سعودي عربستان د امریکا د مشرانو جرګې هغه وروستي پرېکړه لیکونه غندلي چې په يمن کې د سعودي په مشرۍ له ائتلافه د امريکا د ملاتړ د ختمولو غوښتنه پکې شوې ده.
په دغو پرېکړه ليکونو کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په تړاو په مستقيم ډول د دغه هېواد د ولیعهد د تورنولو غوښتنه هم شوې ده.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي: «د عربستان شاهي هېواد د امريکا د مشرانو جرګې وروستى دريځ چې پر ناسمو تورونو ولاړ دى، غندي او په خپلو داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوي».
د امریکا د کانګرېس مشرانو جرګې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې په يوه مجازاتوونکي اقدام کې د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه د امریکا د پوځي ملاتړ د بندولو غوښتنه پکې شوې ده.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف جګړې ته چې امریکا یې ملاتړ کوي، ډېر کسان د ايران پر وړاندې د نيابتي جګړې په سترګه ګوري.
د يمن شخړه په ٢٠١٥ ز کال کې وروسته له هغې شديده شوه چې د ايران له ملاتړه برخمنو شيعه حوثي ياغيانو د پلازمېنې صنعا په ګډون د يمن د لوېديځ زياتې برخې ونيولې.
سعودي عربستان او اتو نورو عرب هېوادونو د ولسمشر عبدالرب منصور هادي د حکومت د ملاتړ لپاره چې نړيوال يې په رسميت پېژني، په دغه هېواد کې پوځي مداخله وکړه.
د امريکا متحده ايالتونو، برېټانيا او فرانسې د دې پوځي مبارزې ملاتړ کړى، خو بيا هم د يمن په جګړه کې د نږدې ١٠ زرو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى چې زياتره يې ملکيان دي او په میليونونو نور کسان بیا د قحطۍ له خطر سره مخ دي.
بلخوا د امریکا مشرانو جرګې په یوه جلا پرېکړه لیک کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې مسوول بللی دی، خو دغه پرېکړه ليکونه تر ډېره سمبوليکه بڼه لري، ځکه لا معلومه نه ده چې سپينه ماڼۍ به يې ملاتړ وکړي، که نه.
د امريکا استخباراتي ادارې ويلي، اسناد او مدارک ښيي چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په دې وژنه کې لاس لري.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي خبريال جمال خاشقجي په اکټوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې دننه ووژل شو، خو د دغه هېواد ولیعهد د خاشقجي په وژنه کې خپل هر ډول دخالت رد کړى دى.