د چين دولت رييس شي جين پينګ د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په سمرقند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مه غونډه کې ګډون کوي. شي جين پينګ د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته له دريو کلونو راهيسې د خپل لومړي ډيپلوماتيک سفر په توګه په دې غونډه کې ګډون کوي. او د دې سيمې د هېوادونو له مشرانو سره کتنه کوي.
د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې د افغانستان د نړيوالو اړيکو له کارپوه نظيم سمون سره يوه مرکه کړې. نوموړي وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د شي جين پینګ ګډون ښیي چې دغه سازمان د چین لپاره لا هم مهم دی. شي جين پېنگ د شانګهای همکارۍ سازمان د همکاريو په اړه هيله لري، چې دغه سازمان په هوساينې، ارامه، ثابته او دواملرونکي پرمختګ همکارۍ وکړي او د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي. د نظيم سمون په اند، دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د اوکراین د جګړې له امله د دې سازمان د یو بل مهم غړي روسیې او غربي نړۍ ترمنځ اړیکې د غیر مستقیم تقابل او خصومت کچې ته رسېدلې دي. همدارنګه د اوکراین د جګړې له امله د انرژۍ بحران او د خوراکي توکو انفلاسیون هم بله نړیواله ننګونه او معضله ده. چین کولای شي چې په شانګهای همکارۍ سازمان کې په خپل فعال رول سره د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو سره مرسته او همکاري وکړي. نویو ننګونو ته په کتو سره چین باید په شانګهای همکارۍ سازمان کې خپل رول او نقش لا پسې برجسته کړي.
ځيني لوېديځ هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان له ناټو سره په مقابله او تقابل ارزوي. په حقيقت کې د شانګهای همکارۍ سازمان په بنسټيزه توګه له ناټو سره ستر توپير لري. په دې اړه نظيم سمون وويل،په دې کې شک نشته چې د امریکا په مشرۍ لیبرال نړیوال نظم نړۍ یو قطبي کړې، خو د دې وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده چې نور نړیوال قدرتونه لکه چین خپل نرم ځواک زیات او بدیل سیستمونه رامنځته کړي. ناټو یو دفاعي او امنیتي سازمان دی او د شانګهای همکارۍ سازمان بیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان دی. د شانګهای همکارۍ سازمان او ناټو د فعالیت ډول او وجودي فلسفه ډېر سره توپیر لري. دواړه د یو بل رقیب ځکه نه شي کېدای چې د شانګهای همکارۍ سازمانغړي هېوادونه هم په خپلو کې سره ځینې ستونزې لري او د لوېدیځ په مقابل کې یې تراوسه یو موثر اتحاد نه دی رامنځته کړی. نړیوال او داخلي اختلافات یوازې د همکارۍ او مخامخ خبرو له لارې حل کېدای شي. جګړه له یوې خوا د ستونزو معقول حل نه دی له بلې خوا د نړۍ پر امنیت او اقتصادي ثبات منفي اغېزې کوي چې قېمت یې یوازې ملتونه پرې کوي. د شانګهای همکارۍ سازمان یو ښه پلټفارم دی چې کولای شي د منطقې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت لپاره مهم رول ادا کړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې تل د افغانستان مسئلې ته پاملرنه کړې او کوي يې. اوس به په روانه غونډه کې هم د افغانستان د مسئلې د حلولو په هکله بحث وشي. څرنګه چې د افغانستان خونديتوب او ثبات د دې سيمې لپاره ډېر مهم دی. په دې اړه نظيم سمون دا څرګنده کړه، چې د اوس لپاره اړتیا ده چې د شانګهای سازمان په افغانستان کې بشري وضعیت او د افغانانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته زیاته پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې افغانستان انزوا ته لاړ شي ځکه چې د افغانستان منزوي کېدل بشري ناورین او د ترهګرۍ ګواښونه لا زیاتوي.