د افغانستان د دفاع وزیر ښاغلي بهرامي مشرانو جرګې ته ویلي، چې هره ورځ تر ۳۰ پورې زموږ سرتېري وژل کېږې او نوموړي دا هم ویلي چې افتخار کوم چې جلب او جذب هم زیات شوی دی. مانا دا چې د وژلو لپاره نور هم ورته کتار دي. د نظامي مسوولینو له لوري د افغانانو وژل دومره ساده ګڼل د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده او دا ډول څرګندونې د افغان وژنې په اړه د دوی د بې تفاوتۍ لوی شاخص دی. په نوره نړۍ کې انساني او اداري اخلاق دومره لوړ دي، چې که د طبیعي پېښو په مخنیوي کې غفلت وکړي، نو له بښنې سره سره دنده هم پرېږدي. د یوه هېواد د دفاعي او امنیتي ارګانونو لومړنۍ دنده د خپلو اتباعو مصوونیت دی او همدا مصوونیت او عدم مصوونیت د حکومت مشروعیت او عدم مشروعیت ټاکي. د ټاکنو او نه ټاکنو موضوع د حکومت مشروعیت دومره تر پوښتني لاندې نه راولي، لکه څومره یې چې د اتباعو د ژوند او مرګ موضوع راولي. زموږ وړاندیز دادی چې په داخلي کچه د بین الافغاني سولې هڅو ته لومړیتوب ورکړای شي. پرته له سولې او امنیت هر ډول نظامي عملیات، اقتصادي پروګرامونه، زېربنایي پروګرامونه، د حکومتدارۍ طرحې او سوداګریزې طرحې نه شي بریالۍ کېدای. په بېرونۍ کچه دې د جنګ په دوران کې د نظامیانو او ملکیانو د وژلو د مخنیوي عملیاتي میکانېزم جوړ شي. هر هغه کشفي راپور چې ناسم وي، عامل یې دې مجازات شي. زموږ کشفي او کومانډویي هوایي ځواکونه دې لاغښتلي شي او په نظامي، امنیتي او ملکي ساحو کې د رهبران متمرکزه کړنلاره او تګلاره غوره کړي. داسې کسان دې وګوماري چې مدیریت، رهبریت، تعهد او تخصص یې ځانګړنې وي او په افغاني پوهه هم سمبال وي او همدا پوهه له نړیوالې پوهې سره د همغږي کولو توان ولري. یوازې ژبې، هنر او خارجي زده کړې بسنه نه کوي؛ دا ځانګړنې د ترجمانانو لپاره اړیني دي، نه د ملکي او نظامي مشرانو او مسوولینو لپاره. هره ورځ د ۳۰ عسکرو او سلګونو طالب او ملکي وګړو وژل نه افتخار دی او نه له مسوول مقام سره وړ لرلید. زموږ مسوولین باید مسوولیت رفعه نه، بلکې مسوولیت ادا کړي. د ادا کولو لپاره د له ټولو خواوو سره د سولې لپاره د مېز پر سر خبرې وکړي، نه د افغانانو په ککرو چې دا نامعقوله او غیر منطقي د پردیو لوبه. نوره باید دا جګړه په داسې فرصت بدله کړو چې هره ورځ سلګونو افغانانو ته ژوند ورکړو، نه مرګ.