له هغه وروسته چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو معلومات خپاره شول، خلک هیله من شول چې ښايي سولې ته لاره هواره شي. د امریکا له خوا سولې ته د تمایل نښې هغه وخت زیاتې ښکاره شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په چارو کې خپل استازی وګوماره. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې زلمى خليلزاد به په افغان سوله کې د امريکا د سولې هڅې رهبري کوي او په دې اړه به په کېدونکو غونډو او ناستو کې ګډون کوي.
د امریکا له خوا له دغو ګامونو وروسته ځینې داسې خبرونه خپاره شول چې امریکايي استازو په اماراتو کې له طالبانو سره لېدلي او نظریات یې تبادله کړي دي. په یوه بل بدلون کې ویل شوي چې له بګرام هوايي اډې څخه یوه الوتکه کوټې ته تللې او له هغه ځایه یې ځیني طالب چارواکي بګرام ته راوړي. دغه کسان له اته ساعته خبرو وروسته بېرته د امریکايي الوتکې په واسطه کوټې ته رسول شوي دي. طالبان دا دواړه لیدني نه مني او ځینې طالب سرچینې بیا وايي چې امریکايي استازو له ځینو نورو کسانو سره د طالب استازو په نامه کتلي دي. دوی وايي چې دا کسان پخوا طالب چارواکي وو او یا یې هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې، خو اوس دوی نه طالبان دي او نه د طالبانو استازیتوب کوي. داسې اټکل کېږي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د وروستیو جوجاړیو پر اساس به یو ځل بیا د پاکستان له خوا ځینې اوسني طالب چارواکي مجبور شي او یا به مجبور شوي وي چې له امریکايي چارواکو سره وګوري. دغه راز پاکستان به ځینې پخواني طالبان او له ای اېس ای سره نږدې کسان هم له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د طالب استازو په نامه کښېنوي. د بګرام او اماراتو ناستې هم همداسې ګڼل کېدای شي چې پاکستان د امریکا فشارونو ته ځواب وايي او ځینې کسان د طالب استازو په نامه د سولې خبرو ته کښېنوي.
که د سولې لپاره د امریکا تمایل له یوه اړخه هیلې زیاتوي، له بله اړخه د معلومو ادرسونو پر ځای له نامعلومو، مجبورو شويو او یا نورو بې اغېزې کسانو سره لیدنې کتنې نه یوازې د سولې لاره نه ده، بلکې موږ له سولې لرې کوي. طالبان د سولې لپاره په قطر کې رسمي دفتر لري. دا سمه ده چې دا دفتر پوره صلاحیت نه لري، خو دا دفتر استازیتوب کوي او د طالبانو له رهبرۍ څخه د سولې په هڅو کې د استازیتوب جواز لري. طالبان په رسمي اعلامیو او ان مشران یې په پیغامونو کې بیا بیا قطر دفتر خپله استازولي ګڼي او هغه د سولې لپاره خپل معلوم ادرس یادوي. اوس که ښکاره ادرس پرېښودل کېږي او په نامعلومو ادرسونو پسې هڅه کېږي، نو دا به د سولې لاره ستونزمنه کړي.
امریکا که رښتیا د سولې اراده لري او غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي، نو ځای او ادرس معلوم دی. البته دا هم د هېرولو نه ده چې پر پاکستان فشار کارنده رول لوبوي، خو دا ددې معنی نه لري چې هر څه چې پاکستان وغواړي هغه کېږي او سم دي. له همدې امله پکار ده چې د سولې لپاره رښتینې هڅې وشي او ناسمې لارې ونه کارول شي.