پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د وردګو د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 23, 2018
in پوهنتون
0 0

د وردګو ولایت د لوړو زده کړو موسسه د دغه ولایت د علم دوسته خلکو له پرله پسې غوښتنو او هلوځلو وروسته په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظور شوه، خو د ځینو ستونزو، لکه د ځای، اداري تشکیل او بودجې د نشتون له کبله یې چارې یو څه وځنډېدې، خو له نېکه مرغه په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د دغه ولایت اړوند د ټوپ په دښته کې یې چارې رسماً پیل شوې. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې په ۱۳۹۴لمریز کال کې یوازې د کرنې پوهنځي ته ۲۰۰ محصلین جذب شول چې بیا وروسته په تېرو څو کلونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه نور محصلین هم د دغه پوهنځي په دوو ډيپارټمنټونو کې جذب شول. د وردګو د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار عنایت الرحمن مایار وایي، اوسمهال دغه موسسه نږدې ۵۵۰ محصلین لري.

مایار وایي، کارونه یې ځکه ټکني دي چې دوی هر څه له صفره پیل کړي دي. دی وایي، دا چې د وردګو د لوړو زده کړو موسسه له ښار او بازاره یو څه لرې او په تشه دښته کې ده، نو په لومړي سر کې یې د ودانیو د نشتون له کبله د موسسې د پرمختګ مخه یو څه ډپ شوې وه. مایار وایي، موږ د دې پر ځای چې د زیاتو محصلینو د جذب او یا هم د نورو پوهنځیو د منظورۍ په اړه فکر وکړو، ښه مو دا وبلله چې په لومړي سر کې باید اداري، تدریسي او نورې اړینې ودانۍ او دغه راز د موسسې احاطه، هلته د اوسېدو امکانات، برېښنا، اوبه او نور هغه څه چې په یوه پوهنتون او موسسه کې ورته اړتیا لیدل کېږي، برابر او وروسته د محصلینو د جذب او نویو پوهنځیو د منظورۍ لپاره ګام پورته کړو.

د وردګو د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، پر یوه پوهنتون باندې د نويو جذب شويو محصلینو حقوق دا دي چې اړوند پوهنځی باید ودانۍ، استادان، کتابتون، لابراتوار او په پوهنتون کې مناسب درسي چاپېریال ولري. دی وایي، څو کاله وړاندې د پوهنتونونو لپاره د نویو پوهنځیو منظوري یوه ساده خبره وه، هر پوهنتون کولی شوای چې د خپلې خوښې پوهنځیو لپاره لوړو زده کړو وزارت ته غوښتنلیکونه وسپاري او چارې یې مخ ته یوسي، خو کله به چې پوهنتون ته نوي محصلین جذب شول، د پوهنځي لپاره د ودانۍ، د کتابتون او دغه راز د نورو تدریسي موادو نشتون به هغه ستونزې وې چې محصلین به ورسره لاس او ګرېوان وو، خو په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو په وزارت کې د یو لړ بدلونونو له کبله اوس د نویو پوهنځیو منظوري یو څه قانوني او ستونزمنه شوې ده. لوړو زده کړو وزارت اوس د نویو پوهنځیو د منظورۍ لپاره ځینې شرطونه اېښي، لکه مخکې له مخکې د پوهنځي لپاره د ودانۍ، ریاست، امریت او د نورو هغو امکاناتو چې د یوه پوهنځي لپاره اړین دي، درلودل  ضرور بللي. نوموړی وایي، د یوه پوهنځي لپاره د دغو اړینو توکو برابرول او د نویو پوهنځیو منظوري یو څه وخت ته اړتیا لري.

پوهنیار عنایت الرحمن مایار وایي، دوی سږ کال د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره ودانۍ، کتابتون او مناسب تشکیل برابر کړی او د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د پوهنځي منظوري هم ورکړل شوې ده او په راتلونکي کال کې به ورته محصلین هم جذب شي. د ده په خبره، په دې سره به د وردګو د لوړو زده کړو موسسه د دوو پوهنځیو درلودونکې شي چې اوسمهال یې د کرنې پوهنځی  دوه ډيپارټمنټونه لري او د ښوونې او روزنې پوهنځی به درې ډيپارټمنټونه ولري. د یادولو ده چې د وردګو د لوړو موسسې له کرنې پوهنځي څخه سږ کال د لومړي ځل لپاره ۶۳ تنه محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د وردګو د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه یوازې د کرنې پوهنځي اړوند ۱۶ کادري غړي لري چې د همدغه پوهنځي د تدریس چارې مخ ته وړي. مایار وایي، له بده مرغه تر اوسه په دې موسسه کې هېڅ ښځینه استاده نه لري، خو د ښوونې او روزنې پوهنځي په فعالېدو سره به ښځینه استادانې هم ولري، څو له نارینه استادانو سره اوږه پر اوږه د تدریس چارې مخ ته یوسي.

