کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د متحدو ايالتونو نظامي لښکرې په لومړي ځل افغانستان ته ننوتې نو موخه یې دا وه چې د سپټمبر د يوولسمې پېښې متفکر مغز او د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن پيدا کړي، ویې نيسي او له منځه یې يوسي. خو تر يوې لسيزې وروسته بن لادن په افغانستان کې نه بلکې پاکستان کې پيدا او له منځه يووړل شو. د متحدو ايالتونو او ناټو ځواکونه تر هغې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شول او د داعش خراسان، طالبانو او ځايي ډلو پر خلاف یې سختې جګړې ته دوام ورکړ. تر دوو لسیزو وروسته یې هر څه پر ځای پرېښودل، آن خپل دوستان او ملګري يې هېر کړل. دا داسې کيسه ده چې هېڅ يو هېواد به پرې ونه وياړي.
متحد ايالتونه د ملت جوړونې لپاره افغانستان ته نه وو تللي او دا د متحدو ايالتونو د بهرني سياست کوم ماموريت نه وو او حقيقتاً هم بايد نه وي. که په افغانستان کې کوم زيربنايي انکشاف هم شوی وي نو موخه یې تل د نظامي ملاتړ چمتو کول وه. دوی په لويديځ کې د روزل شويو څو کسانو يوه ډله راوسته او په افغانستان کې یې حکومت ترې جوړ کړ. دوی وروسته يوازې پرېښودل شول او متحد ايالتونه پر دې بريالي نه شول چې د عامو خلکو په منځ کې ځان ته تکيه ومومي.
متحدو ايالتونو په افغانستان کې ۲.۳ ټريليونه امريکايي ډالره ولګول او ۲۳۲۴ تنه سرتيري، ۳۹۱۷ تنه قرارداريان او ۱۱۴۴ تنه د متحدينو اړوند سرتېري یې ووژل شول. د افغانانو تلفات بيا بيخي هيښوونکي دي. ۷۰ زره افغان پوليس او سرتېري، ۴۶۳۱۹ ملکي وګړي او ۵۳ زره مخالف جنګيالي یې وژل شوي دي.
د اوږدې مودې لپاره متحدو ايالتونو له طالبانو سره له خبرو ډډه کوله. که څه هم دغه هېواد او طالبانو د سپټمبر د يولسمې تر پېښې مخکې کاري اړيکو ته ورته يو څه سره درلودل. ځکه طالبان هم د لا ډيرې توندلارې ډلې يعنې د داعش د خراسان څانګې له ګواښ سره مخ وو. که څه هم متحدو ايالتونو نن ورځ د طالبانو حکومت منلی، خو له دوی سره د کار په برخه کې د بشري مسايلو پر سر چې متحد ايالتونو یې په تړاو مرستو ته ژمن دي له ننګونو سره مخ دي.
په ۲۰۱۱ کال کې متحدو ايالتونو په پاکستان کې د اسامه پټنځای وموند، ځانګړي ځواکونه یې ور واستول او هغه یې له خپلې کورنۍ سره يو ځای وواژه. د افغانستان د اشغال پلمه نوره ختمه شوه او متحدو ايالتونو هېڅ دليل نه درلود چې په افغانستان کې پاتې شي. دوی احساس وکړ چې په افغانستان کې يو مؤثر حکومت جوړ کړي چې اردو او پوليس ولري. د همدې لپاره یې په راتلونکو لسو کلونو کې د پوځ او پوليسو روزلو ته مخه کړه. پر دې ټولو سربېره په افغانستان کې د متحدو ايالتونو د حضور د دويمې لسيزې پر مهال طالبان د پرمختګ په حال کې وو.
په ۲۰۲۰ کال کې متحدو ايالتونو له هغه نظام سره تړون لاسليک کړ چې دوی پخپله رامنځته کړی و او ويل یې چې غواړي خپل پوځيان له افغانستانه وباسي. د دوی د وتلو د لړۍ له پيلېدو سره سم ثابته شوه چې روزل شوي افغان ځواکونه د طالبانو د پرمختګ مخنيوی نه شي کولی خو کله چې ولسمشر جو بايډن خپل وروستي سرتيري هم له افغانستانه وايستل دا ثابته شوه چې طالبان بيا واک ته رسېدونکي دي.
متحدو ايالتونو يو مات شوی ملت تر شا پرېښود او داسې نښې ډېرې لږ دي چې وښيي دوی به د طالبانو له لوري له رهبري کېدونکي ملت سره مرسته وکړي چې پر خپلو پښو ودريږي. ياد ملت د اوبو او خوړو له ستر کمي سره مخ دی. په افغانستان کې د اورښتونو منځنۍ کچه ۲۱۳ ميليارده مکعب متره ده په داسې حال کې چې د سطحي اوبو بالقوه ځواک یې ۵۷ ميليارده متره مکعبه دی. که چيري په دغه هېواد کې د اوبو د مديريت زيربناوې او د اوبو لګولو شبکې په بشپړه توګه تاسيس شي نو پورته ياده اندازه اورښتونه د افغانستان ټوله اړتيا پوره کولی شي.
افغانستان د اورګاډي يو لاس شبکه نه لري، په ټول هېواد کې يوازې څو سوه کيلو متره د اورګاډي پټلۍ غځول شوې خو د داسې پټليو د غځولو په تړاو خبرې روانې دي چې افغانستان له نورو هېوادونو سره ونښلوي. يادې پټلۍ به له ازبکستانه پيل شي، له مزار شريف او کابل نه تر تېرېدو وروسته به پاکستان ته ورسيږي او د پاکستان – چين له اقتصادي دهليز سره به ونښلي. د هرات – خواف ۲۲۵ کيلومتره پټلۍ به ايران او افغانستان سره ونښلوي. دا پټلۍ که څه هم ډيره اوږده نه ده خو د افغانستان او ترکمنستان د نښلولو په برخه کې خورا ډير ارزښت لري.
افغانستان خورا لوړ شمېر کاري ځواک لري چې د هېواد په بيارغونه کې ترې ګټه اخيستل کيدای شي. د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې د کېدونکو هڅو ملاتړي دي او چين په ځانګړي ډول د افغانستان د بيارغونې په پروسه کې ښکېل دی. خو يو هېواد چې په دې برخه کې تر ټولو ډير مسووليت لري لا له وضعيته ليرې پاتې دی.
په داسې حال کې چې متحد ايالتونه اوس له طالبانو سره اړيکې لري او د بشري مرستو په برابرولو کې ونډه لري، بيا يې هم افغانستان ته هومره پاملرنه نه ده کړې چې بايد کړې یې وای. د نړيوالې ټولنې د يوې با ثباته برخې په توګه د افغانستان د ملت او اقتصاد په پښو درولو کې مرسته کول ښايي د امريکا د تېرو ګناهانو د يو څه کمېدو سبب شي.