د جرمني د هوایي چلند ادارې له خپلو اروپايي متحدینو او امریکا سره له سلا او مشورو وروسته پرېکړه کړې چې په جرمني کې د ایران د ماهان په نوم هوایي شرکت د الوتکو کېناستل منع کړي.
د جرمني د حکومت ویاند سټیفن شیبرټ په برلین کې یوه خبري کنفرانس ته په دې تړاو ویلي: «په حقیقت کې له دې انکار نه شي کېدای چې دغه شرکت به جرمني ته داسې شیان انتقال کړي چې ورسره زموږ امنیت اغېزمن کېدای شي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جرمني له دغه اقدامه ستاینه کړې او د واشنګټن له نورو متحدینو یې هم وغوښتل چې ورته اقدامات وکړي.
ماهان ایر د ایران دویم لوی هوایي شرکت دی چې له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې د امریکا په بندیزونو کې په نښه کېږي.
واشنګټن تر دې وړاندې هم له ځینو هېوادونو غوښتي وو چې د دغه شرکت الوتکو ته په خپلو هېوادونو کې د کېناستو اجازه ورنه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د خزانې وزارت پر ځینو هېوادونو او شرکتونو په لګول شويو بندیزونو کې هم خبرداری ورکړی چې د ماهان شرکت ته د په خپلو هېوادونو کې د کېناستو اجازه نه ورکوي او نه دې هم ورته خدمات وړاندې کوي.
بلخوا ایران د امریکا متحده ایالتونه او اسرائیل تورن کړي چې هڅه کوي له اروپایي هېوادونو سره چې تر اوسه یې له تهران سره د ۲۰۱۵ ز کال د اټومي تړون د ژغورلو هڅه کړې، د دغه هېواد اړیکې زیانمنې کړي.
خو د جرمني د حکومت ویاند ویلي چې دا کار یې د خپلو امنیتي دلایلو په خاطر کړی دی.
جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو کې یې ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه ۵۰ کلن افغانيالاصله جرمني د نیول کېدو خبر ورکړی و، خو ایران دغه تور بې اساسه بللی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستوفر برګر ویلي چې ماهان شرکت د ایران له سپاه پاسداران انقلاب سره اړیکې لري او د ایران او سوریې ترمنځ یې پوځي الوتنې ترسره کړې دي.
ایران د روسیې ترڅنګ د سوریې په جګړه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم سیاسي او پوځي ملاتړ کوي.
په دې جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.