دغه کتاب د یوه اکاډمیک نقد ټولګه ده چې په دې وروستیو کې ښاغلي ویس محمد لعلي په پښتو ژبه لیکلې ده. ۲۳۴ مخونه لري او د طبیعي علومو مخکښو استادانو پرې بیاکتنه او تقریضونه لیکلي دي.
دغه کتاب د داروین په هغه نظریه چې وایي، انسان د بیزو له نسله دی، اکاډمیک بحث کوي او د رد لپاره یې موثق ځوابونه وړاندې کوي. دا موضوع د تدریجي تکامل نظریه ده چې نږدې دوه سوه کاله یې په اړه د رد او تایید بحثونه کېږي. نوموړي باور درلود چې ټول ژوندي موجودات په تصادفي ډول پیدا شوي دي. د مثال په ډول، اول په اوبو کې امینو اسیدونه منځته راغلي او بیا هغه امینو اسیدونه سره یو ځای شوي، پروټینونه یې جوړ کړي دي، بیا پروټینونه په حجره بدل شوي دي. د دې نظریې سره سم حجرې تکامل وکړ او له هغه څخه د نن ورځې انسانان او نور ژوندي موجودات رامنځته شول. له دې وروسته داروین د «انواعو تخلیق» تر عنوان لاندې یو کتاب خپور کړ چې په ترڅ کې یې ژور اختلافات او سخت بحثونه راپورته شول.
ویل کېږي چې د نوموړي سره دا نظریه په ۱۸۳۷م کال کې پیدا شوې وه او په ۱۸۵۹م کال کې یې د کتاب په بڼه خپره کړه. د نظریې د ځنډ د اظهار په اړه بېلابېلې خبرې کېږي، خو یو دلیل یې دا هم دی چې داروین به ډېر کله ناروغ و او له بلې خوا ویل کېږي چې د روحانیونو او اکاډمیکو مرکزونو له استهزا څخه یې وېره درلوده، خو په اړه یې بل نظر دا دی چې داروین کومه وېره نه درلوده، بلکې لا یې لویو فکرونو پنځونې کولې.
په ټوله کې که ووایو دا او دې ته ورته د ځینو علماوو له خوا وړاندې شوې نظریې، که څه هم چې انحرافي او یا هم مزخرفې وي، د علمي څېړنې له تنوع او بډاینې سره مرسته کولای شي.
سټیفن هاوکېنګ هم د نړۍ د یو لوی فزیک پوه په توګه ځينې نظریات درلودل او د ساینسي علومو په پراختیا کې یې ډېره مرسته وکړه، خو ځینې جدې نیمګړتیاوې یې هم درلودې چې یوه یې هم د خدای ج په نشتون باور و .
لکه څرنګه مو چې وویل، داروین هم ناروغ و او سټيفن هاوکېنګ هم جدي ناروغي درلوده، نو له ناروغ څخه د روغو نظریو د اظهار تمه لرل، لرې او حتا نا ممکنه ده.
دا کتاب په کندهار کې عرفان کتابپلورنځي چاپ کړی او په کابل کې د نورو کتابپلورنځیو ترڅنګ په اکسوس کتابپلورنځي کې هم د ترلاسه کېدو وړ دی.