د سولې په تړاو د خنډ او ځنډ له خبرونو وروسته اوس یو ځل بیا د خبرو د پیل څرکونه لیدل کېږي. ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد قطر ته تللی او هلته به له طالبانو سره ګوري. دا له هغه وروسته کېږي چې طالبانو په پاکستان او سعودي کې له خبرو انکار وکړ او ټینګار یې وکړ چې امریکا دې پر اصلي اجنډا چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله ده، خبرو ته حاضره شي.
لا وختي ده چې ووایو د سولې خبرې خپل اصلي مسیر ته ور ګرځېدلې دي. امریکايي استازي لا هم د دې پر ځای چې له طالبانو سره مخکې ولاړ شي او د دواړو اړخونو پر غوښتنو بحث وکړي، له پاکستان سره خبرې کوي، څو پر طالبانو فشار راوړي. په دې وروستیو کې پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفرونه په کم ساري ډول ډېر شوي دي. په همدې څو ورځو کې زلمي خلیلزاد، د امریکا د ملي امنیت شورا مرستیالې، مهمو سناتورانو او پرون بیا د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل اسلام اباد ته تللی دی. دوی له پاکستان نه غوښتي چې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
د سولې په پروسه کې له پاکستان څخه د امریکا د مرستې غوښتنه ښکار ده. دوی له پاکستانه غواړي چې طالبان مجبور کړي څو امریکايي غوښتنې ومني. امریکا به د طالبانو له نورو غوښتنو سره جدي ستونزه ونه لري، خو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدلو بحث د امریکا لپاره مهم دي. دوی له حکومت سره مخامخ خبرو ته طالبان ځکه حاضروي چې حیثیت ته یې زیان وا نه وړي او دا پیغام ونه لېږدول شي چې دوی ماتې خوړلې او اوس خبرې کوي. نظامي اډې هم د دوی لپاره مهمې دي او په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره غواړي چې په افغانستان کې نظامي حضور ولري. له همدې امله له پاکستان څخه غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. پاکستان بیا له امریکا امتیاز غواړي او ډاډ ورکوي چې په بدل کې به یې دا کار کوي، خو دا مهمه او جدي پوښتنه ده چې پاکستان اوس کولی شي پر طالبانو هر څه ومني؟ وروستیو بدلونو ښودلې چې پاکستان فشار راوړلی شي، خو طالبان له خپلو سرو کرښو نه شي اړولی. امریکا به فکر کوي چې پاکستان نه غواړي او لا هم دوه مخې لوبه کوي، یا ښايي ډېر امتیازات غواړي، نو ځکه بیا بیا امریکايي چارواکي پاکستان ته ورځي، څو پاکستان رښتینې همکارۍ ته تیار کړي.
که د امریکا تګلاره لا هم د پاکستان له لارې د فشار او زور د کارولو پر مټ خبرو او امریکايي غوښتنو ته د طالبانو تیارول وي، نو ستونزمنه ده چې دا چاره به افغانستان ته سوله او ثبات را وګرځوي. که امریکا د سولې اصلی مسیر ته ور ګرځي، له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو پر وتلو او په دې تړاو چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد نه کارول کېږي، خبرې کوي، نو ویلی شو چې د سولې خبرې بېرته خپل اصلي مسیر ته ور ګرځېدلې دي او له ستونزه سره سره به دا هڅې بریالۍ کېږي.