شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د زابل د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

جنوري 6, 2019
in پوهنتون
0 0

د زابل ولایت لپاره د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظوره شوه چې رسمي چارې یې د ۱۳۹۶ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۵مه د یوه پوهنځي (ښوونې او روزنې) او ۲۰۰ محصلینو په درلودو سره پیل شوې. د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، اوسمهال یې د ښوونې او روزنې پوهنځی څلور ډیپارټمنټونه (کیمیا، فزیک، ریاضي او بیولوژي) لري.

د پوهنیار کاکړ په خبره، سږ کال هم ورته د کانکور له لارې ۲۰۰ محصلین معرفي شوي دي چې اوس یې د ټولو برحاله محصلینو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې د ګوتو په شمېر یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي، موسسه یې هر کال د لږ تر لږه ۲۰۰ نویو محصلینو د جذب وړتیا لري.

د زابل د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې تدریسي چارې د ۱۶ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي. پوهنیار کاکړ وایي، له دې ډلې یې دوه تنه استادان یو چین او بل هم هند ته د ماسټرۍ اخیستو لپاره تللي دي چې د ماسټرۍ پروګرام له بشپړولو وروسته به بېرته خپلو دندو ته را وګرځي. نوموړی وایي، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د دې موسسې پنځه تنه نور استادان هم په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل شي.

څه کم دوه کاله کېږي چې د زابل د لوړو زده کړو موسسې فعالیت پیل کړی دی، خو د دې موسسې د رییس په خبره د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو لپاره یې یو کوچنی کتابتون هم جوړ کړی دی. پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ، کندهار پوهنتون او ځینو نورو ادارو په مرسته یې تر اوسه پورې ۳۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه را ټول کړي دي چې محصلین او استادان ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. که څه هم چې د زابل د ښوونې او روزنې څلور واړه ډيپارټمنټونه په ساینسي برخه کې دي، نو لازمه ده چې تر یوې کچې پورې هر ډيپارټمنټ ته اړوند ساینسي کتابونه برابر شي، څو محصلین وکړای شي په خلاص لاس خپله څېړنه او په اړونده برخه کې مطالعه وکړي. کاکړ وایي، هڅه به یې دا وي چې کتابتون پراخ کړي او د محصلینو د اړتیا اړوند کتابونه ورته برابر کړي.

د زابل د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه خپلې اداري او تدریسي چارې د زابل ولایت مقام په پخوانۍ ودانۍ کې مخ ته وړي. د دې موسسې رییس وایي، د محصلینو په ډله کې یې د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي شته چې ډېری یې د لیلیې په شرایطو برابر هم دي، خو دا چې دوی تر اوسه پورې د اداري او تدریسي ودانیو له نشتون سره مخ دي، نو هغه کسان چې د لیلیې شرایط یې پوره کړي دي، د لوړو زده کړو وزارت د بدل اعاشې د مقررې له مخې ورته په میاشتني ډول د بانکي حساب له لارې نغدې پیسې ورکول کېږي چې بیا دوی په خپله د قلات په بازار کې د ځان لپاره کوټې نیولې دي او پکې اوسېږي. پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د لوړو زده کړو وزارت ته یې پنځه میاشتې مخکې د اداري، تدریسي او لیلیې لپاره د ودانیو جوړولو وړاندیز کړی دی چې په دې برخه کې د ښار جوړونې وزارت له خوا د دې موسسې لپاره د لیلیې د ودانۍ د ډیزاین چارې پای ته رسېدلې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملاً د جوړولو چارې پیل شي.

دا چې د لوړو زده کړو دغه موسسه د کندهار پوهنتون فلیال بلل کېږي، نو په هر اړخیزه توګه یې ورسره مرسته کړې ده. د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د کندهار پوهنتون ادارې ور سره د تدریسي او علمي معاونیت په جوړولو، تشکیل او په ټوله کې د دې موسسې په جوړښت کې خورا ډېره برخه اخیستې ده او په اصطلاح د کندهار پوهنتون یوه برخه بلل کېږي. رحمت الله کاکړ چې له دې وړاندې د کندهار پوهنتون استاد و، د کندهار پوهنتون د اداري پلاوي په مشوره او غوښتنه د زابل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د رییس په توګه ټاکل شوی دی. پوهنیار کاکړ وایي، له دې سره په څنګ کې د زابل د لوړو زده کړو موسسه د پکتیکا پوهنتون، لوګر د لوړو زده کړو موسسې او میدان وردګو د لوړو زده کړو موسسې له ادارو سره په اړیکه کې ده، د هغوی له کریکولم، تجربو او دا چې څه ډول یې دغه دوره بشپړه کړې ده، ګټه اخلي.