د دې موسسې رییس وایي، د وردګو د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې د لیلیې لپاره کومه ودانۍ نه لري، خو په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی. د لیلیې ودانۍ د ډیزاین او نورې چارې یې بشپړې شوې او تمه ده چې د ودانیو د جوړېدو چارې به یې ډېر ژر د ښار جوړونې وزارت له خوا پیل شي. دی وایي، هغه محصلین چې په شرایطو برابر وي، د موسسې له خوا ورته ټاکلې بدل اعاشه ورکول کېږي او موسسې ته نږدې په خصوصي لیلیو کې اوسېږي.

له پیله تر اوسه پورې د دغې موسسې د ځمکې، احاطې، لومړنیو ودانیو، ونو اېښودلو، کتابتون او نورو برخو کې د سیمې خلکو پراخه ونډه اخیستې ده. د ویلو ده چې د دغې موسسې لپاره د لومړني پوهنځي (کرنې پوهنځی) ودانۍ هم د ولسي خلکو په مرسته او همکارۍ جوړه شوې ده. د وردګو د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، که څه هم د کتابتون لپاره ځانګړې خونه نه لري، خو د خلکو په مرسته یې له لس زره ټوکو ډېر کتابونه راټول کړي دي. دی وایي، دا چې ولسي خلکو له دې موسسې سره د هر ډول کتابونو مرسته کړې ده، نو دوی ترې لس زره پوره علمي کتابونه راټول کړي دي چې دغه لړۍ لا هم روانه ده. دغه راز د نړیوال بانک له خوا د دې موسسې لپاره ۲۵۰۰۰ ټوکو کتابونو د اخیستلو تدارکاتي چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو موسسې ریاست ته وسپارل شي.

د وردګو د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال د کابل پوهنتون په ځانګړې توګه، د دغه پوهنتون د کرنې له پوهنځي او دغه راز تازه یې د کابل د ښوونې او روزنې له پوهنتون سره د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی. مایار وایي،   د کرنې له پوهنځي سره یې په مستقیم ډول د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ملاتړ موجود دی چې په تدریسي برخه کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له کریکولم څخه ګټه اخلي. دغه راز یې تازه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له ریاست سره د دوه اړخیزو اړیکو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی، څو په راتلونکي کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي له پرانیستل کېدو سره سم ورسره په اړونده برخه کې همکاري وکړي. په دې مانا چې د وردګو د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځی د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي فلیال او د ښوونې او روزنې پوهنځی به د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون فلیال وي.

دا چې دغه موسسه نوې تاسیس شوې ده، نو په ټولو برخو کې لازم لاس نیوي ته اړتیا لري. اداري ودانۍ، تدریسي ودانۍ، لیلیه، کتابتون، لابراتوارونه، طعام خوري، سپورټي میدانونه، برېښنا، اوبه، شنه ساحه او پراخ تشکیل هغه څه دي چې دغه موسسه اوس ورته جدي اړتیا لري. د دې موسسې رییس وایي، که ولسي مرسته ورسره نه وای، له ۱۳۹۳ لمریز کال بیا تر اوسه به دوی د هېڅ تدریسي ودانۍ، ادارې او یا احاطې څښتنان نه وای. دی وایي، د موسسې لپاره د لومړني پوهنځي ودانۍ، احاطه، کتابتون، جومات، ژورې څاګانې، د ونو اېښودل ټول تر اوسه پورې د ولس په مرسته ترسره شوي دي. د مایار په خبرّه، د لوړو زده کړو وزارت باید د ولس دې مینې او تلوسې ته مثبت ځواب ووایي او د نورو ولایتونو د پوهنتونونو په څېر باید په هر اړخیزه توګه ورسره مرسته وکړي.

Share30Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

اپریل 23, 2026

د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

اپریل 23, 2026

مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

اپریل 23, 2026

بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In