»
د پولنډ ناسته داسې مهال کېږي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې یو علمي بنسټ (ای پي سي سي) خبرداری ورکړی چې د ځمکې تودوخه په پراخه کچه مخ پر زیاتېدو ده او ژر تر ژره باید په بې ساري کچه ګامونه پورته شي څو د اقلیم د بدلون اغېز کم شي.
د ډېری هېوادونو استازو د پولنډ په کنفرانس کې د امریکا، سعودي او روسیې د دریځ په اړه خواشیني څرګنده کړې. دغو هېوادونو د اقلیمي بدلون په برخه کې د یاد علمي بنسټ خبرداری ننګولی او له دې غونډې یې غوښتي چې د پایلو په اړه یې ډېر پام ونه کړي.
د ځمکې د اوبو او هوا ګرمېدو په اړه په پاریس کې د ۲۰۱۵ ز کال له غونډې وروسته دا د ملګرو ملتونو تر ټولو مهمه ناسته بلل شوې.
د پولنډ دغه ناسته داسې مهال کېږي چې د پاریس تړون د عملي کېدو لپاره د مقررو او جزیاتو د تدوین ضرب الاجل د روان کال تر پایه یا یوه میاشت وروسته پوره کېږي.