دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

څه ډول خپل عادت او خوی بدل کړو؟

ژباړه: جواد تیموري

فبروري 6, 2019
in ژوند
0 0

فکر وکړئ، همدا اوس څه احساس لری؟ حال مو ښه دی که بد؟ اجازه راکړئ چې یوه بله پوښتنه هم وکړم، نن ورځ مو څه ډول پیل کړې؟

که مو اوسنی حال ښه وي، نو له شک پرته چې ټوله ورځ به مو ښه وي او که مو اوسنی حال ښه نه وي، په دې پوه شی چې ورځ به مو تر پایه ښه نه وي. نو له همدې کبله دا چې ښه او بد حالت مو د ژوند پر کیفیت دومره اغېزه لري، نو ولې هڅه نه کوو چې خپل خویونه او عادتونه بدل کړو؟

موږ هېڅکه د خپلو خویونو او عادتونو د مدیریت په اړه خبرې نه کوو. موږ ټول دا فکر کوو چې خویونه او عادتونه مو له بهرنیو عواملو اغېزمن دي او موږ نه شو کولای چې هغه کنټرول کړو. دا مهم نه ده چې تاسو څه ډول ژوند کوی، ځینې وختونه له داسې خلکو سره برخورد کوی چې تاسو ته ازار درکوي او دا څه ممکن ستاسو حالت بدل کړي. په دې مقاله کې غواړو په هغه څه مو پوه کړو، کله چې بهرني عوامل زموږ حالت خراب کړي، نو د بدلون لپاره یې کوم کارونه وکړو او څه ډول مو دغه بد حالت او احساس په غوره حالت بدل کړو؟

څه ډول مو بد حالت مدیریت کړو؟

ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې ځینې وختونه له داسې وضعیت سره مخ کېږی، چې روحي حالت مو پکې ډېر بد وي؟ که دغه وختونه ثبت کړی، نو له دغه فهرست سره به مخ شی:

هغه وخت چې ښه خوب مو نه وي کړی

هغه وخت چې هوا مناسبه نه وي

هغه وخت چې ډېر بروبار وي

هغه وخت چې همکار مو ښه کس نه وي

هغه وخت چې بې احترامي درته وشي

په ژوند کې مو بدې پېښې هر وخت راتلای شي او وضعیت هغسې چې موږ یې غواړو، مخ ته نه ځي. حتی داسې چې تر ټولو شتمنو، روغو او خوښو کسانو هم دغه حالت تجربه کړی او له دغه څه متضرر شوي دي، نو د هر ډول ښو شرایطو د ښه والي لپاره اړتیا ده چې د هغو شرایطو په اړه معلومات ترلاسه کړو، نو له همدې کبله که غواړو چې بد وضعیت او حالت مو مدیریت کړو، اړینه ده چې لومړی مو خپلې ستونزې وپېژنو او د هغو په اړه مو خپل معلومات زیات کړو.

اصلي ستونزه دا نه ده چې زموږ په ژوند کې بدې پېښې واقع کېږي، بلکې ستونزه دا ده چې په دې پوه شو چې له هغو شیانو ونه وېرېږو چې زموږ حالت بد لور ته بیایي؛ ځکه هغه څه چې موږ ته زیان رسوي، هغه بده پېښه نه، بلکې د هغې پر وړاندې زموږ عکس العمل دی.

