د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې لړۍ پرون بشپړه شوه او ۱۸ کسانو ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي دي. دا شمېر د پخوا خلاف کم دی او ویل کېږي چې ځینې به یې په اسنادو کې د ستونزو له امله له لېسته و ایستل شي او ځینې به یې د نورو په ګته له کاندیدۍ تېر شي. په دې ډول د کاندیدانو شمېر نور هم را کمېږي، خو د راتلونکو ټاکنو په تړاو جدي اندېښنې لا پر ځای دي.
د افغانستان حالاتو او کاندیدانو ته په کتو سره به راتلونکې ټاکنې څه ډول وي؟
د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لومړۍ ستونزه د امنیت ده. همدا اوس نیمايي افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او په نیم نور کې هم بریدونه کوي او ګواښونه رامنځ ته کولی شي. له همدې امله دا ټاکنې په نیم افغانستان کې ټاکنې دي. داسې وېره ده چې که د سولې خبرې بریالۍ نه شي، نو امنیتي حالت تر دې هم خرابېدلی شي.
دویمه ستونزه دا ده چې سره له اوسه ټاکنیز ټیمونه قانون تر پښو لاندې کوي او د درغلۍ لپاره تیاری نیسي. ولسمشر او ملاتړي یې همدا اوس دولتي امکانات، وخت او ځواک کاروي. اجرایه رییس هم په همدې کټه ګورۍ کې دی. دوی پرون په دولتي موټرونو او رسمي وخت کې نوملیکنې ته ولاړل. د دوی لپاره په ټولنیزو رسنیو کې همدا اوس دولتي کسان کمپاین کوي او ان د ولسمشر ویاند د دې پر ځای چې د حکومت ویاند وي، سر له اوسه د ټاکنیز ټیم ویندويي کوي. همداسې اجرایه رییس هم د قانون خلاف استعفا نه ورکوي، خو ځان یې کاندید کړی دی. د حنیف اتمر دویم مرستیال محمدمحقق هم له استعفا پرته د کاندید مرستیال دی چې ښکاره د قانون نقض دی. په ټاکنو کې د حکومتي امکاناتو کارول ښکاره دي، ملي ټلوېزیون پرون د عبدالله او اشرف غني ټاکنیزې ویناوې په ژوندۍ بڼه خپرې کړې، خو د نورو کاندیدانو یې خپرې نه کړې. له بله اړخه ولسمشر چې اوس کاندید دی، له سیاسیونو سره همدا اوس پر حکومتي امکاناتو معامله کوي. امرالله صالح یې کورنیو چارو وزارت ته راوست او هلته یې دولتي امکانات دده د کمپاین لپاره وکارول. ولسشمر ان په دې وروستیو کې ځینې کسان خپل ټاکنیز ټیم ته ور ګډ کړي، خو معاش له دولتي امکانات ورکوي چې ښکاره بېلګه یې تازه ګومارل شوي مشاورین دي چې اصلي کار یې ټاکنیز کمپاین دی، خو امکانات او پیسې دولت ورکوي.
له اوسني حالته ښکاري چې ټاکنې به په نیم افغانستان کې وي او دا به هم له درغلیو، ناقانونیو او حکومتي لاسوهنو ډکې وي. له همدې امله سر له اوسه ښکاري چې موږ به یو ځل تر پخوا بدې ټاکنې ولرو. د ۲۰۱۴ ز کال ټاکنې له درغلیو ډکې وې، خو د ۲۰۱۸ ز کال پارلماني ټاکنې مو لا بدې شوې او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به تر دې هم له درغلیو ډکې، ناقانونه او جنجالي وي چې هېواد به له نوو ستونزو سره مخ کړي.
ټاکنې به مجبوریت وي، خو زموږ د هر رښتیني افغان او پر خلکو مین سیاستوال اصلي دنده باید د سولې لپاره هلې ځلې وي. موږ باید مخکې له دې سوله راولو چې د راتلونکو ټاکنو د زهرو جام وڅښو، خو که خدای مه کړه، سوله را نه غله، له شک پرته د زهرو د دغه جام له څښلو وروسته به نه یوازې سوله سخته شوې وي، بلکې زموږ وجود به لا زیات خراب شوی وي.