سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کاپیسا؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳شبکې جوړېږي

    لغمان کې سږ کال ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي

    روسیه؛ د افغانانو له حقونو ملاتړ کوو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوو

    قطر: افغانستان سره د منځګړیتوب، خبرو او بشري مرستو له لارې ملاتړ ته دوام ورکوو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کاپیسا؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳شبکې جوړېږي

    لغمان کې سږ کال ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي

    روسیه؛ د افغانانو له حقونو ملاتړ کوو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوو

    قطر: افغانستان سره د منځګړیتوب، خبرو او بشري مرستو له لارې ملاتړ ته دوام ورکوو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

امریکا: د اروپایي هېوادونو له لوري د ګوایدو له په رسمیت پېژندلو هرکلی کوو

فبروري 6, 2019
in نړۍ
0 0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د څو اروپایي هېوادونو له‌ خوا د وينزويلا د موقت ولسمشر په توګه د خوان ګوایدو له په رسمیت پېژندلو هرکلی کړی دی.

نوموړي په یوه اعلامیه کې د اروپایي ټولنې د نورو هېوادونو په ګډون، له ټولو هېوادونو غوښتي چې د خوان ګوایدو له په رسمیت پېژندلو سره د وینزويلا د خلکو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو اروپایي هېوادونو وروسته له هغې په ګډه دغه اقدام وکړ چې د نویو ټاکنو ترسره کېدو لپاره ‌یې وخت پای ته ورسېد. دوی د وینزويلا ولسمشر نیکولاس مادورو ته اته ورځې وخت ورکړی و چې نویو ټاکنو ته لاره برابره کړي، خو مادورو د اروپایي ټولنې د غړو دغه ضرب الاجل و غانده او ویې ویل چې هېڅوک نه شي کولی چې موږ ته وخت وټاکي.

بلخوا روسیې چې په وینزويلا کې د دغه بحران له پیله ‌یې د مادورو ملاتړ کړی، د اروپایي هېوادونو پر دغه اقدام توندې نیوکې کړې دي.

اوسمهال په وینزويلا کې د حکومت پرضد او پلوۍ لاریونونه روان دي چې دغه هېواد یې له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې د کاناډا لومړي وزیر اعلان کړی چې د وینزويلا خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ۵۳ میلیونه ډالره مرسته کوي.

جاسټین ترودو وړمه ورځ د کاناډا په اوتاوا ښار کې د لیما ډلې د غونډې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

دې ډلې چې د کاناډا او لاتینې امریکا له ۱۲ هېوادونو څخه جوړه ده، د وینزويلا د سیاسي بحران په اړه دغه غونډه جوړه کړې وه.

جاسټین ترو‌دو په‌ دې غونډه کې له ګوایدو څخه د کاناډا پر ملاتړ هم ټینګار کړی. نوموړي په دې اړه زیاته کړې: «موږ دا بېړنۍ غونډه د وینزويلا له وروستیو پېښو وروسته جوړه کړه. کاناډا تېره اونۍ له نورو متحدینو سره یوځای شوه او د ملي اسامبلۍ مشر خوان ګوایدو یې چې په ډیموکراټیکه توګه انتخاب شوی و، د وینزويلا د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژانده. ما پرون له ګوایدو سره خبرې وکړې او خوښ یم چې شخصاً مې د کاناډا ملاتړ هغه ته ورساوه.»

بلخوا فرانسه هم د هغو هېوادونو له ډلې ده چې خوان ګوایدو یې د وینزويلا د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایولو دریان له راډیو فرانسې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې په وینزويلا کې ډیموکراسي د ټاکنو د ترسره کېدو له لارې راتلی شي.

نوموړي ویلي: «زموږ پام دی چې مادورو د بېړنیو انتخاباتو غوښتنه رد کړه. هغه انتخابات چې کولای شي وضعیت ارام او عادي کړي. موږ باور لرو چې ښاغلی ګوایدو د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو ظرفیت او مشروعیت لري.»

د وینزويلا د حکومت سیاسي مخالفین چې د ګوایدو پلویان دي، د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او دوی شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د وینزويلا د ولسمشر په توګه د نیکولاس مادورو د بیا ټاکل کېدو په اعتراض کې لاریونونه پیل کړل.

Share14Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

سپتمبر 8, 2026

کاپیسا؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳شبکې جوړېږي

سپتمبر 8, 2026

لغمان کې سږ کال ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي

سپتمبر 8, 2026

روسیه؛ د افغانانو له حقونو ملاتړ کوو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوو

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In