ټاکل شوې وه چې د شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه خبري ناسته کې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړي، خو د ملي یووالي حکومت او بهرنیو مرستندویانو ترمنځ د ځنډ د مودې پر سر د نظر د اختلاف له امله دغه اعلان ځنډېدلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې ویلي، حکومت تر دریو میاشتو پورې د جمهوري ریاست ټاکنو له ځنډولو سره توافق ښودلی، خو امریکایان او نور بهرني مرستندویان غواړي ټاکنې تر شپږو میاشتو وځنډېږي او په کمېسیونونو کې هم اصلاحات او تغیرات رامنځته شي.
دې سرچینې ویلي: «حکومت تر دریو میاشتو د انتخاباتو ځنډولو ته راضي شوی، خو امریکایان او بهرني مرستندویان د سولې پروسې او په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره حد اقل تر شپږ میاشتې د انتخاباتو ځنډېدل غواړي».
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او په ټاکنو کې د ځنډ د مودې مسئله له سیاسي او جهادي مشرانو سره تر بحث لاندې ده او په راتلونکو څو ورځو کې به د ټاکنو د ځنډېدو موده اعلان شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وویل: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د اصلاحاتو لړۍ تر لاس لاندې لري، د اصلاحاتو د پلي کېدو لپاره هم وخت ته اړتیا ده. په همدې اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون له سیاسي او جهادي مشرانو سره هم بحثونه پیل کړي دي او انشاالله تر دوو- دریو ورځو پورې به مشخصه شي چې که چېرته دغه ټاکنې ځنډېږي، د څه لپاره ځنډېږي او د څومره وخت لپاره ځنډېږي.»
نړیوال مرستندویان په دې باور دي چې اوسنی کمېسیون په ټاکل شوي وخت د ولسمشرۍ ټاکنې نه شي کولی او د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته په لږ موده کې په کمېسیونونو کې اصلاحات او تغیرات هم ممکن نه دي.
مرستندویانو دغه راز د راتلونکو ټاکنو لپاره د کمېسیون د بودجې طرحه رد کړې او د ټاکنو لپاره یې له مرستې ورکولو انکار کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حقپرست په دې اړه وویل: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودجې مصوبه برابره کړه او له نړیوالې ټولنې سره یې شریکه کړه چې له بده مرغه د نړیوالې ټولنې له خوا کمېسیون ته مثبت ځواب ونه ویل شو».
بلخوا د ملي امنیت پخواني سلاکار محمدحنیف اتمر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو سره په خپل کاري دفتر کې د ولسمشریزو ټاکنو پر روڼتیا، عادلانه والي او د دغو ټاکنو د ځنډېدو پر عواملو بحث او خبرې کړې دي.
ښاغلي اتمر، ټاکنې د ولسواک نظام او د ډیموکراسۍ یو اساسي رکن وباله او ویې ویل، د ټاکنو ځنډېدل به له یوې خوا پر عامه ذهنیت منفي اغېز وکړي او له بل پلوه له سیاسي ګوندونو او جریانونو سره له سلا مشورې پرته د نوي مهالوېش په اړه تصمیم نیونه د منلو وړ نه ده.
نوموړي زیاته کړه، د ټاکنیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو په تصمیم نیونه کې باید ټول سیاسي ګوندونه او جریانونه شامل وي، په یو اړخیزه توګه د اصلاحاتو راوستل به په سیاسي جریانونو کې شک او تردید رامنځته کړي.
د چارو شنونکي وايي، متحده ایالتونه غواړي له طالبانو سره د سولې خبرو او موقت حکومت په برخه کې د پرمختګونو په نظر کې نیولو سره، د جمهوري ریاست ټاکنې وځنډېږي او د زلمي خلیلزاد له خوا وړاندیز شوې شپږ میاشتې موده کې له طالبانو سره یوې نتیجې ته ورسېږي.