ننګرهار کې سږ کال د شاتو تولید زیات شوی، خو د مچیو روزونکي بیا د بېرو او د ورته نورو ځنګلاتو او اسانتیاوو غوښتنه کوي. دوی وايي، په کور دننه د ځنګلاتو او د مچیو فارمونو ته د نورو اسانتیاوو د نشت له کبله ډېر وخت اړ کېږي، چې خپلې مچۍ له هېواده د باندې یوسی. بل پلو بیا هټیوال د شاتو له اوسني بازار خوښ دي او وایي چې د تېر په پرتله د شاتو بازار هم ښه شوی. د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وایي، تېر کال یې د شاتو د تولید کچه ۵۰۰ ټنه وه، خو سږ کال به تر ۶۰۰ ټنو لوړه شي. د نوموړي په خبره د مچیو د روزنې لپاره یې د دې ولایت په خېوې ولسوالۍ کې د ځنګل جوړېدو په موخه د بېرو شل زره بوټي کېنولي، چې په دې سره به یې د مچیو د څښتنانو ستونزې راکمې شي.