په ۲۰۰۱ کال کې موږ ټول له ناچارۍ پر دې باور وو چې د متحدو ايالتونو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو ائتلاف بايد له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم افغانستان اشغال کړي. وروسته مو وليدل چې څرنګه يوه وحشتناک او ناورين زيږي کمپاين د ورانيو او ګډوډيو مسير رامنځته کړ چې په وچه کې ايسار دغه هېواد لا هم ترې کړيږي.
د حيرانتيا خبره نه ده، که ووايو چې يوې پراخې جګړې د ۱۷۴ زره افغانانو ژوند واخيست، کلي او ښارونه یې ونړول او د يوه نسل رواني روغتيا یې د تل لپاره زیانمنه کړه. په وژل شويو کې تر ۳۰ زرو ډير يوازې ملکي وګړي شامل دي چې ښايي په راتلونکې کې یې ارقام لا ډير لوړ شي. د تاريخ پر دغه وحشتناک څپرکي د دوړو له پرېوتو سره سره دا څرګنده ده چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو پر مهال د متحدو ايالتونو کړې ژمنې ماتې شوې.
يوه تاريخي شرمنده ګي
د وحشتناکې او شرمناکې جګړې او امريکايي ډيموکراسۍ د ضايع کېدو تراژيدۍ په افغانستان کې د ګڼ شمېر خلکو هيلې او خوبونه له پوره کېدو پاتې کړل. له حسابه وتلي ماشومان يتيمان شول او له سختې خوارځواکۍ او بې اطمينانۍ سره مخ شول. په جګړه ځپلي هېواد کې د را لويېدو فشار به د تل لپاره د هغوی پر راتلونکې اغېز ولري. د خوړو له کمښت سره مخ دغه ماشومان د يوه داسې نسل زړه ماتوونکې نښې دي چې له جګړې او ترور پرته نور هېڅ نه پېژني. که څه هم چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ اوږده او ګران بيه حرکت ته د پای ټکی کېښود، د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو او د امريکايي جګړو له کبله تباه شويو زيربناوو افغانان پر يوه بل کړاو اخته کړي دي.
د کډوالو روان کړکېچ د دې شرمنده ګۍ د ښکاره اغېزو له ډلې يو دی. د سرتېرو د ايستلو ګډوډ بهير افغانان له خورا ګواښمن وضعيت سره مخ کړل او له هغوی سره شوې د سولې او ملت جوړونې ژمنې یې ماتې کړې. د ملګرو ملتونو د احصائیې له مخې د افغانستان ۳۰ سلنه وګړي لا هم بېځايه دي او مجبور دي چې په سختو لارو سفرونه وکړي څو امنيت او ټيکاو ته ورسيږي.
په ميليونونو افغان کورنۍ په کور د ننه د بې اطمينانۍ او ترور له ګواښونو کړيږي او د دې جوګه نه دي چې خپلې ټولنې بيا سره منسجمې کړي. نړيوالې خبري رسنۍ په دوامداره توګه د هغو خلکو زړه ماتوونکې کيسې خپروي چې اروپا ته د رسېدو په لاره کې یې له مديترانې سمندرګي د تېرېدو پر مهال کورنۍ سره پاشل شوې او ټولې هيلې یې په اوبو لاهو شوې دي. دا او دې ورته ډيرې نورې کيسې ټولې د امريکايي ژمنو د ماتېدو او د هغوی په هميشنيو جګړو کې د بشر له لوري د پرې کېدونکو بيو څرګندونه کوي.
پاتې پور
د امريکايي جګړو يوه بې رحمانه ځانګړنه دا هم ده چې د ويجاړو شويو ودانيو او د له منځه تللو ژوندونو تر شا يوه بله ډيره باريکه تباهي هم پرېږدي: د واشنګټن ماتې شوې ژمنې چې د افغانستان د نفوس لویه برخه یې له تباهۍ سره مخ کړه.
د امريکا متحدو ايالتونو په افغانستان کې د لسيزو لپاره په دې نوم جګړه روانه کړې وه چې يو ډيموکراټيک حکومت به رامنځته کوي او ملت به جوړوي. له دې سره سره یې هم په ۲۰۲۱ کال کې خپلو ژمنو ته له پام او د ټولو عقلاني او اخلاقي اصولو پر خلاف له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو پرېکړه وکړه. دې پرېکړې افغانان له بې ثباته ادارو، بېخ بناوو او حکومت سره تعامل ته اړ کړل. له توهم د ډک يوه تعبير پر بنسټ د امريکا د ملت جوړونې ژمنو خپل ځای سياسي بې ثباتۍ او د جګړې ډيرو نورو وحشتناکو تصوراتو ته پرېښود.
ښايي له افغانستانه د پوځيانو ايستل د امريکا د کورني سياست اړوند مسئله يا د هغوی په بهرني سياست کې د بدلون پايله وګڼل شي. خو هر څه چې وي د افغانستان د روان وضعيت پړه د واشنګټن او د هغه د متحدينو پر غاړه ده. تر ټولو بده یې لا دا ده چې دوی لا هم د دې جوګه نه دي او يا نه غواړي چې د افغانستان د بيارغونې لپاره د نړيوالو مرستو په پروګرامونو کې ونډه واخلي.
ښايي د دوی د مرستو پر وړاندې ځينې خنډونه وي، خو دا په دې مانا نه ده چې متحد ايالتونه دې د بشري موضوعاتو او جيوپوليټيکي واقعيتونو تر منځ توازن رامنځته نه کړای شي. له متحدو ايالتونو تمه کيږي چې د افغانستان په بيارغونه کې د ونډې اخيستلو لپاره د نړيوال تړون د رامنځته کولو لپاره متمرکزې هڅې وکړي، د افغانستان له ګاونډيانو سره تعامل وکړي او نوښتګرې لارې چارې ومومي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې له شويو تېروتنو زده کړه او د امريکا په مشرۍ د جګړې ميراث ته پاملرنه وشي. نړيواله ټولنه هم تاريخي مسووليت لري څو دا ډاډ رامنځته کړي چې ورته ناورين بيا تکرار نه شي. ښه خبره دا ده چې متحد ايالتونه له نورو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره کار وکړي.
په افغانستان کې د بې نظمۍ او ګډوډۍ د بيا پراخېدو د مخنيوي لپاره د واشنګټن مسوولانه چلند او ژمنتيا اړينه ده. د اوږدمهاله ثبات رامنځته کېدو، حکومت او امنيت ته د لومړيتوب په ورکولو سره د واشنګټن سياسي طبقه کولی شي چې د جګړه ځپلي افغانستان د راتلونکې په جوړولو مې مهم رول ادا کړي. دغه راز بايد د چين او اروپايي اتحادیې په څېر له نورو نړيوالو شريکانو سره د ګډ کار ژمنې ته هم درناوی وکړي.
د افغانستان تاريخ له سرسختيو جوړ پايدار تاريخ دی. دا د نړيوالې ټولنې شريک مسووليت دی چې د افغانان تر شا ودريږي څو هغوی روښانه راتلونکې جوړه کړي. د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې له کبله د اوښتو زيانونو او هغو ماتو شويو ژمنو د وحشتناکو اغيزو په کمولو کې ونډه اخيستل چې افغان ملت يې له تباهۍ سره مخ کړ، د هېڅ هېواد پر زيان چاره نه ده.