پنجشنبه, جولای 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

    هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د تولید طرحه تایید شوه

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

    یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

    هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د تولید طرحه تایید شوه

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

    یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

دا ځل طالبان او امریکا د افغان پلاوي په حضور کې خبرې کوي

جنوري 7, 2019
in افغانستان
0 0

طالبانو د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له فشارونو د خلاصون لپاره د جدې غونډه تحریم کړې ده. طالبانو ته نږدې سرچینو کابل نیوز ته ویلي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو په موخه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو تر فشار لاندې وو. د دغه سرچینې په خبره، طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، نو له همدې امله به دغه غونډه د جدې پر ځای په دوحه کې ترسره کېږي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د طالبانو، افغان حکومت، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو په جده کې غونډه وشي. د دغه غونډې دقیقه نېټه نه وه په ګوته شوې، خو اوس طالبان وايي چې غونډه به د جدې پر ځای په دوحه کې جوړېږي. طالب سرچینو هم د غونډې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

سرچینې همدا راز ویلي چې په دغه غونډه کې افغان حکومت، امریکا، طالبان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او پاکستان برخه اخلي. طالبان په دې غونډه کې د افغان حکومت ګډون مني، خو وايي چې د حکومت له استازو سره به یوازې په غونډه کې ګډون کوي او مخامخ خبرې نه ورسره کوي.

بل پلو د سولې عالي شورا بیا وايي چې د جدې د غونډې د ترسره کېدو دقیقه نېټه او همدا راز د دغه غونډې د لغوه کېدو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، د جدې د غونډې د ترسره کېدو او لغوه کېدو رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم په دې اړه نظر څرګندولی شي. د ده په وینا دا ځل باید د ابوظبۍ د غونډې تجربه تکرار نه شي او افغان حکومت باید تر هرڅه وړاندې ځان باوري کړي چې طالبان مخامخ خبرې ورسره کوي. د طاهري په خبره، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، نو ضرور نه ده چې استازي یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

طالب سرچینې بیا وايي چې د دوحې په غونډه کې به له امریکا سره مخامخ خبرې کوي او په وینا یې په دې خبرو کې به پرمختګ وشي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابرېږي او سعودي عربستان په دې برخه کې قوي ژمنې کړې وې. خو اوس طالبان وايي چې د ځان د استقلالیت او د سعودي عربستان او اماراتو له فشاره د خلاصون لپاره په قطر کې غونډه کوي.

په دې وروستیو کې د ایران، پاکستان، امریکا او سعودي عربستان له لوري پر طالبانو فشارونه زیات دي، څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، خو دغه ډله وايي چې دوی له امریکا سره خبرې کوي او لومړی غواړي چې د افغانستان د قضیې بهرنی اړخ حل کړي. بل پلو د افغانستان د پارلمان غړي بیا وايي چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي او په دې توګه په هېواد کې روان بحران ته د پای ټکی کېږدي. د مشرانو جرګې غړو هم په پرونۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان ستونزه یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لارې د حل وړ ده. د دوی په خبره، په هېواد کې د ننه ټول سیاسیون باید د سولې په اړه اجماع رامنځته کړي او د خپلو شخصي ګټو لپاره دې دغه ملي پروسه نه زیانمنوي. دوی پر طالبانو هم غږ وکړ چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې د سیمې هېوادونه او ګاونډیان د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د سولې مسئله وکاروي او دا پروسه زیانمنه کړي.

 

Tags: featured
Share51Tweet32Share13

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

جولای 29, 2026

هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د تولید طرحه تایید شوه

جولای 29, 2026

د امریکا او اسراییل مشرانو سره وليدل

جولای 29, 2026

د اوکراین او ایران خارجه وزیرانو پر ايراني بېړۍ د اوکراين د برید په اړه تليفوني خبرې وکړې

جولای 29, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In