دا هم مه هېروئ چې منفي هیجانونه هم کېدای شي زموږ په ګټه وي، خو هغه چې موږ ته ستونزې زېږوي، هغه د هیجانونو تجربې نه، بلکې په هغه منفي حالت کې د زیات وخت لپاره پاتې کېدل دي. له همدې کبله هغه کار چې د دغه حالت د کنټرول لپاره یې باید ترسره کړی، د ستونزې د عواملو پیدا کول  او د هغه له منځه وړل دي. د دغه کار لپاره باید همدا اوس له ځانه سره یوه کوچنۍ کتابچه ولری او تر راتلونکو دوو اونیو پورې مو د ټولو هغو پېښو د عواملو نوملړ له ځانه سره برابر کړی چې تاسو ځوروي او شته ارامي مو له منځه وړي. خو دا څه په یاد ولری چې له دغه تمرین څخه زموږ موخه دا نه ده چې تاسو دې له هېڅ بدو پېښو سره مخ نه شی، بلکې موخه مو دا ده چې د خپل ځان، هیجانونو، منفي فکرونو او ستونزو په تړاو مو پوهه زیاته شي او د هغه د مدیریت لپاره کوټلي ګامونه پورت کړئ؛ ځکه یوازینۍ لاره چې موږ  د منفي سوچونو په ګرداب کې له ډوبېدو ژغوري، هغه د ستونزو په اړه د معلوماتو او پوهې زیاتول دي.

څه ډول کولی شو چې ښه حالت رامنځته کړو؟

وروسته له دې چې د هغه څه په اړه مو پوه او معلومات ترلاسه کړل چې ستاسو حالت یې خراب کړی او ناارامه کړي یې یی، باید پر راتلونکي ګام تمرکز وکړئ.

راتلونکی ګام چې باید پرې پوه شی، هغه دا دی چې لومړنيو غرایزو ته مو نه ووایئ. ځینې وختونه مو ممکن له دوستانو او شاوخوا خلکو څخه تندې خبرې واوری، نو په داسې حال کې چې زموږ لومړنی عکس العمل تل له هیجانونو ډک وي، غوره دا ده چې مخکې له عکس العمل څخه باید څو شېبې صبر وکړو او د دغه عمل ټول اړخونه و ارزوو.

فرض کړی چې له یوه دوست سره مو په کومه خبره شخړه رامنځته شوه، دلته هغه څه چې رامنځته کېږي، هغه دا دي چې تاسو غوسه کېږی او د غوسې په حالت کې مو ملګری له تاسو مایوسه کېږي او کله مو چې دغه غوسه اوږدېږي، نو نه شی کولی له خپل ملګري سره مو په ډاډه زړه خبرې وکړی او د ستونزې پر حل وغږېږی. نو له همدې کبله دا وخت اړتیا ده چې خپل ځان مو کنټرول کړئ او هیجانونو ته مو اجازه ور نه کړی چې اړیکې مو خرابې کړي. که مو اړیکې درته مهمې وي، نو غوره دا ده چې نرمې او په ډاډ سره خبرې وکړی، که څه هم ډېر درته سخت وي.

د خوی او عادت مدیریت هم څه اسانه او ساده کار نه دی، بلکې داسې مهارت دی چې له هڅې پرته نه ترلاسه کېږي. خو که مو ځان ته وخت ورکړی او د دغه څه تمرین وکړی، له شک پرته ترلاسه کولای یې شی.

د بدو پېښو پر وخت تر ټولو غوره کار چې باید ترسره یې کړی، هغه دا دی چې ښه شیان مو په ذهن کې تصور کړی. باید داسې کارونه وکړی، چې د مغز د سروتونین په نوم ماده مو زیاته ترشح  شي. ځان ته مو موخه وټاکئ چې د لږ تر لږه په لسو دقیقو کې باید له دغه بد حالت څخه ځان وباسی.

مه تسلیمېږئ

هېڅ داسې څوک نشته چې په ژوند کې یې دې بدې پېښې نه وي تجربه کړې، په ژوند کې وړاندوېنه ستونزمنه ده او شرایط هم په داسې ډول واقع کېږي چې تر ډېره منفي وي، خو د مثبتو او منفي خلکو ترمنځ یو توپیر دا دی چې مثبت او ګټونکي خلک تل په منفي حالت کې نه پاتې کېږي، بلکې هر څومره چې ژر  کېږي، له دغه حالته ځان وباسي.

په پای کې باید ووایم چې ژوند ډېر لنډ دی او باید د بدمرغیو په ډنډ کې یې تېر نه کړو، بلکې د ژوند له هرې ستونزې او شېبې څخه خوند واخلو او د ژوند د هرې شېبې د ښه کولو لپاره باید کار وکړو.

Share31Tweet11Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In