سوله د افغانانو غوښتنه ده او د دې هیلې لپاره باید حکومت هر ډول قربانیو ته چمتو وي. پخواني طالب چارواکي ویلي، طالبانو تر اوسه له امریکا سره د موقت حکومت په اړه خبرې نه دي کړې، خو که افغانستان ته سوله د موقت حکومت په ګډون په هر ډول قربانۍ راځي؛ افغان حکومت باید ورته تیار وي.
ولسمشر محمد اشرف غني بیا درې ورځې وړاندې په یوه وینا کې وویل، چې د سولې پلویان دي، خو د موقت حکومت پلویتوب نه کوي. د ده په خبره، موقت حکومت چې د هر چا طرحه ده، افغانانو ته د منلو وړ نه ده او هېڅ وخت به د دې طرحې غوښتونکي خپلو هیلو ته و نه رسېږي.
بلخوا بیا په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف له کابل نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې سوله تر هرڅه مهمه ده او افغان حکومت ته پکار ده چې دې هیلې ته په رسېدو کې د افغانانو د لارې خنډ نه شي. د ده په خبره، د ولسمشر غني په ګډون ټول افغان چارواکي باید د موقت حکومت ترڅنګ هر ډول قربانۍ ته تیار وي. د نوموړي په خبره، سوله قرباني غواړي او رښتینې سوله د ټولو افغانانو په ګټه ده. هغه زیاته کړې: «طالبان د موقتې ادراې په اړه له امریکا سره خبرې نه کوي، ځکه دا مسئلې باید له افغان حکومت سره مطرح شي، خو که سوله په موقت حکومت پورې مشروطه شي، نو باید افغان چارواکي موقت حکومت ته تیار شي. افغان چارواکو ته پکار ده چې تر خپلو واکونو سولې ته لومړیتوب ورکړي.»
ښاغلي ضعیف ویلي، امریکا په افغانستان کې له جګړې ستړې شوې ده او د افغانستان مسئله که هر ډول کېږي، امریکایان له افغانستان وځي، خو ښه به دا وي چې افغانان له فرصته استفاده وکړي او د خبرو لپاره د مذاکراتو مېز ته کېني. د ده په خبره، که داسې و نه شي، نو د امریکایانو تر وتلو وروسته ښایي د ستونزو او بحران یو نوی پړاو پیل شي.
سلام ضعیف داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تېره ورځ هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې وشوې. سرچینې وایي چې په دغو خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو، د ګاونډیانو پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو، د طالب بندیانو د خوشي کولو، د اوږدمهاله اوربند پر رامنځته کېدلو او همدا راز له سولې وروسته په افغانستان کې د ثبات پر راوستلو بحثونه شوي دي. طالبانو او یا هم امریکا تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د سولې عالي شورا بیا وایي چې امریکا دې نور د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. د دې شورا ویاند سید احسان طاهري پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد دې سیمې ته خپل سفرونه کم کړي او تر هر څه وړاندې دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
بل پلو ټاکل شوې چې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی د سولې د خبرو په تړاو چین ته سفر وکړي. هغه به نن چهارشنبه چین ته ځي او له چینايي چارواکو سره به د افغان سولې او له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ مذاکراتو په اړه بحثونه کوي. د سولې عالي شورا وایي، داوودزی غواړي د سولې په برخه کې د چین له نفوذه استفاده وکړي او په دې توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.