د افغان سولې په تړاو د جدې غونډه چې په همدې ورځو کې باید شوې وای، ونه شوه. ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې به پاکستان، امارات، سعودي، طالبان او امریکا برخه واخلي. افغان چارواکو ویلي چې دوی به هم په دې غونډه کې برخه اخلي او له طالبانو سره په مخامخ خبرو موافقه شوې ده. اوس دا غونډه ځنډېدلې ده او ښايي هېڅ ونه شي.
ولې د جدې غونډه له خنډ او ځنډ سره مخ شوه؟
په اماراتو کې د افغان سولې په تړاو غونډه کې پر طالبانو ډېر فشار و چې د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي، خو هغوی ونه منله. که څه هم حکومت ته ډاډ ورکړل شوی و چې طالبان به خبرو ته مجبور کړي، خو بیا هم طالبانو ونه منله. له دې غونډې وروسته د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ بدګومانۍ پیدا شوې او ان ځینو خو د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د ناراضیتوب خبره هم کوله. حکومت ته ډاډ ورکړل شو چې په دویمه غونډه کې به طالب استازي حتمي اړ شي چې له دوی سره وګوري. له همدې امله حکومت په تمه پاتې شو، خو اوس د دویمې غونډې برخلیک هم معلوم نه دی.
د جدې د غونډې په تړاو طالبان له دوو فشارونو سره مخ وو. لومړی فشار دا و چې دوی د یوې غونډې لپاره سعودي ته ولاړ شي. د طالبانو او سعودي ترمنځ اړیکې ښې نه دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او ځینو نورو مسایلو پر سر دواړو لورو اختلاف درلود چې دې چارې یې اړیکې ترینګلې کړې وې. طالبان سعودي ته له دې امله هم غوسه وو چې څه وخت وړاندې یې د افغان حکومت په غوښتنه ځینې دیني عالمان را ټول کړل او د طالبانو جګړه یې نامشروع وګڼله. طالبان حاضر نه وو چې سعودي ته ورشي، خو د پاکستان فشارونو دوی قانع کړي وو چې سعودي ته به ورځي. پاکستان له دې امله طالبان سعودي ته بېول چې دغه هېواد تازه له پاکستان سره د شپږو میلیاردو ډالرو مرستې اعلان کړی و. طالبانو دا لومړی فشار ومانه او په غونډه کې ګډون ته حاضر شول، خو پر طالبانو دویم فشار داسې و چې دوی یې منلو ته اړ نه شول. دا فشار د افغان حکومت له استازو سره د مخامخ خبرو و. طالبانو ته د سعودي په غونډه کې د ګډون ترڅنګ ویل شوي وو چې حتمي به د حکومت له استازو سره ګوري. همدا چاره د دې سبب شوه چې طالبان پر خپل دریځ ټینګار وکړي او د جدې غونډه وځنډول شي او یا هم ښايي ونه شي. د افغان حکومت له استازو پرته د سعودي غونډه د امریکا، سعودي، اماراتو او پاکستان لپاره هم ستونزمنه ده، ځکه چې افغان حکومت مخالف و او له دغه مخالفته ښايي نورې ستونزې را پیدا شوې وی.
له دې سره دا پوښتنه هم را پیداکېږي چې اوس به د سولې د خبرو برخلیک څنګه کېږي؟
که د جدې غونډه ونه شي، نو دا د دې معنا نه لري چې خبرې به په ټپه ودرېږي. د امریکا او طالبانو ترمنځ به خبرې دوام کوي، خو سعودي او امارات به ترې ایستل شوي وي. د پاکستان د ایستلو خبره ځکه نه کېږي، چې د طالبانو او امریکا خبرې به د پاکستان په مرسته پر مخ ځي او پاکستان به په یو ډول په دغو خبرو کې ښکېل وي چې ښايي دا ښکېلتیا پټه وساتل شي.