یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

فيليپين د جنوبي سمندرګي د سولې پر وړاندې خنډ رامنځته کوونکی دی

اگست 20, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د فيليپين د سمندري پوليسو دوې بېړۍ د اګست د ۱۹مې نېټې سهار وختي د چين د حکومت له اجازې پرته په ناقانونه توګه د دغه هېواد د نان شا ټاپوګانو د سابينا پرښې شاو خوا سمندري سيمې ته ننتولې. ځايي ثبت شوې ويډيو ښيي، چې د فيليپين بېړيو په خطرناک ډول د چين د سمندري پوليسو بېړۍ وهلې او د دواړو خواوو د بېړيو ترمنځ يې په قصدي ډول تصادم رامنځته کړ. د چين سمندري پوليسو له کورنيو او نړيوالو قوانينو سره سم د فيليپين دغو بېړيو پر ضد يوازې اړين اقدامات غوره کړل او کړنو يې له مسلکي چلند، زغم او مقرراتو سره سمون درلود.

د پېښې په اړه انځورونه ثبت شوي او د حقیقت پر وړاندې درواغ او جعلي معلوماتو ځای شتون نلري. که څه هم فيليپين له دغې پېښې وروسته پر چين بې ځايه تور لګولی او امريکا او نورو لويديځو هېوادونو هم د پخوا په شان د فيليپين پر ملاتړ خبرې کړې، خو حقيقت ښيي، چې د چين او فيليپين د بېړيو ترمنځ د ټکر پړه د فيليپين پر غاړه ده او فيليپين په جنوبي سمندرګي کې بيا بيا پاروونکي اقدامات غوره کړي او د سيمې سوله او ثبات يې زیانمن کړی دی.

فيليپين له تېرو دوو کلونو راهيسې د چين په ژن ای پرښې او هوانګ يان ټاپو کې تحريک کوونکې پېښې جوړې کړې او بيا يې د سابينا پرښه په نښه کړې ده. سابينا پرښه د چين د نان شا ټاپوګانو يوه برخه او هم د چين د خاورې يوه برخه ده، چې پکې هېڅ اوسېدونکی نشته. ځکه دغه پرښه له ژن ای پرښې څخه يوازې ۷۰ کيلومتره واټن کې پرته ده او د سمندري ټرانسپورټ په لاره کې يو مهم ځای او د جنوبي سمندرګي د ختيځې برخې د خونديتوب بنسټيزه ډبره بلل کېږي، فيليپين د دغې پرښې د کنټرول ناوړه نيت لري.

له تېر اپرېل راهيسې د فيليپين د سمندري پوليسو لويې پېړۍ سابينا پرښې ته داخل او په ناقانونه توګه هلته پاتې شوې دي. د فيليپين هغه بېړۍ، چې د اګست د ۱۹مې نېټې سهار وختي نوموړې پرښې ته ننوتلې، هڅه يې وکړه چې ميشتو فيليپيني بيړيو ته د تامين توکي وليږي، څو هلته يې اوږدمهاله شتون پيدا کړي او په جنوبي سمندر کې خپل ناقانوني لاسته راوړنې زياتې کړي.

بر سېره پر دې، کورنی سياسي وضعيت هم د فيليپين د دې کړنې لامل دی. د مارکوس د حکومتولۍ په چارو کې کمزور دی، په تېره بيا کمزوری سيلانيز اقتصاد يې د هېوادوالو له شک سره مخ دی. د فيليپين سياستوال د جنوبي سمندرګي په ټاپوګانو او پرښو کې د چين پروړاندې د مسلسل تحريک له لارې بل ځای ته د کورني جنجال او پاملرنې د اړولو هڅه کوي، تر څو پر خپل ځان سياسي فشار کم کړي. د نړيوالو عواملو له لحاظه، فيليپين له سيمې د بهر د پرتو لويو هېوادونو تر هڅونې او تحريک لاندې غواړي چې د خپلو پاروونکو پوځي عملياتو له لارې غرب ته وفاداري څرګنده کړي او د دوی نورې زياتې مرستې تر لاسه کړي.

فيليپين بيا بيا د چين د خاورې پر ملي حاکميت تيری کړی او خپلې کړې ژمنې يې ماتې کړې. دغه هېواد د جون له پای راهيسې له يوې خوا له چين سره د ډيپلوماټيکو اړيکو او د دواړو خواوو ترمنځ د سمندري پوليسو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا او د سمندري وضعيت د ثبات لپاره د ګډو هڅو ادعا کوي، له بېلې خوا يې د خطرناکو کړنو له لارې د جنوبي سمندرګي وضعت ګډوډ کړی او په سيمه ييزو چارو کې يې د بهرنيو قوتونو لاسونه ته زمینه برابره کړې. فيليپين نه يوازې «په جنوبي سمندرګي کې د طرفينو د رفتار بيانيې» څخه سخته سرغړونه کړې، بلکې د سيمه ييز امنيت په چارو کې يې د اسيان مرکزي مقام او هم د اسيان د نورو هېوادونو ګټو ته زيانونه رسولي دي. دغه هېواد د سولې او ثبات پروړاندې جنجال جوړونکی دی.

چين تل د جنوبي سمندرګي په چارو کې د سولې پر اصل او له اړوندو هېوادونو سره د مستقيمو خبرو اترو له لارې د توپيرونو پر کنټرول ټينګار کوي، خو په عين وخت کې چين د خاورې او ملي حاکميت او سمندري حقونو د ساتلو په اړه ټينګه رويه لري. فيليپين بايد سمندلاسه له تيري کوونکو کړنو څخه لاس واخلي او خپلې بېړۍ دې له دې سيمې څخه وباسي، له دې پرته به بيه ورکړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In