شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د جنګونو په را پارولو کې د امريکې د کړنو نوي شواهد

جولای 6, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0
د امريکا د انټرسيپټ (( The Intercept)) په نوم د پلټنې يوې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې واشنګټن له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د e۱۲۷ پروژې له لارې په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۳ نيابتي شخړې راپورته کړي، چې له دې جملې څخه يې ۱۴ جنګونه په منځني ختيځ او اسيا او ارام سمندر سيمې کې جوړ کړي دي.
که د امريکا په اړه دغه خبر حقيقت ولري، نو بيا دا په ډاګه کوي، چې دغه هېواد له اوږدې مودې راهيسې په نړۍ کې د نيابتي شخړو د جوړولو لپاره هڅې کوي او نړۍ يې په ګډوډو حالاتو کې ښکېله کړې ده.
يادې ويبپاڼې د مهمو سندونو او د امريکا د دفاع وزات د لوړ پوړو چارواکو په قول خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومتي ادارې پټ صلاحيت لري، چې د e۱۲۷ پروژې له لارې د ترهګرۍ ضد عملياتو په پلمه د بهرنيو هېوادونو د پوځونو او غير رسمي ځواکونو لپاره وسلې، روزنې او استخباراتي معلومات برابر کړي.
امريکا پر دغې پروژې عموماً ۳۱۰ ميليونه امريکايي ډالره پيسې لګولې دي.
د امريکې د e۱۲۷ پروژې همکارانو د امريکايي چارواکو په خاصو اشارو د دغه هېواد د دښمنانو په مقابل کې دندې ترسره کړې دي.
د خبر له مخې امريکې په مصر، لبنان، سوريې، يمن او تونيس کې e۱۲۷ پروژې پلې کړې دي.
د امريکا دفاع وزارت او د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ تر اوسه د ياد خبر په اړه هيڅ نه دي ويلي.
که څه هم امريکا په دې اړه خوله پټه نيولې، خو نړيوالې ټولنې ته د دغه هيواد د نيابتي شخړوکړنې ښکاره دي.
ځيني لوی هېوادونه په شخړو کې له مستقيم ګډون ډډه کوي، خو خپل اجنټان هڅوي او ملاتړ يې کوي، چې شخړې پيل کړي، څو په ټېټې بيې خپلو شومو موخو ته ورسيږي.
نيابتي جنګونه د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسيدو وروسته د نړيوالو شخړو عمده لار ګرځېدلې ده.
د امريکا پخواني ولسمشر ايسنهوير په ۱۹۵۵م کال کې ويلي وو، چې د اجنټانو جنګونه يا نيابتي شخړې د نړۍ تر ټولو ارزانې بيمې دي.
د انټرسيپټ (( The Intercept)) ياد خبر د امريکا د ګڼ شمېر کړنو يوه کوچنۍ برخه ده.
په منځني ختيځ، ختيځې اروپا، لاتيني امريکا او حتی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګډوډۍ او شخړو تر شا د واشنګټن سيوری ليدل کيږي. د بېلګې په توګه به يې د عربو پسرلی ياد کړو.
امريکا په ۲۰۱۰م کال کې د عرب پسرلي په نوم غورځنګ کې د پردې تر شا د چلوونکي رول لوبولی دی. نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ګوتو په شمېر سازمانونو د امريکا د حکومت په مالي مرستو په عربي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ د پلي کولو لپاره هڅې کړې دي.
نيويارک ټايمز وايي، چې امريکې په سوريې کې په بېلا بېلو لارو چارو د حکومت ضد وسلوالو ډلو ملاتړ کړی او هلته يې نيابتي شخړې جوړ کړې دي.
د منځني ختيځ زيات هېوادونه د امريکا د لاسوهنې له امله سخت ځپل شوي او په ګډوډۍ کې راګير ګڼ شمېر خلک يې بې کوره شوي دي.
که څه هم امريکايي سياستوالو څو ځلې په نيابتي شخړو کې لاس لرل رد کړي، خو دوی څنګه هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکولی شي، چې امريکا ولې اوکراين ته ګڼ شمېر وسلې ليږي، له دغه هېواد سره استخباراتي معلومات شريکوي او پر ورسيې يې افراطي بنديزونه لګولي دي؟
امريکا ولې د اوکراين او روسيې د سولې خبرې اترې رد کړي او د حالاتو د سختوالي تخريبوونکې کړنې ترسره کوي؟
د جولای څلورمه نېټه د امريکا د خپلواکۍ له ورځې سره برابره وه. امريکا متحده ايالاتو د خپل تاريخ ۲۴۰ کلونو کې يوازې په شلو کالونو کې جنګونه نه دي کړي، نور يې هر کال او هر وخت په جنګ کې تېر کړی دی.
که e۱۲۷ پروژه يې په حساب کې شامله شي، نو امريکا د جنګ جوړونکي ماشين په توګه هيڅ وخت نه ده درېدلې او هر وخت يې شخړې جوړې کړې دي. د دغه ماشين عمده چارې شتمني، باداري او تسلط غوښتل دي او محصولات يې نيابتي جګړې او ځپلو هېوادونو کې شخړې او ګډوډۍ جوړول دي.
Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In