د چين او ويتنام ترمنځ اړيکې د ملګرو او وروڼو په څېر دي چې په تاريخ کې کې يې د دوو سوسياليستي هېوادونو په توګه يو له بل څخه ملاتړ او د تجربو زده کړه کړې او له دې امله يې عنعنوي دوستي ټينګه کړې. د تېر کال په پای کې دواړو خواوو په ګډه د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ اعلان کړی چې دا نه يوازې ستراتيژيک اهميت لري، بلکې په دې سره د دوو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختيايي پړاو هم پيل شوی دی. اوس چين او ويتنام دواړه د پرمختګ په کليدي پړاو کې واقع دي، نو د دواړو هېوادونو دوستي څنګه نوی حياتي ځواک وښيي؟ د اګست له اتلسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې د ویتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس تولم له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او دواړو خواوو په همدې موده کې يادې پوښتنې ته ځواب ورکړ.
دا چین ته د روانې میاشتې په پيل کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د تولم له ټاکل کېدو راهيسې د ده لومړی سفر و او د دوه اړخيزو اړيکو د لوړې سويې او ستراتيژيک اهمیت ښکاندويې کوي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۹مه نېټه له تولم سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو پر لا پياوړتيا ټينګار کړی دی. چيني لوري ويلي چې چين له شاوخواوو هېوادونو سره په ډيپلوماتيکو اړيکو کې ویتنام ته لومړيتوب ورکوي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته به ادامه ورکړي او د سياسي متقابل باور د لا ټينګښت او په امنيتي چارو کې د خپلمنځي همکارۍ د لا پياوړتيا په شمول شپږو برخو کې به پرمختيایي جوړښت لا ټينګ کړي. د ويتنام لوري څرګنده کړې چې هېواد يې چين د بهرنيو تګلارو او پاليسيو ستراتيژيک انتخاب بولي او هم چين ته لومړيتوب ورکوي، په يادو شپږو برخو کې له عمومي موخې سره سم به له چين سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې لاټينګې کړي تر څو د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ستراتيژيک اهميت لرونکې ټولنه اباده کړي.
د شنونکو په اند يادې څرګندونې نه يوازې د دواړو هېوادونو د عنعنوي دوستۍ ښکارندويي کوي بلکې ور څخه د خپلو هېوادونو په کليدي پرمختيايي پړاو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتیا هيله او ټينګ هوډ ښکاري او د دوه اړخيزو اړيکو او دوو ګوندونو پرمختيایي لوری هم روښانه شوی دی.
اوس مهال چين د چيني شکله عصريتوب د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کوي او سوسياليستي عصري قوي هېواد د ابادۍ د دويمې سليزې موخې د تر سره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړي دي.د دې ترڅنګ ويتنام هم د ګوند او هېواد د ابادۍ د دوو سليزو موخو د تر سره کولو او د سوسياليستي عصري هېواد د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي. نو د دې حالت پر وړاندې د چين او ویتنام د ګډ برخليک ټولنې ابادي يو مناسب کار بلل کيږي او هم د خلکو له هېلو سره سمون لري.
سياسي متقابل باور د چين او ویتنام د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د ژورتيا بنسټ دی. چين او ویتنام دواړه د کمونېست ګوند په مشرۍ سره سوسياليستي هېوادونه دي چې سياسي نظامونه، عقيدې او پرمختيایي لاره يې ورته ده. چين د ويتنام له هغې کړنې څخه ملاتړ کوي چې د خپل ګوند په مشرۍ له خپلو مشخصاتو سره سم په سوسياليستي لور روان شي او د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليستي عصري چارو د پرمخ بيولو لپاره هڅې وکړي. ويتنام هم د يو چين د پېژندنې پر پاليسۍ ټينګار کړی او د چین د ملي وحدت څخه ټينګ ملاتړ کوي او د چين په کورنيو چارو کې د هر ډول بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي. د پېچلي او بدلېدونکي نړيوال او سيمه ييز حالت پر وړاندې په سوسياليستي لوري کې د چين او ويتنام ګډې هڅې نه يوازې د خپلو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا، بلکې د نړيوالو سوسياليستي چارو د پرمختګ هم ګټور بولي.