تېره ورځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې پروسه رسماً پای ته ورسېده. دې پروسې ته نږدې یوه میاشت وخت ورکړل شوی و او پرون د ۱۸ نوماندانو په نوملیکنې سره پای ته ورسېده. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ویناوې وکړې، خو تر ډېره د ټولو ټینګار په راتلونکو ټاکنو کې پر شفافیت او اصلاحاتو و.
ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم له خپلو ټېمونو سره د نوملیکنې لپاره لاړ او ځانونه یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړل. ولسمشر غني تر نوملیکنې مخکې خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چې دوی حکومت جوړونې ته ژمن دي او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ ناتمام فصل به بشپړوي. هغه په زغرده وویل چې په راتلونکو ټاکنو کې به خپل سیال ټیمونه ماتوي او د خپلو ناتمامو برنامو د بشپړولو لپاره د ولس رایه خپلوي.
ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام د موقت حکومت طرحه هم ناکامه وبلله او په خبره یې دغه طرحه چې هر څوک وړاندې کوي، د افغانستان په ګټه نه ده او دوی به یې په کلکه مخالفت وکړي. د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح هم ټینګار وکړ چې د واحد افغانستان د جوړولو او ښې حکومتولۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې سیالۍ ته دانګلي دي او د افغانستان قوانینو ته ژمن دي.
بل پلو ډاکټر عبدالله عبدالله چې د جمعیت ګوند نوماند دی، په خپلو خبرو کې وویل، اجرایه ریاست به پر خپل ځای وي او د دغه ریاست لپاره به رییس او دوه مرستیالان ټاکل کېږي. ولسمشر غني بیا ویلي چې دده په حکومت کې اجرایه ریاست ځای نه لري او دغه اداره له منځه وړي. عبدالله عبدالله ویلي چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال به هم خپلې دندې ته ادامه ورکوي او د اجرایه ریاست له څوکۍ نه لرې کېږي.
ټولو نوماندانو سولې ته ځان ژمن وباله او ټينګار یې وکړ چې سوله به یې د کارونو لومړیتوب وي. ولسمشر غني وویل، طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او په وینا یې لا هم وخت ډېر دی او دغه ډلې ته پکار ده چې د پاکستان پر ځای له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات پيل کړي. دده په خبره، که طالبان خپل کارونه د پاکستان په خوښه مخ ته وړي، نو افغان حکومت به هم د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې پيل کړي چې په دغه وضعیت کې به طالبان زیانمن شي.
اجرایه رییس هم وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې پلویان دي، خو داسې سوله غواړي چې د افغانستان په ګټه وي او په هېواد کې د تلپاتې ثبات سبب شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې ټولټال ۱۷ کسانو له دوی سره نوملیکنه وکړه او د نهايي لېست تر خپرېدو وروسته به په نهايي لېست کې پاتې کسان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره سره سیالي کوي. په دې ډله کې محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، عبدالطیف پدرام، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نور الحق علومي، شهاب حکیمي، حکیم تورسن، عنایت الله حفیظ، نورحمان لېوال، ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي او نورالحق جلیلي شامل دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې راتلونکې ولسمشریز ټاکنې به د ۱۳۹۸ لمریز کال په سرطان کې ترسره کېږي. له دغه کمېسیون تر ۷۰ پورې کسانو معلوماتي بستې اخیستې وې، خو یوازې ۱۷ کسان به د راتلونکي کال په سرطان میاشت کې سیالي کوي.