د دې موسسې اداره د راتلونکي لپاره دوه پلانونه لري چې یو یې علمي او بل هم د موسسې لپاره په ساختماني برخه کې دی چې د دغو پلانونو پالي کول به یوڅه وخت ونیسي. پوهنیار کاکړ وایي، په لومړي سر کې یې د ولایتي ادارې په مرسته د لوړو زده کړو د موسسې لپاره چې په راتلونکي کې به پوهنتون ته ارتقاع کوي، ځمکه مشخصه کړه چې له دې وړاندې نه وه معلومه شوې. دی وایي، اوس دوی د پوهنتون لپاره ۳۷۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده چې د احاطې کارونه یې عملاً روان دي او ډېر ژر به پای ته ورسېږي. دغه راز یې د لوړو زده کړو  وزارت، مالیې وزارت، اقتصاد وزارت او ښار جوړونې وزارت ته د اداري، تدریسي، لیلیې او نورو ودانیو د جوړېدو غوښتنلیکونه سپارلي دي چې له دې ډلې به یې د لیلیې د ودانۍ کارونه ډېر ژر د ښار جوړونې وزارت له لوري پیل شي. پوهنیار کاکړ وایي، تمه ده چې د تدریسي او اداري ودانیو د جوړېدو چارې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ ډېر ژر پیل شي، ځکه له دې ودانیو پرته دوی نه شي کولی خپلې ورځنۍ چارې مخ ته یوسي، ځکه اوس هم د ولایت په پخوانۍ زړه ودانۍ کې خپلې اداري او تدریسي چارې مخ ته وړي چې جوړښت یې د تدریس لپاره جوړ نه دی. نوموړی وایي، له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست ورسره ژمنه کړې ده چې د احاطې له بشپړېدو سره سم به د زابل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د غونډو تالار جوړ کړي. کاکړ وایي، د زابل د حج او اوقافو ریاست هر کال په یاد ولایت کې د یوه جومات د جوړولو چارې پر غاړه اخلي او ژمنه یې ور سره کړې ده چې راتلونکی کال به د دې موسسې لپاره جومات جوړوي.

د دې موسسې د ادارې دویم پلان په تدریسي او علمي برخه کې دی. کاکړ وایي، دا چې زابل ولایت اوس د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی، نو په همدې موخه یې لومړی له لوړو زده کړو وزارت څخه د ښوونې او روزنې پوهنځي منظوري اخیستې او اوس عملاً د دغه پوهنځي په څلورو ډيپارټمنټونو کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي چې دوه کاله وروسته به زیات شمېر مسلکي ښوونکي نه یوازې په زابل ولایت، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ښه او مسلکي تدریس په موخه په ښوونځیو کې وګومارل شي. کاکړ وایي، په یاد پوهنځي کې یې د دریو نورو ډیپارټمنټونو (پښتو ادبیاتو، انګلیسي ادبیاتو او اسلامي تعلیماتو) د جوړېدو فروپوزلونه جوړ کړي او لوړو زده کړو وزارت ته به یې د منظورۍ لپاره واستوي.

دا چې د زابل ولایت ډېری وګړي پر کرنه بوخت دي او هر کال زیاته تازه او وچه مېوه د هېواد نورو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادروي او یا په ټوله کې د افغانستان جغرافیایي جوړښت ته په کتو سره چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي، نو د زراعت په برخه کې مسلکي کسانو ته پوره اړتیا لیدل کېږي. د همدې ټکي په نظر کې نیولو سره د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د تدریسي ودانیو په جوړېدو سره به د دې موسسې لپاره لوړو زده کړو وزارت ته د کرنې پوهنځي د منظورۍ وړاندیز هم وکړي.

د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې دغه موسسه نوې تاسیس شوې ده، نو شته امکانات یې په نشت حساب دي. اداري ودانۍ، تدریسي ودانۍ، کتابتون، لیلیه، جومات، لابراتوار، طعام خوري، د غونډو تالار، سپورټي میدانونه، شنه ساحه، برېښنا، ژورې څاه ګانې او نور اړین شیان هغه څه دي چې یاده موسسه ورته جدي اړتیا لري. کاکړ له لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې په یادو برخو کې ورسره هر اړخیزه مرسته وکړي، څو زابل هم د نورو ولایتونو په څېر د لوړو زده کړو د یوې مجهزې موسسې او په راتلونکې کې د یوه پرمختللي او داسې پوهنتون درلودونکی شي چې په بېلابېلو پوهنځیو کې یې محصلین لوړې زده کړې وکړي، څو خپل هېواد او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

Share44Tweet15Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In