پخواني ولسمشر حامد کرزي په هند کې له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان ستراتېژیک موقعیت د امریکا لپاره خورا مهم دی. د ده په خبره، امریکا به هېڅ وخت د افغانستان په څېر ستراتېژيک هېواد پرې نه ږدي او هڅه کوي چې دلته دایمي حضور ولري. پخواني ولسمشر په دغه مرکه کې ویلي، افغانستان په داسې سیمه کې پروت دی چې شاوخوا یې پياوړي هېوادونه او د امریکا سیالان دي، ځکه خو امریکا نه غواړي چې دلته خپل حضور ختم کړي. هغه زیاته کړې چې ښایي امریکا د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي، خو د خپلو نظامي اډو پر مټ به خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.
پخواني ولسمشر همدا راز د افغان سولې په اړه ویلي، دغه خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي. د ده په خبره، د افغانستان روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو د دغو خبرو مشري باید د افغانانو په لاس کې وي او طالبانو ته هم پکار ده چې د امریکا او نورو هېوادونو پر ځای مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي. د حامد کرزي په خبره، په افغانستان کې چې روانه جګړه څومره اوږدېږي، زیانونه یې ډېرېږي او له افغانانو قربانۍ اخلي.
ښاغلي کرزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پر ځای اقدام بللی دی او په خبره یې دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، نو افغان پوځیان پیاوړي کېږي او اړ کېږي چې له خپل هېواده دفاع وکړي، خو نوموړی پر دې باوري دی چې امریکایان له افغانستانه نه وځي. د ده په خبره، امریکايي ځواکونه به په سیمه کې د حضور لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي.
هغه په خپلو خبرو کې پاکستان د طالبانو ملاتړی هېواد بللی، خو هیله یې ښودلې چې د عمران خان په مشرۍ نوی حکومت به د ترهګرۍ د ملاتړ پر ځای د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. حامد کرزي ویلي، عمران خان ځان سولې ته ژمن بولي، نو د دې تمه شته چې په افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو او سولې راوستلو کې خپله ونډه واخلي.
کرزي همدا راز هند د افغانستان ښه ملګری بللی دی او په وینا یې نوی ډهلي کولی شي چې د افغانستان په پرمختګ، د افغان پوځ په روزلو، افغان ځوانانو ته د زده کړې زمینې برابرولو او په افغانستان کې د سترو پروژو په پيلولو او عملي کولو کې د پام وړ ونډه واخلي.
د ښاغلي کرزي په خبره، هند د افغانستان د یوه ښه ګاونډي په توګه د سولې په پروسه کې هم د پام وړ مرسته کولی شي. نوموړی وايي، هند کولی شي د ځينو نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره مخامخ اړیکه ولري او دغه ډله دې ته تیاره کړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. پخواني ولسمشر د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره د افغانستان سوله او ثبات مهم بللي او په خبره یې که د افغانستان ګاونډيان غواړي چې په سیمه کې اقتصاد او سوداګري وده وکړي، نو تر هر څه وړاندې دې د افغانستان په سوله او امنیت کې ټولې هڅې سره همغږې کړي.