د امريکا د سي بي اېس راډيويي شرکت په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال له جولای راهيسې د امریکايي اتباعو او مهاجرینو خدماتي ادارې د افغانانو ۴۶ زره غوښتنليکونه تر لاسه کړي چې غواړي د بېړنۍ بشري پروسې له لارې امريکا ته داخل شي. خو تر اوسه پورې يوازې ۲۹۷ غوښتنليکونه منظور شوي دي. که څه هم ځينو امریکايي چارواکو ژمنه کړې چې افغان کډوال به په ښه توګه په امريکا کې ځای پر ځای کړي، خو دوی يوازې په خوله ژمنه کړې او د عمل جامه يې نه ده ور اغوستې. په دې هکله د چين د سي اې جي خبريالې له ځينو افغان کډوالو او پوهانو سره مرکه کړې او د دوی په اند امریکا له افغانانو سره د مرستو په برخه کې خپلې ګټې لري او له افغانانو سره صميمي مرسته نه کوي.
۳۶ کلن مطیع الله اميني چې د افغانستان په پخواني حکومت کې يې دنده درلوده، اوس د پاکستان په يو هوټل کې اوسېږي او د یاد غوښتنليک منظورېدو ته انتظار کوي. هغه وويل، دا چې د تېر نظام لپاره يې خدمت کاوه، نو د تېر نظام تر سقوط وروسته پاکستان ته کډه شوی او لس مياشت کېږي چې په دې هېواد کې اوسېږي. که څه هم په پاکستان کې هغوي ته د ژوند کولو هېڅ ستونزه نه شته، خو ماشومان يې له تعليم او زده کړو پاتې دي.
ده وویل: «مخکې مې غوښتل چې ژر له پاکستان څخه ووځم او د بېړني بشري پروسې تر بشپړېدو وروسته مې د خپلې کورنۍ له غړو سره له دغه هېواد څخه امريکا ته لاړ شم، خو تر اوسه لس مياشتې تېرې شوې دي او هېڅ ځواب مې نه دی تر لاسه کړی.اوس يوازې ۲۹۷ غوښتنليکونه منل شوي او برخليک مې نا معلوم نه دی.»
حقیقت دا دی چې د اميني په شان ډېر افغان کډوال او مهاجرين اوس په پاکستان او نورو هېوادونو کې پاتې دي او د خپل برخليک په اړه اندېښنه لري. خو امريکا د دغو مهاجرينو د برخليک په هکله بې تفاوته ده. د پکتيا پوهنتون استاذ محمد عيسي معروفزي په دې هکله د سي اېم جي له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وویل: « د افغان مهاجرينو د غوښتنليکونو د منلو پروسه سوکه او پېچلی ده. هغه کسان چې درېيم هېواد ته ځي او هلته يې غوښتنليک نه منل کيږي، د امريکا د مهاجرت اداره د دوې پر وړاندې ځانګړي او مختلف قوانين پلي کوي.» ده زياته کړه چې بعضې وختونه ښايي متقاضيان د دوی پرشرایطو برابر نه وي او غوښتلنليک يې رد شي. خو له افغان مهاجرينو سره د مرستو او د امريکا د صمیميت په هکله بايد ووايم چې امريکا خپلې ګټې لري. که دوی له افغانانو سره مرسته وکړي، دا د دوی پر ملي ګټو پورې اړه لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې وروستيو کې د يادو لږشمېرو غوښتنليکونو د منل کېدو په هکله همدارنګه ويلي چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان يرغل کړی و چې له دې کبله څه باندې دېرش زره افغان ملکيانو خپل ژوند له لاسته ورکړی او ۱۱ مليونه افغان کډوال شوي دي. د افغانستان مسئلې او اوسنيو ستونزو د ابتکار په توګه امريکا بايد د دې هېواد د بيا رغونې پړه پر غاړه واخلي، خو امريکا په افغانستان کې د اوسنيو ستونزو د لرې کولو لپاره صميميت نه دی ښودلی. د دې ترڅنګ دوی د افغانانو شتمنۍ غلا کړې او ډېر افغان کډوال يې رد کړل چې دا مسوولانه کړنه نه ده بلکې ظالمانه عمل دی.
د ملګروملتونو د ژنيوا په دفتر کې د چين دايمي استازي هم په وروستيو کې پر امريکا غږ کړی چې سمدلاسه پر افغانستان يو اړخيز بنديز لغوه کړي او د واقعي عملياتو له لارې د افغانانو د ژوند حالت د ښه والي لپاره له هغوی سره مرسته وکړي.