د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د ويتنام د دولت رييس په خپل لومړي سفر چين ته رسېدلی او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او د چين د دولت له رييس شي جين پينګ سره یې کتلي دي. په تېره لسيزه کې د دغو دواړو ګاونډيو هېوادونو مشرانو څو څو ځله يوه او بل هېواد ته سفرونه کړي څو په خپلو منځونو کې جامع ستراتيژيک همکاريز مشارکت پراخ او د چين او ويتنام د ګډ برخليک داسې ټولنه رامنځته کړي چې ستراتيژيک اهميت ولري.
ګډ ماضي د همکاريو بنسټونه جوړوي
چين او ويتنام په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د غربي کرنيلېزم او امپرياليزم سره د کابو سل کلنې مبارزې مشابه تاريخونه لري. په ۱۸۸۴م کال کې پر چين د بريټانيې د بريد په څېر په ۱۸۵۸م کال کې پر ويتنام د فرانسې تېری د ځينو داسې بدنامو او نابرابرو معاهداتو د لاسليک سبب شو چې په پایله کې یې ويتنام د فرانسې تحت الحمايه هېواد وګرځيد.
لکه څرنګه چې چيني وګړو په نه ماتېدونکې روحیې سره يوه پر بله پسې انقلابې هڅې او له فيوډاليزم او امپرياليزم سره مبارزات وکړل، د ويتنام ولسونه هم د ازادۍ لپاره له کرنيلزم او امپرياليزم سره له مبارزو ستړي نه شول. د ويتنام رهبر هو شي مين په ۱۹۲۵م کال کې په ګوانژو کې انقلابي فعاليتونه پيل کړل او په ۱۹۳۰م کال کې یې د ويتنام کمونېست ګوند رامنځته کړ. هغه وروسته د اګسټ د مشهور انقلاب رهبري وکړه او په ۱۹۴۵م کال کې یې د ويتنام ډيموکراتيک جمهوريت رامنځته کړ.
که څه هم تر انقلاب وروسته ويتنام د غربي امپريالېزم له اغیزې په بشپړ ډول خلاص نه شو، خو په ۱۹۴۹ کال کې د چين د ولسي جمهوريت په رامنځته کېدو او د چين د کمونېست ګوند له لوري د چين د انقلاب په بريالي کېدو سره يو نوی نړيوال تحرک رامنځته شو چې په پایله کې یې د ويتنام ازادي هم يقيني شوه. هغه مهال، د کورني انکشاف لپاره د ډېرو ماموريتونو او شديد نړيوال فشار سره سره د چين دولت او ولسونو د روحيې او توکو په مخلصانه مرستو سره د ويتنامي ولس ملاتړ ته ادامه ورکړه. په دې او نورو اړوندو وسايلو سره د ويتنام ډيموکراټيک جمهوريت خپله سويلي برخه ازاده کړه او په ۱۹۷۶م کال کې یې د ويتنام سوسيالیستي جمهوريت رامنځته کړ.
ګډه راتلونکې لا ډيرې پياوړتيا ته اړتيا لري
د ويتنام د سوسياليستي جمهوريت په لومړيو ورځو کې دغه هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ و. د ملي ودې د تقويه کولو لپاره ويتنام کټ مټ لکه په ۱۹۷۰يمو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ور خلاصون په څېر، په ۱۹۸۰يم کال کې د ډوی موی په نوم مشهور جامع اصلاحات پيل کړل چې د سوسياليستي اصولو پر بنسټ ولاړ د ګډ بازار پر ميکانيزمونو متمرکز وو.
له هغه مهاله تر ۲۰۱۶م کال پورې، کله چې د ويتنام د کمونېست ګوند دولسم ملي کانګريس داير شو، دغه هېواد په ټولو برخو کې د پام وړ بدلونونه تجربه کړل او له يوه وروسته پاتې هېواد څخه چې په مختلفو برخو کې له ډېرو ننګونو سره مخ و، د منځنۍ کچې پر عايد لرونکي هېواد بدل شو، له کلتوري او ټولنيز پلوه یې پرمختګونه وکړل، د ژوند کچه پکې لوړه شوې او سياسي او ټولنيز وضعيت یې ثبات ته ورسېد.
د رسمي ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د ويتنام د کورنيو ناخالصو توليداتو کچه ۴۳۳.۳ ميلياردو ډالرو يا د سړي په سر ۴۳۰۰ امريکايي ډالرو ته رسېدلې وه. دا ارقام پنځه سلنه وده ښيي، په داسې حال کې چې په هماغه کال د چين د کورنيو ناخالصو توليداتو کچه ۱۷.۷ ټريليونه ډالره يا د سړي پر سر ۱۲۵۵۵ امريکايي ډالره وه. د چين د کورنيو ناخالصو توليداتو وده هم په هغه کال ۵.۲ سلنه وه. دې لاسته راوړنو ته په پام سره ويلی شو چې په چين کې د اصلاحاتو څلويښت کلن بهير او په ويتنام کې د ډوی موی شاوخوا ۴۰ کلن بهير د دواړو هېوادونو د کمونېستي ګوندونو او د سوسياليستي سيسټم له برترۍ سره بشپړ مطابقت لري او دا ثابتوي چې په پرمختللو هېوادونو کې عصريتوب بايد هېڅکله د تش په نوم معياري شوي مسير پايله ونه ګڼل شي.
دواړه هېوادونه له ګڼو لاسته راوړنو سره سره پر دې هم پوه دي چې په کور د ننه او نړيواله کچه پر فرصتونو او امتيازونو سربېره له ستونزو او ننګونو سره هم مخ دي. په نړيوالو چارو کې، دواړه هېوادونه بايد د ګډ برخليک ټولنې د رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي، نړيوال پراختيايي ابتکار، نړيوال امنيتي ابتکار او نړيوال تمدني ابتکار درک کړي. پر دې سربېره، دواړه لوري بايد له متقابل درناوي، برابرۍ، عمل او د ګټې – ګټې پر بنسټ ولاړو همکاريو ملاتړ وکړي؛ د يو بل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي او مسايل په سوله ييزو لارو چارو حل کړي.
د کورنيو چارو په برخه کې چين او ويتنام دواړه بايد هم سوکالۍ او پراختيا ته او هم د خپلو ولسونو ښېګڼې ته لومړيتوب ورکړي او دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې په متوازنه او پايداره بڼه پراخې کړي.
تر دې ټولو ور اخوا دواړه ګوندونه بايد د ګوندونو په ظرفيت جوړونه کې لا ډېرې همکارۍ وکړي څو په بدليدونکو وضعيتونو کې د ګوندونو د ښې رهبرۍ لپاره د رهبرۍ کچې وړتيا او ظرفيت لوړ شي او د دې جوګه شي چې له فساد، اسراف بېځايه تشريفاتو او بيوروکراسۍ سره انعطاف نه منونکې مبارزه وکړي.
د چين او ويتنام اړيکې به په راتلونکو لسيزو کې په قطعي ډول یوازې يوه ډيپلوماټيکي اصطلاح نه وي؛ بلکې دا به د دوو داسې سوسياليسي دولتونو تر منځ د همکاريو د يوې نوې بڼې بېلګه وي چې د مشابه تاريخ او نړيوال چاپېريال په درلودلو سره له ننګونو سره په ګډه مبارزه او د عصريتوب لپاره په ګډه کار کوي.