د بشري حقونو سازمان ویلي، اندېښنه لري چې د وینزویلا ولسمشر نېکولاس مادورو به په واک کې د پاتې کېدو لپاره له تاوتریخوالي کار واخلي.
د دغه سازمان اجرایه ريیس کینیټ روټ ویلي، هیله من یو چې مادورو په واک کې د پاتې کېدو لپاره په دغه هېواد کې له تاوتریخوالي کار وانه خلي.
نوموړي زیاته کړې: «اوسمهال زموږ اساسي اندېښنه دا ده چې حکومت د خپل واک د خوندیتوب لپاره په خونړي تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي».
روټ زیاته کړې چې د مادورو په مشرۍ حکومت تر دې وړاندې هم د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره له تاوتریخوالي کار اخيستی دی.
وروسته له هغه چې د وینزویلا سیاسي مخالف خوان ګوایدو د جنورۍ په ۲۳مه ځان د دغه هېواد موقت ولسمشر اعلان کړ، د دغه هېواد د ملي ګارد ځواکونه له اعتراض کوونکو سره ونښتل.
د امریکا متحده ایالتونو، کاناډا او د لاتینې امریکا هېوادونو د ګوایدو د دغه اقدام ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې که مادورو په نږدې راتلونکي کې ټاکنو ته لاره هواره نه کړي، دوی به د ګوایدو حکومت په رسمیت وپېژني، خو روسیې او چین بیا په علني ډول د مادورو پلوي کړې ده.
ګوایدو چې د وینزویلا د پارلمان مشر هم دی، پر مادورو تور لګوي چې د ۲۰۱۸ ز کال د مې میاشتې په ټاکنو کې یې درغلي کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې مادورو له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې د دغه هېواد ولسمشر دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ خوان ګوایدو د وینزویلا د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژانده چې د ټرمپ له دغه اقدام وروسته، د امریکا او وینزویلا اړیکې پرې شوې او مادورو په دغه هېواد کې امریکایي ډیپلوماټانو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
مادورو سپینه ماڼۍ د ده پر وړاندې د یوې کودتا په مشرۍ تورنه کړې ده. ده دغه راز ادعا کړې چې امریکا د وینزويلا د سروزرو او تېلو د لاندې کولو هڅه کوي، خو امریکایي چارواکي مادورو یو ډیکټاټور بولي او له واکه د لرې کېدو غوښتنه یې کوي.