په افغانستان کې د ایران لاسوهنې هغه مهال پيل شوې، چې کله په ایران کې د دوی په وینا، اسلامي انقلاب په ۱۳۵۷ کال کې بریالی شو. هغوى تر نن ورځې د افغانستان په حکومتي او ولسي چارو کې د اسلامي ورورګلوۍ، خيريه مؤسساتو او شيعه ييزم سره د همدردۍ په پلمه په لوړه کچه لاسوهنې کوي او دا لاسوهنه اکثره وخت د سپین سترګۍ تر بريده هم رسېږي.
د سپاه پاسدارن په اشاره زمونږ زرګونه ځوانان د سوريې او عراق جګړو ته استول کېږي او ايرانيان يې په سيمه کې د قاسم سلیماني په مشرۍ د خپلو اهدافو لپاره د مرګ خولې ته ورکوي، چې تر دې دمه يې سلګونه تنه وژل شوي هم دي.
ایرانیان په ډېر مهارت لګیا دي په ټولو اسلامي هېوادونو کې په حکومتي دستګاوو کې ريښې غځوي، په ځانګړي ډول عراق، یمن، سوریه او افغانستان کې تر دې مهاله د یادو هېوادونو په سیاسي، نظامي او مذهبي جوړښتونو باندې تر ډېره بريده کنټرول لري.
له بده مرغه باید ووایم، چې له تېرو څو لسیزو را په دېخوا نه یوازې دا چې ایران په افغانستان سیاسي یرغل کړی؛ بلکې نظامي او مذهبي یرغل یې هم ترسره کړی او د تهاجم دا لړۍ لا دوام لري.
د ایراني استخباراتو د هر راز همکارۍ پر مټ د فاطمینو لښکر ته په کابل او نورو ولایتونو کې جلب او جذب ښه په درز کې روان دی، کابل کې د ایران سفیر (محمد رضا بهرامي) تایید کړه چې له طالبانو سره اړیکې لري، حال دا چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ایرانیانو طالبان د اخوندي نظام پر وړاندې تر ټولو ستر خطر باله، خو نن برالا اړیکې ورسره پالي.
د ایران د ازادۍ ورځ هر کال په بامیان او کابل کې نمانځل کېږي، تعلیمي مراکزو کې د اطاق ایران په نوم کتابخانې او فرهنګي فعالیتونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، ان تر دې چې د لوړپوړو چارواکو په تقرر کې د سپاه پاسدران مداخله لکه لمر داسې روښانه دی.
که زمونږ حکومت او ولس د یادو لاسوهنو مخه سم د لاسه ډب نه کړي؛ دوه درې کاله وروسته به الله مه کړه د یوې خونړۍ مذهبي جګړې شاهدان واوسو او د جګړې پایله به دا شي چې ایران به په خپل ګاونډ کې یو داسې افغانستان ولري، چې نه به په خپلو اوبو کنټرول لري چې نن سبا ایرانیان تر بل هر وخت ډېره اړتیا ورته لري او نه په نورو طبیعي زېرمو.
مونږ افغانان د ایران له حاکم نظام نه غوښتنه کوو، چې د دې پر ځای چې په افغانستان کې مذهبي او قومي جګړې ته لمن ووهي، د حکومت د تضعیف لپاره ډلې ټپلې جوړې کړي او بالاخره زمونږ ملي وحدت ته په مختلفو اشکالو ضربه وارده کړي؛ را دې شي او په هغو مشترکاتو دې مونږ سره خبرې وکړي چې هم د ایراني ولس سوکالي او پرمختګ پکې نغښتي او هم د افغان ولس.
موږ له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه یو، بلکې د ګاونډيتوب د نړیوالو معیارونو پر بنسټ ورسره تر بل هر چا ښې اړيکې غواړو او دا ځکه چې متمدن او پرمختللی افغانستان د ایران په شمول د ټولو ګاونډيو هېوادونو په ګټه دی؛ د ټاپي، د چابهار ترانزيټي لار او نورې حیاتي پروژې یې ښې بېلګې دي.