څو ورځې وړاندې ولسمشر غني وویل چې امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې تعرضي حالت غوره کړي. د ولسمشر له دغه اعلان وروسته داسې څه نه ښکاري چې موږ یې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره اغېزناک وګڼو، خو څه چې زیات شوي، هغه یوازې د ملکي وګړو او زموږ د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ده. اوس پوښتنه دا ده چې زموږ جنګي تګلاره ولې ناکاره ده او ولې بیا بیا ناکامې تګلارې کاروو؟
د ولسمشر غني له خوا امنیتي ځواکونو ته د تعرضي حالت د غوره کولو له امر وروسته د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په تړاو زړه بوږنوونکي معلومات خپاره شول. درې ورځې وړاندې دفاع وزیر وویل چې په یوه میاشت کې د ملي اردو ۵۰۰ سرتېري وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان دي. دا چې پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ته څومره مرګ ژوبله اوړي، کره معلومات نشته. له بله اړخه یوازې په تېره یوه میاشت کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي. همدا وړمه شپه ګډو ځواکونو په وردګو او کاپیسا کې عملیات او هوايي بریدونه کړي چې شاوخوا دېرش ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
د دغو وژنو او قربانیو پایله هم داسې څه نه ده چې موږ پرې حساب وکړو. دا سمه ده چې وسله وال طالبان وژل شوي، خو نه وسله وال مخالفین مات شوي، نه کمزوري شوي او نه هم ښکاري چې په دې ډول به مات او کمزوري شي. نه له هغوی کومه ځمکه نیول شوې او نه هم پر هغوی کوم بل داسې فشار راغلی چې له امنیت او ثبات سره دې مرسته وکړي. موږ کومه لاسته راوړنه نه لرو. اوس ښايي استدلال دا وي چې جګړه زموږ انتخاب نه، بلکې مجبوریت دی. که موږ دفاع ونه کړو، نو حالت تر دې خرابېدای شي او وسله وال به لا زیاتې سیمې لاندې کړي. دا سمه ده، خو آخر تر کله؟ تر کله به هره میاشت زموږ زرګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي، ملکي وګړي به وژل کېږي، وطن به ورانېږي او زموږ اقتصادي او سیاسي حالت به مخ پر ځوړ وي!؟ زموږ دفاع وزیر وايي چې مرګ ژوبله زیاته ده، خو «الحمدالله جلب و جذب نه دی کم شوی». موږ سرتېري او خپل ځوانان د وژنې او قربانۍ لپاره جذبوو!؟ همدا د شکر او ستاینې خبره ده!؟
موږ اړ نه یو چې جګړه وکړو، دا جګړه نظامي حل نه لري، دا جګړه زموږ د ځوانانو قربانۍ او وینو ته اړتیا نه لري. دا جګړه نه ګټل کېږي او نه زموږ د ځوانانو په وینو ارزي. د دې جګړې لپاره سیاسي حل پکار دی. ولې زموږ ځوان ووژل شي؟ ولې زما کور، کلی او ښار د جګړې او وحشت ډګر وي؟ له همدې امله پکار ده چې سیاسي فکر وشي. د دې جګړې لوري او هدفونه معلوم دي. په کلیو کې د ښځو او ماشومانو پر وژلو، د درنو بمونو پر غورځولو، د خلکو د کورونو پر نړولو، وحشت او دحشت نه دا جګړه ګټل کېږي او نه هم دښمن ماتېږي. دا جګړه بهرنۍ ریښې لري، د هغو ريښو د پرې کولو لپاره سیاسي هڅه پکار ده. د دې جګړې ختم پیاوړې سیاسي اراده، خپلواک عمل، له خپلو خلکو سره مینه او زړورتیا غواړي چې په اوسنیو چارواکو کې نشته.