د افغان سولې په تړاو په قطر کې دویمه ورځ هم غونډه وشوه. په دې غونډه کې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو اته کسیز پلاوي، د خلیلزاد په مشرۍ له ۱۱ کسیز پلاوي سره خبرې وکړې. په دغو دوو ورځنیو غونډو کې نور مسایل هم مطرح شول، خو د خبرو تمرکز د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي و. په غونډه کې پر دې هم خبرې وشوې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دا هېواد د امریکا یا بل چا پر ضد نه کارول کېږي. امریکايي لوري بیا بیا د اوربند غوښتنه هم کړې، خو طالبانو دا چاره هم د ځواکونو له وتلو سره تړلې ګڼلې ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځ لا هم دا بحث وروستی شوی نه دی، خو پرمختګونه پکې شوي دي. د دواړو لورو له اړخه د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي اختلاف دی. امریکايي لوری غواړي چې د دغو وتلو لپاره اوږد او مشروط پلان جوړ کړي، خو طالبان ټینګار کوي چې دا ځواکونه باید په لنډ وخت کې د یو مهالوېش له مخې ووځي. امریکايي لوری ټینګار کوي چې افغانستان ته د سولې تر راګرځېدلو وروسته به چې کله دوی ډاډمن شي چې نور افغانستان خوندي دی، خپل ځواکونه وباسي، خو تر هغو پورې به یې ځواکونه کم شوي وي. طالبان بیا وايي چې د افغانستان د خوندیتوب ډاډ ورکوو، نو ځواکونه باید د سولې له توافق سره سم له افغانستان څخه ووځي. په دې برخه کې بل بحث دا دی چې افغانستان به بیا د امریکا او د امریکا د متحدینو پر ضد نه کارول کېږي. طالبان وايي چې دوی د سیمې او نړۍ ستر هېواد یا هېوادونه په دې چاره کې ښکېلوي او هغوی به تضمین ورکړي چې افغانستان به د چا پر ضد نه کارېږي. امریکایي لوری بیا پر دې ټینګار کوي چې د دې هر څه نظارت به خپله دوی کوي او د همدې لپاره د ځواکونو مشروط او محدود پاتې کېدل اړین دي.
په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو لانجه لا حل نه ده، حکومت ټینګار کوي چې طالبان باید له دوی سره کېني. د سولې عالي شورا بیا وايي چې که دوی پکې نه وي، دا خبرې بې ګټې دي او باید ډېر دوام ونه کړي. حکومت یو ځل بیا تېروتنه کوي. د دوی له ټینګار سره سره طالبان حاضر نه دي چې ورسره وګوري، نو پکار ده حکومت خپل دریځ بدل کړي. د حکومت معقول دریځ به دا وي چې طالبان او امریکا د ځواکونو د وتلو په تړاو تر توافق پورې پرېږدي او له هغه وروسته د حکومت او طالبانو د خبرو بحث مطرح کړي. اوس له وخت وړاندې ده چې دا خبرې وشي، ځکه له یوه اړخه طالبان حاضر نه دي چې له حکومت سره کېني او له بله اړخه د ځواکونو وتل او څرنګوالی یې د امریکا د صلاحیتونو بحث دی، نو ځکه له هغوی سره باید په دې تړاو خبرې وشي. له همدې امله حکومت باید د دغو خبرو مخالفت ونه کړي، خو باید ټینګار وکړي چې دا خبرې دې د ځواکونو پر وتلو متمرکزې وي. له دې ور هاخوا د افغانستان راتلونکی، د حکومت ډول، اساسي قانون او نور مسایل باید د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې حل شي او توافق پرې وشي.